د ماشومتوب ژوند ځکه له مانا، عجایبو او خوږو ډک وي چې هر ماشوم د یوه جهان اسطورو، باورنو او نکلونو په متن کې لکه د بې بریده زرغون بڼ په منځ کې پتنګ داسې اوسیږي، الوزې او لوبیږي.
موږ چې ماشومان وو نو له مشرانو به مو بیا بیا غوښتل چې نکلونه راته وکړي؛ کیسي او افسانې راته ووایي. ښه مې یادیږي چې یو نکل به مو تر لسو ځلو زیات اورېدلی و، خو یوولسم ځل به بیا هم په پوره اشتیاق، لیوالتیا او پراخو سترګو غلي غلي ورته ناست وو او د دومره تکرار باوجود به مو هم نوي تصویرونه، نوي سوالونه، نوي کیفیتونه او نوي خوندونه پکې لیدل او څکل.
جهان هلته فاسدیږي چې په دروغو او ریښتیا بیل شي. په ماشومتوب کې مهمه دا نه وه چې څه شی دروغ څه شی ریښتیا، یوازینی ارزښت موجودیت و.
په دې هم پوهېدو چې نکلونه ریښتیا نه وي، دروغ وي، خو بیا به مو په شور و شعف غوږ ورته نیوه؛ په څه شوق به مو اورېده. دروغ او ریښتیا اړین نه وو، اړین یوازې تصور، شتون او موجودیت و.
انسان ذاتاً هلته ځان خوښ احساسوي چې په مبهمه ګڼه ګوڼه او مرموزه دنیا کې وڼډه ولري. زمونږ ماشومتوب ځکه خوږ و چې د دیوانو، پیریانو، شیشکو، او ارماني او ایډیال انسانانو نه په ډک جهان کې دیره وو.
د مرموزو پدیدو راسپړل د هغوی خوند سولوي. انسان چې رالویږي د راسپړلو حرص یې زیاتیږي؛ هر شی راسپړي. د ټولو خوږو خوند توږي او هر شی چې راتوږي راتوږي او تر تله یې رسیږي نو پوهیږي چې هغه اسرار او مرموز جهان چې له سپړلو مخکې پرې معتقد و او پکې لیده یې اصلاً دلته نشته.
نو همدا ده چې پدیدې وروسته تر راسپړلو اکثراً پوچې او اسطوره یي ثابتیږي او هغه کشش له لاسه ورکوي چې پخوا یې درلود.
"اسطورهزدایي" د فارسي یوه خاصه کلمه ده چې د همدې لپاره کاریږي. که تحت الفظي یې مانا کړو شاید "نکل توږنه" ښه ورته راشي.
یانې همدا چې رالویږو، نکلي او اسطوري دنیا ورو ورو رانه اخیستل کیږي او د تریخو، کوچنيو او پوچو، پوچو واقعیتونو په لیدو سره خپل اسطوره خاصیت له لاسه ورکوو چې پایله کې یې له رمزیت او معنویت څخه لکه د اوبو ګیلاس داسې خالي کیږو.
په محلي ادبیاتو کې چې کله یو څوک لږ رالوی شي او عقل یې رشد وکړي نو "په ښو او بدو پوه" کس یې بولي.
یعنې زمونږ په ژوند کې بعضاً داسې مرحله راځي چې په ښو او بدو پوهیدل زده کوو؛ د ماشومتوب پر نکلونو مو باور ختمیږي او دا مو هیریږي چې یو وخت په دیوانو او شیشکو دومره باوري وو چې د هغوی له ویرې به د شپې له کوره د باندې نشوو راوتلای.
د مولانا رومي د یوه مشهور شعر محتوا داسې وایي: له دې هر څه لرې او ایخوا یو جهان دی، چیرته چې "ښه او بد" نشته، زه به هلته درسره وګورم.
د مولانا دا جهان د ماشومتوب د جهان یوه ژباړل شوې بڼه ده. هغه جهان دوهم شکل دی، دوهم تصویر یې دی. په ماشومتوب کې د خوشبختۍ یو لامل د دروغو او ریښتیا تر منځ د توپیر نه کولو او نه توانیدلو ځانګړنه ده.
په ماشومتوب کې به یوه نکل کې ماشوم دومره ډوبیږي چې ټوله هوش او عقل یې ورسره بوخت وي.
کله چې انسان دنیا ته د دروغو او ریښتیا له عینکو وګوري، نور هر څه تور او سپین مالومیږي. رنګونه او کیفیونه له منځه ځي.
دروغ او ریښتیا خپله هغه ښه او بد زیږوي چې مولانا ترې بیزار دی. د تصوف په مزل کې سر منزل هغه دی چې انسان حقِ مطلق ته ځان وسپاري. که ښه وي او که بد ټول له یوې مرجع بولې او په همدې سره دومره روڼیږي، دومره تصفیه او پاکیږي، دومره معصوم او بې ښو او بدو کیږي چې د عادي ژوند په هیاهوی کې ورکو انسانانو ته ماشوم او لیونی په نظر ورځي. لکه ماشومانه مولانا.
وروستي