ملت جوړونه؛ يو - افغان ملت څنګه جوړ کړو؟ دويمه برخه

د ملت جوړونې اصطلاح ډېر وخت د دولت جوړونې/state-building، ډیموکراسۍ/democratization، عصري کولو/modernization، سیاسي پراختیا/political development، د جګړې وروسته بیارغونه/post-conflict reconstruction، او  سولې جوړونې/ peacebuilding اصطلاحاتو سره متردافه او يو ډول کارول کېږي، خو د ملت جوړونې او پورته نورو بهيرونو ترمنځ توپير شتون لري. دغه اصطلاحات سره تړلي بهيرونه  او پروسې دي، خو يو او متردافې پروسې نه بلل کېږي. د ملت جوړونې مفکوره په ځانګړې توګه د دویمې نړیوالې جګړې څخه یوه لسیزه وروسته د سياست پوهانو په منځ کې دود او عملي بڼې يې خپلې کړې. 

د دولت جوړونې/ state-building او ملت جوړنې/nation-building ترمنځ توپير 
شتوند لري او د ملت جوړونې او د دولت جوړونې  ترمنځ یو څه ګډوډي او ګنګستيا هم  شته ده. دواړه په سیاسي علومو کې خورا تنګ او متفاوت تعریفونه لري، له ملت جوړونې موخه ملي هویت، ملي ګتو او ملي ارزښتونو باندې راټولېدنه ده؛ دولت جوړونه بيا دې ته وايي، چې زیربناوې او د دولت بنسټونو پراخه او غښتلې کېږي. دواړو کې ستونزه دا ده، چې د نړۍ ستر هېوادونه په کوچنيو او کمزورو هېوادونو کې د ملت جوړونې او دولت جوړنې وايي، چې په اصل کې دا د يو کمزوري هېواد اشغال او د ستر هېواد په ګټې سياست بلل کېږي. دا هم شونې ده، چې ملت جوړونه او دولت جوړونه د يو وروسته پاتې هېواد داخلي بهير اوسي او له دننه ورغول شي؛ وخت نېونکی خو ډاډمن بهير دی. 

پر ملت جوړونې يا Nation Building د ښې پوهېدنې لپاره د نړۍ په څو هېوادونو کې د ملت جوړونې بهير څېړو؛ دې سره به پر دې پوه شو، چې ملت جوړونه څنګه کېږي؟ د ملت جوړونې بريالۍ او پاتې/ناکامې بېلګې کومې دي، څه ډول ځيني ملتونه بريالي شوي چې ملت جوړونه بشپړه او ځيني بيا نه دي بريالي شوي چې د ملت جوړونې بهير بشپړ کړي. همدا ډول، دې ليکنه کې د ملت جوړونې او دولت جوړونې ترمنځ تړاو او توپيرونه په ګوته کېږي. 

افغانستان ته د شوروي ځواکونو په راتګ سره د شوريانو موخه دا وه، چې افغانستان کې د دولت جوړنې پر ځای ملت جوړونه رامنځ ته کړي. د وخت روسيې دا هڅې درلودې چې د شوروي ماډل اړوند افغان ملت جوړ کړي، خو داسې ملت هم د افغانانو له کلتوري او ديني ارزښتونو او هم د امريکا له لېبرال نظام سره ټکر کې وو، چې له امله يې د شورويانو پر وړاندې جګړه پيل او له بهره د ملت جوړونې بهير ناکام شو. 

له  شوروي وروسته بيا امریکا ۲۰۲۱ز کال کې په افغانستان کې د ملت جوړونې ادعا وکړه او دې برخه کې يې مېلياردونه ډالر هم خرڅ کړل. دا چې د امريکا موخه په رېښتنې مانا افغانستان کې ملت جوړونه نه، بلکې نور اقتصادي او سياسي موخې وې، نو بيا هم پايله کې افغانستان کې ملت جوړونه ونه شوه. 

که چېرې افغانستان کې ملت جوړونه له دننه پيل شي، نو بيا هم ژورې  ستونزې يې پر وړاندې شته دي، چې د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله به افغانستان کې ملت جوړونه چالشي کړي. د زده کړو ټيټه کچه او د افغانستان ګڼيز قومي او ژبني جوړښتونه سببيږي، چې ملت جوړونه له خنډونو سره مخ کړي. په تېرو پنځو لسيزو کې افغانستان کې د څلورو سترو قومونو ترمنځ اختلافونه ژور شوي او له امله يې د ملت جوړوني بهيرونه ټکني شوي دي. د محمد ظاهر شاه د پاچاهۍ د وروستۍ لسيزې په وروستيو کالونو کې، د داود خان په جمهوريت کې، د غوايي کودتا په منځ ته راتګ سره څلورو حکومتونو کې، د مجاهدينو حکومت کې، بيا د طالبانو لومړي امارت، ورپسې شل کاله د ديموکراسۍ او جمهوريت په دورو کې او وروستی ځل اوس د طالبانو اسلامي امارت په بيا ځلي راتګ سره؛ د افغانستان د سترو قومونو ترمنځ شکاف سبب شوی دی، چې ملت جوړونه خڼدونو سره مخ کړي. 

نور بيا ...