آيا يوازې سونامي (tsunami) نوم سره بلد ياست؟ دلته د سونامي په اړه ډېر لولئ 

د انګلېسي tsunami کلمه چې له t توري پرته يانې سونامي تلفظ کېږي، جاپاني کلمه ده چې د (د بندر څپې) مانا ورکوي. سونامي د څپو لړۍ ده چې د اوبو لوی مقدار د بې ځایه کیدو له امله رامینځته کیږي؛ سونامي معمولاً په بحر یا لوی جهيل کې رامنځ ته کېږي. د سونامي لنډه مفهوم دا دی، چې د زلزلې او د ځمکې د ټکانونو له امله د بحرونو اوبه راپورته کېږي. 

د سونامي څپې ډېرې لوړې او اوږدې وي. منځنی حد يې ديرش متره ته لوړوالي ته رسيږي. دا چې د سونامي څپې د اوبو د سترو توپانونو سبب کېږي، نو وژونکې څپې يا killer waves هم ورته وايي. د ځمکي پر مخ د سونامي څپې تر سل  کيلو متره ځي او د څپو سرعت يې په يو ساعت کې ۸سوه  کليومتره دی. سونامي د خپلې مخې څخه هر ډول ودانۍ، ونې او نور بوټي له منځه وړی شي. د سونامي د څپو د تګ سرعت د نوې ټېکنالوژۍ اړوند جنګي جېټ الوتکې سره مساوي حساب شوی دی. 

تر اوسه نړۍ کې ترټولو زوروره سونامي د هند بحر کې رامنځته شوې. ۲۵۰ زره کسان په کې وژل شوي وو او شااوخوا ټول کورونه، ودانۍ او سړکونه په کې ويجاړ شوي وو. دغه سونامي د Boxing Day Tsunami  په نوم ياديږي، چې د ۲۰۰۴ز کال د ډسمبر مياشتې په ۲۶ نېټه شوې وه. دغه سونامي د هند بحر کې رامنځته شوې وه، د هند بحر ياده سيمه د اندونېزيا هېواد اړوند او ورسره نېږدې وه. له اندونېزيا وراېخوا يې اغېز او تلفات د نړۍ ۱۴ هېوادونو کې وو، چې ټولتال دوه نيم لکه کسان په کې ووژل شول او په مېليونه امريکايي ډالر توان يې پېښ کړ. 

ياده پېښه کې يو نيم مېليون کسان ټپيان شول، د پنځه مېليونه وګړو کورونه او کاروبار ځايونه له منځه لاړ، پنځه سوه زره کسان د سونامي له امله سيمه کې د ويروسي او انتقالي ناروغيو له امله وروسته د څو کالونو دننه مړه شول. ترټولو ډېر مړه شوي ماشومان او ميرمنې وې، چې  د سونامي پر مهال خپلو کورونو او د بحر شااوخوا سيمې کې وو. 

تر ټولو ډېرې سونامي جاپان، اندونېزيا او د دغه هېوادونو ګاونډ او شااوخوا سيمو کې کېږي. هم په تېر کې ډېرې سونامي دغه هېوادونو او سيمو کې شوې او هم يې په راتلونکي يې احتمال جاپان، اندونېزيا او نورو سيمو کې شوی دی. دغه سيمې تجربه شوې سونامي ښيي، چې له يوې سونامي وروسته نور سونامي هم رامنځته کېږي  او د سونامي رامنځته کېدل په داسې ډول نه دي چې د يوې په پای ته رسېدو سره د نورو شونتيا کمه شي، بلکې برعکس د نورو سونامي شونتيا يا ور سره ډېريږي. 

د سونامي د مستقيمو مرګ - ژوبلې ترڅنګ، د کالونو لپاره سونامي ځپلو سيمو کې خلک له لوږې، د پاکو اوبو د نشتون او د سيمې د ککړتيا  له امله مري. هغه سيمې چې سونامي ځپل وي، تر لسيزو هلته د هضمې سېسټم او پوستکي بېلا بېلې وژونکې ناروغۍ پيدا کېږي.