په نفس باندې د اعتماد جوړولو لپاره پنځه تګلارې

ډېری انسانان غواړي اعتماد په نفس واوسي، خو په تګلاره باندې یې نه پوهېږي او سمه مانا یې هم نه ده درک کړې.
 
په نفس باندې اعتماد دا نه دی، چې د خپل ځان په اړه یو ښه احساس ولرئ، په نفس باندې اعتماد دا دی، چې په خپل ځان باندې باور ولرئ. که باور ولرئ، چې کولای شئ یو ستونزمن کار ترسره کړئ، نو له دې امله تاسو یو په نفس باندې اعتماد لرونکی شخص یاست، په هر صورت په نفس باندې د لوړ اعتماد لرل په دې مانا نه دي، چې تل او په هر ډول شرایطو کې اعتماد په نفس واوسئ. ښایي د یوه کار په ترسره کولو کې په ځان باندې ډېر باور ولرئ، خو د بل کار په ترسره کولو کې داسې نه وي، خو لکه څنګه چې کولای شو یو مهارت په تمرین کولو سره وروزو او پیاوړی یې کړو، په نفس باندې اعتماد هم کولای شو، چې زیات کړو. په حقیقت کې په نفس باندې اعتماد یو مهارت دی، د باور لرلو مهارت، ځینې په دې باور دي، چې په نفس باندې اعتماد یوه ذاتي چاره ده، چې شخص له هغې سره نړۍ ته راځي، خو دا باور ناسم دی، کولای شو په نفس باندې اعتماد پیاوړی کړو. د دې لیکنې په دوام په نفس باندې د اعتماد د ډېرښت او پیاوړتیا لپاره، له تاسو سره ځینې لارې چارې شریکوو، په دې هیله، چې لیکنه له پیله تر پایه په ښه غوره او دقت سره ولولئ.
 
۱ ـــ ټینګار
په نفس باندې اعتماد د هغه ځانګړي کار د ترسره کولو پرمهال په ځان باندې د باور په کچې پورې تړاو لري، دا کار کولای شي، د خلکو یوه ټولي ته وینا کول، د یوه ورزش ترسره کول او یا د کیک پخول وي. کله چې د یوه کار په ترسره کولو کې مهارت لرئ، نو په نفس باندې د اعتماد کچه مو لوړېږي، ځکه په دې باندې پوهېږئ، چې هغه په سمه توګه ترسره کولای شئ، خو که د هغه کار د ترسره کولو هوډ لرئ، چې درته تازه او نوی دی، نو پر ځان باندې مو د اعتماد او باور کچه ټیټه ده، له دې امله، په دې برخه کې څنګه کولای شو په خپل نفس باندې اعتماد زیات کړو؟ په ټینګار سره.
 
ډېری وخت کله چې وغواړو، کوم کار د لومړي ځل لپاره ترسره کړو، په ښه او سمه توګه یې نه شو ترسره کولای، خو د وخت په تېرېدو او د ترسره کولو په تکرار سره یې، پکې ماهر کېږو او داسې احساس کوو، چې کولای شو، په هغه کار کې په کمې هڅې سره ښه پایله ترلاسه کړو، خو یوازینۍ لاره، چې کولای شو دا احساس ولرو، دا ده، چې په خپل ځان باندې باور ولرو، په دې اساس، د دې لپاره چې په یوه کار کې ښه او ماهر شئ، نباید ژر تسلیم شئ او د هغه کار له ترسره کولو څخه لاس واخلئ. د یوه کار په ترسره کولو کې ښه نه اوسېدل عیب نه دی، خو تسلیمېدل عیب دی، هغه کسان چې تسلیمېږي، هېڅکله نه بریالي کېږي؛ ځکه هېڅکله خپل ځان ته د بریا فرصت نه ورکوي، نو کله چې بل ځل نوی کار پیلوئ، تمه مه لرئ، چې له هماغه پیله پکې ښه واوسئ، بلکې تمه ولرئ، چې لومړی به یې په سمه توګه ترسره نه شئ کړای او د ترسره کولو په تکرار سره به پکې ښه شئ او بالاخره به یې په سمه توګه ترسره کړئ.  
 
۲ ـــ مثبت فکر کول
ډېری کسان، چې په خپل ځان باندې اعتماد نه لري، پر ناسمو څیزونو باندې تمرکز کوي. پر ځان باندې باور لرونکي کسان، چې کله مسایل د دوی په خوښه مخته نه ځي، نیم ډک ګیلاس ته ګوري، کله چې هغوی تېروتنه کوي، نو هغې تېروتنې ته د ماتې په سترګه نه ګوري، بلکې هغې ته د هغه درس په سترګه ګوري، چې کولای شي یو څه ترې زده کړي. داسې تصور وکړئ، چې څومره کسان د یوې کوچنۍ تېروتنې له امله تسلیم شوي او له خپل ځان څخه یې د بریا فرصت اخیستی دی. اوس تصور وکړئ، چې څومره کسانو هغې تېروتنې ته د نیم تش ګیلاس د کتلو پرځای، د خپل ځان د پیاوړتیا لپاره د یوه فرصت په توګه کتلي دي او بریا ته رسېدلي دي. یوه تېروتنه د خپل ځان د ارزونې لپاره یو ښه فرصت دی. آیا د یوې بوختیا پرمهال مو ډېرې خبرې کړي دي او دا چاره ستاسو په زیان تمامه شوې ده؟ له دې امله بل ځل پوهېږئ، چې د خبرو کولو پرځای ډېر غوږ ونیسئ.
 
