يورانيم او د هغې غني کول (Uranium Enrichment)

تر هر څه مخکې بايد اول يورانيم وپيژنو! يورانيم په طبيعت خالص نه پيداکيږي بلکې له نورو مرکباتو سره يو ځای ګډ پيدا کيږي ،يورانيم يو سخت دروند سپينو زرو ته ورته فلز دی . لومړی ځل لپاره يوه جرمني کيميا پوه له خوا مارتين کلاپورت ( Martin klaproth) لخوا کشف شه. اتومي نمبر يې (92)او اتومي وزن يې (146) سمبول يې (U)دی نوموړی فلز په طبيعت کې له جستو ،بورن، انتيمي او کدميم سره ګډ پيدا کيږي چې زياتره کانونه يې د ځمکې ژورو طبقو کې دي . د سمندر يو ټن اوبو تصفيې څخه(2_4)ملي ګرامه پورې يورانيم لاسته راځي. څومره چې فکر کيږي هومره هم يورانيم کم ندي بلکې ځمکه يې پراخې زیرمې لري. 

عموماً يورانيمو څخه د دوو اهدافو لپاره ګټه اخېستل کېږي-  نظامي اهداف، اقتصادي اهداف. 

 نظامي اهداف: نظامي اهدافو کې د نړۍ سوپر طاقتونه د خپل هيواد بقا يا تهديد لرې کولو لپاره د جنګ په مانا اټومي وسلې جوړوي چې نننۍ نړۍ يې يوه ستر خطر سره مخامخ کړي ده، او تر څنګ يې ښيګنه داده چې يو هيواد اسانۍ سره په بل هيواد تعرض نشي کولای او يو بل يې د جنګ نه لرې ساتلي يو علت د سړې جګړې دا دی چې څوک مستقيم نه ښکېليږي. که څه هم په دوهمه نړيواله جګړه کې د امريکې متحده ايالاتو له خوا په جاپان باندې دوه اټومي بمونه وغورځول شول چې په نيتجه کې ميليونونو خلکو ته ځاني او مالي نقصانات ورسېده .اوس هم نړۍ کې هيوادونه پراخې اټومي وسلې لري چې په سر کې يې امريکا راځي او بيا روسيه ده . ډير خلک پدې باور دي چې اټومې بم کې به زيات يورانيم استعماليږي دغسې هم نه ده، تقريباً يو اټومي بم کې 15 نه تر 20 کيلو پورې غني شوي يورانيمو ته ضرورت دی او چې شدت يې بيا په لکاوو خلک له منځه وړی شي. 

اقتصادي اهداف: يورانيم د انرژۍ يوه بډايه سرچينه ده چې د ټولو سون توکو نه ډيره انرژي لاسته راوړي که ووايم چې له يو ټن طبيعي يورانيمو څخه په يوه ساعت کې څلور کروړه کيلو واټه بريښنا لاس ته راځي چې همدومره بريښنا د 80زرو بيلرو تيلو سوزولو څخه لاس ته راځي. په يورانيمو کې موږ څلور ډوله ایزوتوپونه لرو چې دغه دوه پکې مهم او ډير دي. U⊃2;⊃3;⁸او U⊃2;⊃3;⁵ اول بايد ايزوتوپ تعريف او وپيژنو ايزوتوپ : ايزوتوپ د يوه عناصر چې، کيمياوي خواص يې شان وي ولې فزيکي خواص متغير وي ايزوتوپ ورته وايي. په يورانيمو کې چې زياته انرژي لري هغه U⊃2;⊃3;⁵ايزوتوپ ولا يورانيم دی چې په کاراتو کاراتو يې انرژي له U⊃2;⊃3;⁸ايزوتوپ څخه زياته ده. په طبيعت کې د U⊃2;⊃3;⁵ايزوتوپ ولا يورانيم ډير کم پيدا کيږي.که چېرې 12 ټنه خالص يورانيم تصفيه او سره جلا کړو نو موږ ترې يو ټن U⊃2;⊃3;⁵ ايزوتوپ ولا يورانيم لاسته راوړی شو،چې دغه برخه په سلو کې 0.7% ده او پاتې