نبض څه دی؟ روغتيا سره څه تړاو لري او څنګه مالوميږي؟ 

ښايي تاسې به هم د نبض کلمه ډېره اورېدلې وي؛ ورته اصطلاحات يې؛ نبض پورته شوی دی، د نبض فشار لوړ شوی دی، نبض يې مالوم کړئ او نور دي. نبض ته انګلېسي کې pulse وايي. انګلېسي کې pulse ته heartbeat هم وايي، يانې د زړه ضربان. له نبض/ pulse  موخه د انسان د وينې په رګونو کې په ضربان سره د وينې تګ دی او هغه رګونو کې دغه ضربان يا نبض مالوميږي، چې پوستکي ته نېږدې وي تبض په شريانونو کې مالوميږي. په عام ډول مړوند، اورميږ او د لاس غټه ګوته کې د يو کس نبض ښه او اغېزمن مالوميږي. په منځني ډول او نارمل حالت کې د يو کس نبض يوې دقيقې کې له سل ځلې کم ضربان کوي، خو د اندېښېنې، ورزش، فزيکي کار او ستړيا پر مهال دا ضربان سلو ته رسیږي او له هغې پورته کېدنه يې غير روغتيايي وضعيت دي. په ساده ژبه نبض داسې تعريفيږي، "هره هغه ضربه چې د زړه د هر پمپ سره مینځ ته راځې، د نبض په نوم یادیږی. د ضربو  (ټکانونو) تعداد په یوه دقیقه کی د زړه د نبض سرعت ښکاره کوی."

څنګه د يو کس نبض مالوم کړو؟ 
د لاس دوه ګوتې يانې  د شهادت ګوته او منځنۍ ګوته مړوند او اورميږ کې پر هغه شريان اېښودل کيږي چې پوستکي ته نېږدې دي او دې سره پر شريان کې د وينې ضربان مالوميږي. اړوند متخصص ډاکټر په شريان کې د وينې ضربان مالوموي او دې سره ورته پته لګي چې د زړه ضربان عادي حالت کې دی او که ډېر لوړ دی. 

د نبض فشار: 
د نبض فشار د وينې په لوړ او ټيټ قشار پورې تړاو لري. هر کله چې تاسې ناروغ ياست نو ستاسې اړوند ډاکټر اړ دی چې د وينې او او نبض فشار مالوم کړي او دې سره اړوند مالومات ځان سره واخلي. 

د نبض له لارې د وينې فشار او د زړه ضربان مالومول له ډېرو پخوا زمانو دود لري. هغه مهال چې د طب او روغتيا په برخه کې پرمختللې ټېکنالوژي منځته نه وه راغلې، نو د ښه روغتيايي وضعيت لپاره به د انسان د زړه ضربان د لاسونو د ګوتو  په وسيله د نبض په ډول مالومېدو. 

د  يونان او مصر خلک دې برخه کې مخکښ وو او ډېر دقيق به يې دا په ګوته کوله چې د يو کس د زړه ضربان په کومې کچې کې دی. اوس وخت پرمختللې ټېکنالوژۍ شتتون کې هم ډاکټران د ناروغ نبض ګوري او دې سره د وينې د فشار اندازه ورته مالوميږي.