داسې ښکاري چې لویدیځ (امريکا او اروپا) اوکراین کې سوله نه غواړي

د روسيې او اوکراين ترمنځ جګړه کې د لوېديځ هڅې د سولې او جوړجاړي پر ځای د جګړې اوږدوالي او شدت لپاره ښکاره او څرګندې ښکاري. د امريکا او ناټو موخې د جګړې اوږدوالی او د جګړې پای ته رسېدل په داسې  بڼه ده، چې روسيه کې پر شوي بريد پېښمانه کړي  او داسې يې وځپي  چې پر اوکراين باندې  د بريد په مقابل کې  ژورې بيې ورکړي. 

د لوېديځ د جګړې د دوام موخې هغه مهال څرګندې ښکاري چې ناټو او امريکا اوکراین ته درندې وسلې او پرېمانه پيیسې ورلېږي. اوکرايني پوځ ته د امريکا د نغدو مرستو نوې بسته ۸۰۰ مېليونه ډالرو وو چې د پوځي مرستو په ډول يې ورکړې. دا باید په بشپړ ډول روښانه شي چې لویدیځ قدرتونه د جګړې د حل یا د سولې د خوندي کولو په لټه کې ندي، بلکې د جګړې پراخولو او د روسیې په وړاندې په بشپړ ډول نيباتي جګړې بدلول غواړي. 

امريکا د نړۍ په هیوادونو باندې د خپلو یرغلونو، بمباریو، کودتاګانو او د رژیم د بدلون د هڅو سربیره، د خپلو مخالفینو سره د مقابلې لپاره  یوه غوره طریقه د دوی په وړاندې  "پراکسي/نيابتي جګړه" ده، چې خپله جګړه نه کوي او خو جګړه ملاتړ کوي. د سړې جګړې تاریخ له داسې مثالونو ډک دی، لکه په افغانستان کې د روسانو پر وړاندې د مجاهدینو ملاتړ، د ایران او عراق په جګړه کې له صدام حسین سره د ایران پر ضد د امریکا مرستې. نیابتي جګړې امریکا ته اجازه ورکوي چې د خپلو موخو لپاره د بل چا په وژلو سره خپل زیانونه راکم کړي پداسې حال کې چې د سیال دولتونو د کمزوري کولو له لارې جیو پولیټیکل ګټې ترلاسه کوي، په ورته وخت کې د وسلو د جریان ساتلو له لارې د نظامي - صنعتي کمپلیکس لپاره اعظمي ګټ کوي.

د روسیې او اوکرایین د جګړې د لومړۍ میاشتې له تېرېدو وروسته چې امريکا له روسیې د پوځيانو د وتلو غوښتنه کوله، اوس يې امریکا او متحدینو لاره بدله کړې ده او د دې هوډ په لټه کې دي چې دغه شخړه د مسکو لپاره زیانمنه او ګران بيه کړي. ممکنه ده، په ځانګړې توګه د وسلو د اکمالاتو د زیاتولو، او د اوکراین پوځ ته د روزنې او استخباراتو چمتو کولو له لارې دغه موخو ته ځان ورسوي. 

واشنګټن نه غواړي چې جګړه په ګړندي جوړجاړي کې پای ته ورسېږي او هغه هم په داسې بڼې  چې اوکراین روسیې ته امتیازات ورکړي، ځکه چې امريکا لپاره ښه پایله دا ده چې مسکو د امکان تر حده زیانمن کړي، دا ځکه چې  زیاتیدونکې جګړه په حقیقت کې د امریکا په ګټه ده.

دا چې امريکا د جګړې اوږدوالی غواړي، څو لاملونه شتون لري. تر ټولو لومړی، د اوکراین له شمال څخه د روسیې تاکتیکي وتل او په ډونباس باندې د نوي تمرکز له امله داسې بریښي چې لویدیځ ته دا باور ورکړي چې دوی کولی شي د پوتین د "اصلي جنګي اهدافو" په کمزوري کولو کې بریالي شي. دوهم، د جګړې شدت او کړکېچ لویدیځ ته سیاسي فضا ورکوي چې پر مسکو د لا زیاتو بندیزونو لګولو ته دوام ورکړي او امریکا به پر خپلو اروپايي متحدینو لا زیات یووالي تحمیل کړي.

په پایله کې،  متحده ایالات او متحدین یې دا هڅه کوي چې دوی هیڅکله سوله یا جوړجاړی نه غواړي او په ټوله نړۍ کې د خپل جیوپولیټیک تسلط د ثابتولو لپاره د اوکراین وضعیت لا پسې خرابوي، که هغه د روسیې، هند یا چین په وړاندې وي يا د نړۍ بل ګوټ کې.