د پاکستان روان سیاسي کړکېچ اصلي ریښې چېرې دي او د سیمې لپاره څه پیغامونه لري! 

پر اوکراين د روسيې له بريده د پاکستان ملاتړ سبب شو، چې امريکا د پاکستان او په ځانګړي ډول د واکمن لومړي وزير عمران خان پر وړاندې خپل  بهرنی سياست او پالېسۍ بدلې کړي. پر هماغه ورځ چې روسيې پر اوکراين برید کولو، د پاکستان لومړی وزير عمران خان مسکو کې د  ولادميير پوتين مېلمه وو, او د پاکستان حکومت بيا پر اوکراين د روسيې بريد ته توجيه ورکړه,او په يو ډول يې ورڅخه ملاتړ اعلان کړ. 

د پاکستان دا دريځ او روسيې سره نېږدوالی سبب شو، چې د لوېديځ او پاکستان ترمنځ اړيکې سره خرابې شي، پاکستان کې  د عمران خان پر ضد سياستونه اوس مهال د امريکا له خوا هڅول کېږي او موخې يې دا ده، چې پاکستان کې داسې يو حکومت جوړ کړي، چې سوچه د امريکا ملاتړی وي، د چين پخوانی او د روسيې اوسنی اغېز پرې کم او يا هېڅ  نه وي. 

له روان حالت څخه داسې بریښي چې د پاکستان موضوع د داخلي او کورني بعد ترڅنګ نړيوال او سیمیز بعد لري. چې تر ټولو زیات رول په کې د امريکا لخوا ده, تېره ورځ د امریکا د بهرنيو چارو وزارت مخکښ دیپلومات زلمی خليلزاد سفر پاکستان ته دا خبره په ډاګه کوي چې امریکا بیاځلې سیمې ته راتلونکې ده.

د پاکستان روان کړکېچ کې د امريکا موخې او پروژې ډېرې او پراخه دي. امريکا غواړي چې پاکستان کې سياسي بې ثباتي رامنځته کړي او دې سره سويلي اسیا کې ځان ته د پښو کېښودو ځای پيدا؛ افغانستان، پاکستان او د سيمې نورو هېوادونو کې د چين او روسيې د اغېز، نفوذ او لاس وهنو مخه ونیسي.  

په قزاقستان, میانمار کې د تېرو میاشتو سیاسي کړکېچ او اوس وخت کې د پاکستان او سریلانکا روان سیاسي کړکېچ د روسیې او چین لپاره د غرب څرګنده او روښانه نښه ده, چې امریکا سیمه کې لا شته, کولی شي چې سیمه ناامنه کړي او خپل اهدافو لپاره کار وکړي.

همدارنګه د پاکستان روان سیاسي کړکېچ د سیمې د هغو هېوادونو لپاره د غرب د خطر زنګ ده چې غواړي چین او روسیې ته نیږدې شي.

بلخوا روسيه او چین غواړي د غرب په ضد يو متحده ختیځه جبهه جوړه کړي چې ایران، بیلاروس، هند، پاکستان، افغانستان، شمالي کوریا او ځینې نور هېوادونه به یې غړي وي،  روسیې عملا ددې لپاره کار شروع کړی او پورته یاد شوو هېوادونو سره یې اړیکې ګرمې کړي, چې تېره هفته افغانستان ته د چین د بهرنیو چارو وزیر، او ضمیر کابلوف سفر یې ښه ثبوت ده.

 روسیه او چین د افغانستان له اړخه د خطر احساس کوي چې دا سیمه بیاځلې د تروریزم په مرکز او د ناټو په پوځي میدان بدله نشي.

بلخوا امریکا تېر شل کاله په افغانستان کې ډېره ستر سرمایه ګذاري کړې, دلته ترې د ۸۰ میلياردو ډالرو په ارزښت عصري پوځي وسایل پاتي دي, امریکا به هېڅکله دا اجازه ورنکړي چې دا هېواد یې د رقیبو هېوادونو لاس ته ولوږي, په دې اړوند تېره ورځ د امریکا پخواني ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې د پاتې وسلو د بېرته راوړلو اړوند هم یوې رسنۍ ته په مرکه کې وويل چې موږ یو ورځ  باید لاړ شوو او دا وسلې راوړو.

همدارنګه کابل ته د چین د بهرنیو چارو وزیر او د ضمیر کابلوف له سفر وروسته نړيوال بانک خپلې څلور سترې پروژې چې ارزښت یې تر ۶۰۰میلیون ډالرو پورې وې لغوه کړې, چې غرب افغانستان ته د چین او روسیې سره د نیږديوالي لومړی ګوزار ورکړ.

دا ټول ددې ښکارندوی ده چې امریکا د چین او روسیې د مهار کولو لپاره د جنوبي او مرکزي اسیا په اړه په خپله ستراتیژي غور کوي او امکان لري چې دې سیمه کې يوه پراخه لوبه پيل کړي.