خوست وﻻيت کې دسولې نړيواله ورځ ونمانځل شوه

په خوست ولايت كې د سولې نړيوالو ورځ د زرګونو كسانو په ګډون د پراخو مراسمو په ترڅ كې ولمانځل شوه. دغه مراسم چې د خوست ولايت د جرګو په تالار كې را بلل شوې د تيرو څوكلونو راپديخوا تر ټولو لويه راټوليدنه بلل كيږي. ګډونوالو د سولې پيغام راديو ته وويل چې د سولې د ورځې په درز لمانځل د دې څرګندونه كوي چې افغان ولس د سولې او پخلاينې ملاتړى دى. دغه مراسم چې د خوست علمي او فرهنګي مركز ميديوتيك لخوا سمبال شوى وو پكې شاوخوا دوه زره تنو ګډون كړى ول چې نيږدې څلور سوه تنه پكې ميرمنې وې. د سولې نړيواله ورځ چې د ټول هيواد په كچه په بيلا بيلو ولايتونو كې نن ورځ ولمانځل شوه په خوست ولايت كې هم دا ورځ د زرګونو كسانو په ګډون په جوړه شوې پراخه غونډه كې ولمانځل شوه. په غونډه كې د خوست ولايت د مدني بنسټونو او شورګانو غړو، د يني عالمانو ، قومي سپين ږيرو او مشرانو ، دولتي چارواكو، ورزشكارانو،د ترانو ډولو او ګڼ شمير ځوانانو برخه اخيستې وه. د غونډې يو شمير وينا والو په خپلو خبرو كې په افغانستان كې پر دواړو ښكيلو لورو غږ وكړ چې په هيواد كې دا مهال سولې او امنيت ته اړتيا ده او ورته دې درناوى وكړى . همدارنګه خوست والي ارسلاجمال يو ځل بيا په خپلو خبرو كې د افغان دولت له وسلوالو مخالفينو وغوښتل چې د توپك پرځاى دې له دوى سره د خبرو لاره خپله كړي تر څو سولې ، امنيت او د هيواد بيا رغاونې ته زيان نه وي رسيدلى . د سولې ورځ چې په خوست كې د خوست علمي او فرهنګي مركز ميديوتيك لخوا سمبال شوې وه ، شاوخوا دوو زرو تنو پكې برخه اخيستې وه لږتر لږه څلورسوه پكې ميرمنې وې، ګډنوالو وويل چې د سولې ورځې د لمانځ غونډې په مراسمو كې د زياتو كسانو برخه اخيستنه د دې څرګندونه كوي چې افغان ولس يوځل بيا په نړيواله كچه د سولې غوښتونكى شو. د سولې ورځ چې د ټول هيواد په كچه لمانځ كيږي ولسمشر حامد كرزى په دې ورځ د جنګ بنديز غوښتنه كړې وه. ايساف ځواكونو په دې ورځ د ۲۴ ساعتونو لپاره د عملياتو د نه كولو خبرو وركړى وه او همدارنګه وسلوالو طالبانو هم ژمنه كړې وله چې د سولې ورځې ته د درناوي په موخه به د ۲۴ ساعتونو لپاره خپل بريدونه ودروي. د يادونې وړ ده چې په خوست ولايت كې په داسى حال كې د سولې نړيواله ورځ لمانځل كيږي چې دا ولايت ډير كله د بمي چاودونو ، بريدونو او مرګ ژوبلو شاهد وي. خبريال : قادرشاه – خوست