نړۍ کې د تيلو لس ترټولو ستر صادرونکي هېوادونه؛ دغه هېوادونه له تيلو څومره  عوايد تر لاسه کوي؟ 

د همدې لړۍ په لومړۍ (https://rohi.af/news/91627) او دويمه (https://rohi.af/news/91631) برخه کې نړۍکې د تيلو لس ترټولو ډېر توليدي او  لس ترټولو ډېر مصرفي هېوادونه وښودل شول. دې برخه کې لس هغه هېوادونه درته ښييو، چې د خپلو تيلو ډېره برخه د نړۍ نورو هېوادونو ته لېږي/صادروي او همدا ډول په  دې پوه شئ، چې دغه هېوادونه په کلني ډول څومره  عوايد  د تيلو له لېږد/صادراتو تر لاسه کوي؟ 

۱- عربي متحده امارات
د پراخوالي پر بنسټ دا وړوکی هېواد، د نړۍ ترټولو ډېر تیل نورو هېوادونو ته صادروي. ۲۰۱۹ز کال کې عربي متحده اماراتو د ۱۷۶ مېليارده امريکايي  ډالرو په ارزښت تيل  خرڅ کړي دي. امارات نړۍ کې د تيلو د لېږد پر اساس لومړۍ شمېره هېواد دی، چې ۱۶ سلنه تيل صادروي. دېرش سلنه اقتصاد يې پر تيلو ولاړ دی. 

۲- سعودي  عربستان 
نړۍ کې د تيلو صادراتو برخه کې دويم ځای لري او د سلنې پر اساس يې د تيلو صادرات يوولس سلنه کېږي. د سعودي عربستان د حکومت له پنځوس سلنه ډېر عوايد له تيلو تر لاسه  کېږي. 

۳- روسيه  
روسيه د نړۍ په کچه دويم هغه هېواد دی، چې ترټولو ډېر تيل توليدوي؛ د تيلو لګښت يې کم دی او پنځمه شمېره کې راځي. دا چې د تيلو مصرف يې  کم دی نو نړۍ کې د تيلو د صادراتو نوملړ کې روسيه درېيم ځای لري. د ټولې اروپا ۴۰ سلنه تيل روسيه ورکوي. نېږدې د تيلو له لېږد ۱۱۵ مېليارده امريکايي ډار کلني عوايد لري او د نړۍ ۱۱ سلنه تيل له روسيې صادريږي. 

۴- کويټ 
دغه کوچنی اسيايي هېواد د تيلو صاراتو نوملړ کې څلورمه شمېره کې راځي. کويټ د تيلو له خرڅلاوو د کال ۸۲ مېلیارده امريکايي ډالر عوايد تر لاسه کوي. کويټ کې په ورځني ډول  د تيلو توليد دوه نيم مېليونه بېرل کېږي. 

۵- عراق 
تر ۲۰۱۶ز کال پورې، عراق له سعودي عربستان وروسته نړۍ کې د تيلو دويم صادرونکی هېواد وو، خو په ۲۰۱۹ز کال کې پنځمې شمېرې  راته ټيټ شو. د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله د عراق  د دولت ډېر تکيه پر تيلو ده. عراق ۹۱ سلنه عوايد له تيلو تر لاسه کوي. 

۶- کاناډا
د تيلو صادراتو نوملړ کې پنځه ډېر صادرونکي هېوادونه اسيايي دي او له دوی وروسته کاناډا شپږمه شمېره هېواد دی، چې تر ټولو ډېر تيل نړۍ ته لېږي. له تيلو د کاناډا عوايد ۶۸ ميليارده امريکايي ډالر کېږي. 

۷- د امريکا متحد ايالت 
دا هېواد نړۍ کې تر ټولو ډېر تيل توليدوي او ترټولو ډېر تيل په کې مصرفيږي. امريکا د نړۍ دويم هغه هېواد دی، چې له چين وروسته تيل ورته له نورو هېوادونو راځي، يانې تيل رانېسي. امريکا د تيلو صادرات هم لري؛ د تيلو صارونکو هېوادونو په نوملړ کې يې ځای اووم دی. 

۸- نایجیریا
دا هېواد افريقا کې ترټولو ګڼ وګړييز هېواد دی. نایجیریا د تيلو له خرڅلاوو ۳۸ مېليارده امريکايي ډالر تر لاسه کوي او د تيلو توليد پر بنسټ اتم مقام لري. 

۹- مکسيکو 
که څه هم مکسيکو د تيل د توليد او د تيلو د مصرف په لس نوموني نوملړ کې نه دی، خو د تيلو د لېږد پر اساس نهم هېواد دی. هر کال ۳۷ مېليارده امريکايي ډالر عوايد د تيلو له خرڅلاوو تر لاسه کوي. 

۱۰-ناروې
اروپا کې ناروې لومړۍ هېواد راځي، چې د تيلو په سوداګرۍ کې مخکښ دی. نړۍ کې د تيلو لېږد دوه نيم سلنه برخه ناروې اخلي او له دې لارې هر کال ۲۷ مېليارده امريکا ډالر پيسې ګټي.