د یمن زرګونه اوسېدونکو د خپل حکومت پر خلاف مظاهرې پیل کړی

یمن – د یمن زرګونه اوسېدونکي د احتجاج په توګه لارو کوڅو ته راووتل او د خپل ولسمشر علي عبدالله صالح د لرې کېدلو غوښتنه یې کوله.
دغه مظاهرې د یمن د سنا ښار په څلورو بېلابېلو ځایونو کې دوام لري او د مخالف ګوند د غړو له خوا رهبري کیږي. مظاهره کوونکي د صالح د استعفا شعارونه ورکوي. صالح نږدې ۳۲ کاله د دغه هېواد د ولسمشر په توګه پاتې شوی دی.
داسې برېښي چې دغه مظاهرې د تونس له اوښتون او په مصر کې د دې اونۍ له مظاهرو څخه الهام اخلي.
له اقتصادي پلوه کمزوری یمن د القاعده او د شمال یاغیانو څخه له پخوا تنګ و او اوس د جنوب له خوځښت سره هم مخ شو.
ښاغلی صالح هڅه کوي چې د مخالفینو د ادعاوو په ردولو سره، چې ګواکې هغه د فوځیانو د معاشونو په لوړولو سره خپل ځوی په راتلونکي کې قدرت ته رسوي، راپورته شوی ستونزه له منځه یوسي.