‏د هېواد د سمسورتیا او د پاک چاپېریال لپاره نیالګي کښينوئ!

‏د افغانستان هره میوه د سیمې او نړۍ په کچه بې سارې او خوندوره ده او د نورو په پرتله په بهر کې د افغانستان وچه او لمده میوه ډیر ښه بازار او پیریدونکي لري. راځئ، چې د نورو نیالګیو تر څنګ میوه لرونکي نیالګي هم وکرو.

د نیالګیو کښېنولو وخت دئ یو نیالګی د ځان او بل د ګران، افغانستان ښیرازۍ او سمسورتیا لپاره کینوي. راځئ سرله اوسه ددې تکل وکړو ، چې دخپل هیواد افغانستان، دسمسورتیاپه پار به نيالګي کښینوو اودې سپیڅلی هوډ ته به دهیواد په رغونه او ښيرازۍ کې دیوه خورا مهم عنصر اوبنسټ په آند رشد او وده ورکوو.

‏ودان او سمسور افغانستان هغه څه دی چې د رامنځته کیدو هیله یې د ټولو افغانانو مشترک غږ دی. د پسرلي په رارسیدو سره د هیواد په سمسورتیا او آبادي کې خپل مسؤولیت ادأ کړئ، نیالګي کښینوئ او په سمه توګه یې پالنه وکړئ.

‏له حضرت انس رضي الله عنه څخه روايت دی چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: کوم يو مسلمان چې يو نيالګی کښينوي نو که څوک خوراک ترې وکړي هغه هم د ده لپاره صدقه ده، که غلا ترې وشي هغه هم د ده لپاره صدقه ده او که څوک ترې څه شی کم کړي هغه هم د ده لپاره صدقه ده. 
(رواه مسلم.)

هر هېوادوال مکلف دي چې د چاپېریال په ساتنه کې له هیڅ ډول هڅو ځانونه سپموي. زموږ هر هېوادوال باید پردې پوه شي ، چې هره ورځ دچاپیریال ساتنې ورځ ده او موږ باید د خپل ژوند چاپېریال خپله دځان دګټې لپاره جوړ کړو ترڅو دناروغیو, مرګونو او له دې بابته دنورو رامېنځته شو بدمرغیو مخه ونیسو.

رسنیو او خلکو ته په کار ده چې یواځې په یادولو او تشریفاتي او سمبولیک کارونو کار نه سمیږي باید چې د چاپیریال دساتنې په اړوند ټول اړخونه رغنده کړنې ترسره کړي، که نه په هیواداو په تیره په ښارونو کې دتخنیکي او ترانسپورتي وسایلو او نفوسو په زياتيدو سره به خدای مکړه له ډیرو ناخوالو سره مخامخ شو.
(د یو زرغون افغانستان په هیله)