ملګري ملتونه ولې او کله فلج کیږي

 ملګرو ملتونو د شتون فلسفه که څه هم د دې ادعا پر محور ولاړه ده چې په نړۍ کې د امن او سولې فضا حاکمه او د نړیوالو حقوقو، پرنسیپونو او نورمونو په رڼا کې د یرغلګرو عناصرو مخه ونیسي او همدارنګه د تجاوز له لاري د حکومتونو تبدیلیدل پای ته ورسوي، خو داسې ښکاري چې دا ارمانونه په سیاسي لحاظ یوازط پر کمزورو هیوادونو باندې تطبیقیږي.

د ملګرو ملتونه یوه دروني خلاء دا ده چې خپلو دایمو غړو ته یې د ویټو په نوم امتیاز ورکړی. د امنیت شورا دایمي غړي د دغه امتیاز پر مټ کولای شي د هر ډول اعلامیې د صادرېدو مخه ونیسي. حتی د اقدام د مخې د نیولو لپاره د یوه دایمي غړي ویټو کافي ده. مثلاً اوس چې روسیه غواړي پر اوکراین یرغل وکړي، نو ملګري ملتونه یې پر وړاندې ځکه اقدام نشي کولای چې د روسیې پر ضد هره اعلامیه په امنیت شورا کې د روسیې د نماینده لخوا ویټو کیږي او کله چې ویټو شوه، نو الزامیت یا اجرایوي الزام نشي رامنځ ته کولای. 

همدا ځانګړنه د ملګرو ملتونو خپلواکي خنثی کوي او له دایمي غړو څخه د جدا وجود په توګه د یوه نړیوال لوبغاړي په حیث د عمل ځواک ترې اخلي.

که څه هم ملګري ملتونه تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته د دا ډول جګړو د مخنیوي لپاره رامنځ ته شوی، خو تر دې دمه د ځینو لاس ته راوړنو سربیره هم د خپل مرام په سم تطبیق نه دی توانیدلي. هر کله چې کومه شخړه یا د نړیوال ځواک چې په امنیت شورا کې دایمي غړیتوب لري، لخوا پیل شي او یا یې د کوم ملګري هیوا لخوا پیل شي، نو د متجاوز قدرت د مخنیوي او مهار لپاره له ویټو امتیاز څخه ناوړه ګټه د ملګرو ملتونو اصالت تر سوال لاندې راولي او د زورورې طبقې یوې داسې لاسي آلې ته یې ورته کوي چې یوازې غریب او د کوم دایمي هیواد ملاتړ نه لرونکو هیوادنو د ځپلو او مهارولو لپاره رامنځ ته شوی وی.

له بل لوري، ملګري ملتونه(United Nations) د ملتونو د ټولنې(League of Nations) یوه دویمه نسخه ده او وروسته له هغې چې د ملتونو ټولنه له لومړی نړیوالې جګړې وروسته رامنځ ته خو د دویمې نړیوالې جګړې مخه یې ونشوه نیولای، نو همدا وه چې فاتح ځواکونو پر نړیوال سیاست د هژمونیک سیوري د غوړولو او د یوه ممتازې طبقې په حیث د نړۍ د رهبرۍ د ترلاسه کول کولو لپاره د همدې ناکامې تجربې یوه بله نمونه د ملګرو ملتونو په نوم رامنځ کړه.

د ملګرو ملتونو ذاتي تضاد او عیب دا راته وایي چې هر کله د امنیت شورا د دایمي غړو تر منځ د یوې موضوع پر سر همغږي شتون ولري، نو ملګري ملتونه لکه د سالمو او جوړو سیستمونو او غړو لرونکی جسم غوندئ فعالیت کولای او خپل مرام ته رسېدلای شي، خو که چیرته د دغو دایمي غړو له منځه یو هم د نورو خلاف وي، نو دا دې ته ورته ده چې د سیستم یوه برخه یا د وجود یو غړی فعالیت نشي کولای، نو طبعاً د مطلوب هدف لاس ته راوړل ناشوني کیږي.