۳ ـــ هڅه او پشتکار
پر ځان باندې باور لرونکي کسان، پر ټینګار سره بېره، ښې پایلې هم ترلاسه کوي، هغوی له ښو پایلو ډک تېر لري او دا ښې پایلې یوازې په هڅې او پشتکار سره ترلاسه کېدای شي. هڅه او پشتکار په دوامداره او اغېزمنه توګه د فعال اوسېدلو په مانا دی؛ هڅه او پشتکار د مهمو دندو د ترسره کولو په مانا دی؛ هڅه او پشتکار تل د ښو پایلو د ترلاسه کولو په مانا دی. د بېلګې په توګه: کله چې یو څوک له ما څخه د مقاله لیکلو د ډول په اړه پوښتنه کوي په ډاډ سره کولای شم، هغه ته ووایم، چې ما له دېرشو څخه زیاتې مقالې لیکلي دي او ډېری یې په بېلابېلو وېب سایټونو کې خپرې شوې دي. ما وکولای شول، چې دا کار په هڅې او پشتکار سره ترسره کړم. حتا که د مقاله لیکلو پرمهال په نفس باندې اعتماد ونه لرم، کولای شم د هغو نورو مقالو په اړه چې لیکلې مې دي، د بریا په اړه یې فکر وکړم او دا کار ماته د ویاړ او سر لوړی احساس راکوي او په دې صورت کې پر ځان باندې باور مې پیاوړی کېږي. موږ په هڅې، پشتکار او د ښو پایلو په ترلاسه کولو سره، کولای شو په دوامداره توګه پر خپل ځان باندې باور او اعتماد زیات کړو.  
 
۴ ـــ ملګري او دوستان
د ملګرو او دوستانو ارزښت دومره زیات دی، چې په اړه یې ډېر زیات متلونه شتون لري، موږ د وخت په تېرېدو سره هغو کسانو ته ورته کېږو، چې له هغوی سره دوستي او ملګرتیا کوو. دمګړۍ فکر کوئ، که پر ځان باندې باور لرونکو کسانو سره ملګرتیا وکړئ، نو څه کېږي؟
 
که تل د هغو کسانو شاوخوا ته واوسئ، چې په پر ځان باندې ډېر زیات باور لري، نو په ډاډ سره ویلی شم، چې د ستاسو به هم په نفس باندې اعتماد زیات شي.
 
پر ځان باندې د باور د ډېرښت لپاره، دغه راز کولای شئ، له هغو کسانو سره دوستي او ملګرتیا وکړئ، چې هغه کار ترسره کوي، چې تاسو یې د ترسره کولو په هڅه کې یاست. د هغو کسانو ترڅنګ اوسېدل، چې دمګړۍ هغه کار ترسره کوي، چې په راتلونکې کې د ترسره کولو هوډ یې لرئ، تاسو ته اجازه درکوي، چې له خپلې موخې او خوبونو سره لا ډېر آشنا شئ، له دې افرادو څخه درس واخلئ، هرڅومره، چې ترې ډېره زده کړه وکړئ، تر ډېره په دې باندې پوهېږئ، چې خپلې موخې ته رسېدل مو شوني دي او که نه. حتا کولای شئ هغه څیزونه چې وینئ، تقلید یې کړئ.
 
له دې امله هغه کسان، چې ورسره دوستي او ملګرتیا کوئ، په دقیقه توګه یې وټاکئ، ځکه دا ټاکنه کولای شي، په راتلونکې بریا باندې مو ډېره زیاته اغېزه ولري.
 
۵ ـــ له خپل ځان سره خبرې اترې
دا مورد یو له مهمو مواردو څخه دی. که غواړئ په نفس باندې اعتماد مو زیات کړئ، نو غوره تګلاره یې له خپل ځان سره د خبرو اترو ورځنی تمرین دی، له خپل ځان سره د خبرو اترو دا ورځنی تمرین په مثبته توګه ترسره کېږي. دا خبرې اترې تاسو ته د یوه کار د ترسره کولو لپاره، په نفس باندې کافي اعتماد درکوي. بسنه کوي، چې په دوامداره توګه خپل ځان ته ووایئ، چې کولای شئ هغه کار په ښه او سمه توګه پای ته ورسوئ. ښایي تاسو باور ونه لرئ، چې کولای شئ، ډېر مهم یا خارق العاده کار ترسره کړئ، خو که په دوامداره توګه هره ورځ خپل ځان ته ووایئ، چې زه کولای شم، نو په ډاډ سره ویلی شم چې باور به پرې وکړئ. د انسان باور د اورېدلو او بیانولو له لارې پیاوړی کېږي.
 
پایله اخیستنه
په نفس باندې د اعتماد جوړول، کوم ستونزمن کار نه دی، ډېری داسې کسان وو، چې خپل ژوند یې د یوه شرمېدونکي او ډارن فرد په توګه پیل کړ او دا فکر نه یې کاوه، چې په ژوند کې به کوم ارزښتمن څیز ترلاسه کړي، خو په پرله پسې تمرینونو سره یې وکولای شول، په هغه شخص باندې بدل شي، چې حتا فکر یې هم نه کاوه.
 
هېڅکله د پیل لپاره ناوخته نه ده. یاد شوي تمرینونه ترسره کړئ او خپل ژوند ته د تل لپاره بدلون ورکړئ.