خلک ولې دروغ وایي؟    

آسانه ځواب دادی: د دې لپاره، چې آسانه دي. 
کابو ټول خلک دروغ وایي او ډېری یې په دې کار کې مهارت لري. شواهدو څرګنده کړې، چې ډېری خلک دروغ وینه په کوچنیوالي کې زده کوي. ماشومان کابو په درې کلنۍ کې، د دې لپاره، چې له کومې ستونزې سره مخ نه شي دروغ وایي، په پنځه کلنۍ کې، کله چې د ګواښ او وهلو او ډبلو موضوع را منځته کېږي، ماشومان ماهر دروغ ویونکي دي.
 
د مشهور امریکایي اروا پوه ګېل سالټز په وینا، په زړه پورې ټکی دادی چې، ماشومانو ته ورښودل کېږي، ترڅو د نورو د احساساتو د خوندیتوب او د هغوی د خوشاله کولو لپاره دروغ ووایي، میندې او پلرونه له ډېر کوچنیوالي خپل ماشوم ته ورزده کوي، چې دا ډول مصلحتي دروغ ووایي، د بېلګې په توګه: خپلې ترور ته ووایه، چې په دې جامو کې څومره ښکلې ښکارې. 

د یو بل فرد د خوندیتوب او خوشاله کولو لپاره دروغ ویل یو ډېر ستونزمن کار دی، د خپل ځان د خوندیتوب او دغه راز د خپلو تېروتنو او غلطیو د پټولو لپاره دروغ ویل طبیعي دي، خو له بل فرد څخه ساتنه لږ څه پېجلی کار دی او ډېرې تجربې ته اړتیا لري، خو کله چې خلک بلوغ ته رسېږي، نور نو دروغ وینه د هغوی د دویم طبیعت په بڼه رامنځته شوې ده. 

خلک د څه څیز په اړه دروغ وایي؟ 
په لویانو کې دروغ وینه ګواښ ته په نه پام سره، د لوړو موخو لپاره ترسره کېږي، که څه هم ډېری لویان په موټر چلونه کې د غلطۍ له امله د جریمه پاڼې د نه تر لاسه کولو لپاره دروغ وایي. د نوموتي اروا پوه رابرټ فېلډمن په باور، لویان غواړي د ځان په اړه د نورو د لید څرنګوالی او دغه راز د خپل ځان په اړه د خپل څرنګوالی کنټرول کړي. 

د فېلډمن په وینا، خلک دروغ وایي، ترڅو ښه او د خوښې وړ ښکاره شي او په يوه ټولنیز موقعیت کې نور تر خپلې اغېزې لاندې راولي، په حقیقت کې هغوی غواړي خپل شخصیت لوړ کړي، د فېلډمن په باور، خلک دا چې خپل شخصیت په خطر کې وویني، نو دروغ به ووایي، هغوی به د خپل موټر د ډول، هستوګنځای او د خپلې ګټې په اړه به دروغ ووایي. 

د هغې څېړنې پر بنسټ، چې د اروا پوهنې په نامه مجله کې خپره شوې ویل شوي، چې په سلو کې شپېته کسانو د یوې لس دقیقه ایزې مکالمې په ترڅ کې یو ځل دروغ ویلي دي. 

خلک په پرله پسې توګه ځان ته دروغ وایي، دا ډول دروغ یوازې په خدمت او له واقعیتونو څخه د تېښتې او د خپل ځان د دوکه کولو لپاره ویل کېږي. 

ځینې کسان د نورو په پرتله ډېر زیات دروغ وایي، په حقیقت کې ځینې کسان دومره دروغ وایي، چې د نورو باور له لاسه ورکوي او رښتیا خبرې یې هم دروغ ګڼل کېږي. 
د دروغ وینې نښې 

د دې لپاره سل سلنه تګلاره، چې پوه شو، کوم کس دروغ وایي، شتون نه لري، خو ځینې چلندون شته، چې باید ورته پام وشي: 
ـ د سترګو له اړیکې څخه ډډه کول، آیا فرد ښتکته یا شاوخوا ته ګوري؟ 
ـ په غږ کې بدلون، آیا فرد له معمولې کچې لوړې، ټیټې یا په چټکه توګه خبرې کوي؟ 
ـ بدني ژبه، آیا فرد هوساینه او آرامتیا نه لري او په خپل لاس سره خپله خوله او مخ پټوي؟ 
ـ له مخکینیو خبرو سره توپیر، آیا د فرد اوسنۍ خبرې له پخوانیو خبرو سره یې توپیر لري؟