اروپا کې د تيلو بحران؛ که روسيه  تيل پرې بند کړي؛ يو بېرل تيل به ۳۰۰ ډالرو ته پورته شي 

اوکراين کې د روسيې او لوېديځې نړۍ اقتصادي ټکر سبب شوی دی، چې دغه هېوادونو کې د تيلو، ګاز  او سون نورو توکو بيې ډېرې  پورته شي. له ۲۰۰۸ز کال را وروسته د لومړي ځل لپاره اروپا کې د يو بیرل تيلو بيه تر ۱۴۰  امريکايي  ډالر ورسېده چې بې سارې پورته کېدنه وه. له  دې وړاندې د يو بیرل تيلو بيه  شااوخوا ۸۰  امريکايي ډالر وه. 
(د مايعاتو پر حساب يو بیرل ۴۲ ګیلن کېږی او  بيا يو ګیلن نېږدې ۴.۵  لېټره کيږي. يو بيرل  شااوخوا دوه سوه  لېټر کېږي.)

د ټولو اروپايي هېوادونو د ګاز او  تيلو ۴۰ سلنه واردات له روسيې دي او که  چېرې روسيه په بشپړ ډول پر اروپايي هېوادونو د تيلو او ګاز صادرات بند کړي، نو دغه  هېوادونو کې به د تيلو او ګاز بيې ۵۰ سلنه پورته او همدا ډول به تر ۵۰ سلنه  د تيلو ګاز کمښت رامنځته شي. 

امريکا او لوېديځې نړۍ په ټول زور سره پر روسيې اقتصادي بنديزيونه ولګول. دوی هڅه کوله چې روسيه په دې بنديزونو سره داسې وځپي چې د اوکراين له بريد يې پر شا کړي. امريکا او لوېديځې نړۍ روسيه کې خپل ډېر سوداګريز فعاليتونه محدود کړل، مهم برنډونه لکه کې اف سي  او نور يې  وتړل؛ مايکروسافټ، اونکېس، آپل او نورو په کې کار بند کړی؛ د روسيې پر بانکونو او نورو سترو شرکتونو  بنديزونه ولګېدل او دې سره امريکا او اروپا هڅه کوي، چې روسيه تر ډېر ژور فشار لاندې راولي ترڅو د اوکراين پر وړاندې جګړه يې پېښمانه او پرشا تګ ته اړ کړي. 

له دغه بنديزونو وراېخوا، اروپا او امريکا روسيې  سره د متقابلې راکړې - ورکړې اړيکې هم پرې کړې؛ امريکا او اروپايي هېواودنو ته يې د روسيې پر صادراتو بنديزونه ولګول. دې لړ کې امريکا او اروپا د روسيې له خوا دوی ته لېږونکی ګاز او تيل هم محدود کړل. د امريکا او اروپا دغه اقدام اوس په خپله اروپايي هېوادونو ته سرخوږی پيدا کړی دی. اروپا کې په بې سارې ډول سره د تيلو بيې پورته او لوړې شوې. دغه بحران د امريکا ولسمشر جوبايډن اړ کړ چې عربي هېوادونو سره؛ د تيلو ستر توليدکوونکي او د اوپېک غړي دي، اړيکه ونېسي، خو هغوی يې اړيکې ته ځواب ورنه کړ. ورپسې د انګلستان لومړي وزير بورېس جانس سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو ته سفر وکړ ترڅو دغه دوه هېوادونه د تيلو توليد زيات او نړيوال مارکېټ کې د تيلو بيو د لوړېدو مخه ونېسي، خو بيا هم عربي هېوادونو منفي ځواب ورکړ او هوکړې ته سره ونه رسېدل. 

د روسيې د لومړي وزير مرستيال اروپايي هېوادونو ته ويلي دي چې که چېرې دغه هېوادونه غواړي چې له روسيې د ګاز او تيلو واردات بند کړي، نو روسيه ورته تيار لري او دغه هېوادونو ته به د تيلو او ګاز لېږد بند کړي. مرستيال لومړي وزير ويلي دي، چې که چېرې روسيه پر اروپا تيل او ګاز بشپړ بند کړي، نو اروپايي هېوادونه به د سون توکو بحران سره مخ او کالونه وخت به ترې ونېسي، چې دوی د روسيې بديل پيدا کړي. 

روسي چارواکو همدا ډول خبرداری ورکړی دی، چې که چېرې روسيه په بشپړ ډول پر اروپايي هېوادونو د تيلو او ګاز صادرات بند کړي، نو ژر به دغه وچه کې د يو بېرل تيلو بيه درې سوه ډالرو ته ورسيږي، چې نېږدې يو لتر تيل به دوه امريکايي ډالر کېږي.