ملت جوړونه؛ يو - افغان ملت څنګه جوړ کړو؟ لومړۍ برخه

ملت جوړونه یو معیاري مفهوم دی؛ ښايي د مختلفو خلکو لپاره مختلفې ماناوې لري. په اصل کې  له ملت  جوړونې  موخه هغه پروګرامونه دي، چې په کې غیر فعال یا بې ثباته یا "ناکام دولتونه" پراختیا مومي، مدني ټولنې په کې رامنځته کېږي او د شخړو د حل میکانیزمونه شتون پيدا کوي. دې پروګرامونه  سره د يو ملت ثبات رامنځته کېږي. د ملت جوړونې برخه کې مختلفې تيورۍ او طرحې شتون لري. د ملت جوړونې برخه کې يو منل شوی اصل دا دی، چې ملت جوړونه پاڅوني/انقلابي  او د ګړندي تغير بهير نه دی؛ ملت جوړونه يو تدريجي او قدم په قدم پروسه ده. ملت جوړونه د کودتاوو په څېر نه کېږي؛ وخت نېونکې ده او تګ يې سست او ارام دی. ملت جوړونه د سياسي بهير پر ځای يو ټولنيز بهير دی. 

امريکايی ټولنپوه سیمور مارتین لیپسیټ د امريکا متحد ايالت د نوي ملت جوړونې برخه کې لومړنۍ بېلګه يادوي. له ۱۸۸۵ز کال وړاندې د امريکا متحد ايالت ۱۳ بېلا بيلې مستعمرې وې. د امريکا له متحدو ايالتو يې سل کاله ونېول، چې د تور او سپين، شمال او سويل، ختيځ او لوېدېځ سره يو او يو امريکايی ملت  جوړ کړي.  د ملت جوړونې برخه کې د امريکا مسله يوه ستونزمنه مسله وه؛ دغه ۱۳ مستعمرو شريکه ژبه، شريک نژاد، ګډ کلتور، ګډ نژاد او قوميت نه درلود. د ملت جوړنې برخه کې دا اړينه ده، چې يو ملت جوړونه نور ملتونه له منځه وړی شي؛ دې برخه کې د ملتونو په پرتله تر  ډېره اصلي قومونه له منځه ځي. که بيا د امريکا متحدو ايالتو بېلګه راواخلو، نو د امريکا  متحدو ايالتو په جوړېدو سره هلته ځيني قومونه  له منځه لاړل او يو امريکايی ملت رامنځته شو. 

ځيني ملت جوړونه داسې تعريفوي، "د جګړې وروسته يا د جګړې په جريان کې د وسلو ځواکونو څخه کار اخېستنه په دې پار چې يو ملت د ديموکراسي پر لور لاړ شي، ملت جوړونه ورته وايي." پر دغه تعريف نيوکې موجودې دي، او يو امريکايی تعريف ورته وايي. ددغه تعريف اړوند ځينې عملي بېلګې هم شتون لري- لکه جرمني، جاپان، سومالیا، هایتي، بوسنیا، کوسوو او افغانستان کې د ملت جوړونې په نوم او موخه د امريکا پوځي مداخله  او لاس وهنې. دغه تعريف دا ډول ارزول کېږي، چې د ملت جوړونې په نوم د امريکا پوځې لاس وهنې دي او پايله يې هم نه ده ورکړې. ډېرو هېوادونو کې د امريکا دا ډول د ملت جوړونې پروژې، د ملت جوړونې پر ځای ملت وېشنه او ملت کمزورتيا رامنځته کړې ده. دا تعريف د ملت جوړونې هغه دوه اصلونو سره هم ټکر کې دی، چې ملت جوړونه يو ټولنيزه او غير سياسي پروسه او تدريجي عمل  دی. 

د ملت پېژند (تعريف)
د ملت جوړونې مفکورې د ښې پوهیدنې لپاره اړينه ده، چې د ملت له تعريف او پېژندنې سره هم اشنا شو. په تېر کې ملت د وګړو هغه ټولګې ته ويل شوی، چې ګد تاريخ، دودونه، کلتور، ځيني وخت ګډ مذهب او په ځانګړي ډول شريکه ژبه ولري. د ملت لومړنیو مفکورو ملت، د خلکو د یوې ډلې یا نسل په توګه تعریف کړی چې تاریخ، دودونه، کلتور، ځینې وختونه مذهب، او معمولاً ژبه يې سره شریکه وي. که انګلستان د بېلګې په ډول پام کې ونېسو نو يو هېواد دی، خو انګلیسي، آیرلینډ، سکاټلینډ او ویلش په کې څلور ملتونه دي. 

نن ورځ د ملت کلمه اکثراً د دولت سره په مترادف ډول کارول کیږي خو  یو دولت په سمه توګه هغه دولتي وسیله ده چې د هغې په واسطه یو ملت خپله اداره کوي. میکس ویبر د دولت  تعریف داسې کړی:

"نن ورځ، موږ باید ووایو چې یو دولت یوه بشري ټولنه ده چې (په بریالیتوب سره) په یوه ټاکل شوې خاوره کې د فزیکي ځواک د مشروع استعمال انحصار  لرلی شي. په یاد ولرئ چې خاوره د دولت  له ځانګړتیاوو څخه ده. په ځانګړې توګه، په اوسني وخت کې، د فزیکي ځواک کارولو حق نورو بنسټونو یا اشخاصو ته یوازې تر هغه حد پورې چې دولت یې اجازه ورکوي، محدود  دی."