زوکړه
اپلاتون له ميلاد ۴۲۴ کاله وړاندې په کلاسیک دوره کې د لرغوني يوناني په اوسني آتن ښار کې زږېدلی وو. د اپلاتون پلار او مور درې نور اولادونه هم لرل؛ يوه جينۍ او دوه نارينه بچيان وو. د اپلاتون وروڼو له ده سره په عملي کارونو او په ځانګړي ډول د جمهوريت کتاب ټولونه او ليکنه کې همکارۍ کړې او د اپلاتون په ځينو ليکنو کې يې نومونه ذکر شوي دي.
اپلاتون یو کلاسیک یونانی فیلسوف، ریاضی پوه، د سقراط شاګرد، د ارسطو استاد، د فلسفي ډیالوګونو لیکوال، او په اتن کې د اکاډمۍ بنسټ ایښودونکی و - کومه اکاډمي چې په لویدیځ نړۍ کې د لوړو زده کړو لومړنۍ موسسه شمېرل کېږي. د ځينو سرچينو د مالوماتو پر بنسټ، د نوموړي اصلي نوم ارسطو و، او "اپلاتون" هغه نوم و چې وروسته ته ده ته د لقب په ډول ورکړل شو. د اپلاتون نوم لغوي مانا پراخه او ستر دی.
د اپلاتون او سقراط اړيکې
نوموړی د سقراط شاګرد وو او له سقراط ډېر اغېزمن هم وو. سقراط توانېدلی وو، چې د اپلاتون په ډول ځوانان پر ځان راټول کړي او ډېالکټيکي بحثونه رامنځ ته کړي. د اپلاتون او سقراط اړيکې ژورې وي. د اپلاتون په ډېرۍ ليکنو کې د سقراط نوم او ذکر شوی او دا ترې څرګنديږي، چې پر اپلاتون د سقراط اغېز ډېر وو. که چېرې وغواړو چې د سقراط په اړه پوه شو، د هغې فکر او فلسفه درته مالومه شي او د ژوند په طرز يې وپوهېږي، نو تر ټولو غوره سرچينې دې اپلاتون ليکنې دي.
د اپلاتون اصلي نظريې
اپلاتون نېږدې په هرې برخې کې نظرونه وړاندې کړي دي، خو ډېرې برخې چې نوموړي ډېر کار په کې کړی دی، هغه اخلاق او عمومي فلسفه ده. اپلاتون عقلاني فکر درلود او بارو يې دا وو، چې خلک بايد فسلفه زده کړي ترڅو د ښه ژوند لارې - چارې په کې پيدا کړي. اپلاتون پر زده کړو ډېر تمرکز کولو او دې يې د ښه ژوند لار بلله.
سياسي برخه کې اپلاتون د يو هېواد د چارو لپاره د فیلسوف پاچا يا Philosopher King وړانديز کولو. داسې پاچا چې عالم وي، د عقل مينه وال وي او خلکو ته ژوند ښه کړي. اپلاتون د فيلسوف پاچا په اړه ويلي، فیلسوف پاچا د کښتۍ کپتان یا ډاکټر په څیر دی. هغه څوک چې ښه پوهیږي چې ناروغ څه ته اړتیا لري.
اپلاتون جمهوريت کتاب کې د فيلسوف پاچا په اړه ليکلي، "تر هغه چې فیلسوفان د پاچاهانو په توګه حکومت کوي یا هغه څوک چې اوس پاچاهان بلل کیږي او په ریښتینې او مناسبه توګه فلسفه کوي، یعني تر هغه چې سیاسي واک او فلسفه په بشپړه توګه سره یو ځای شي. که داسې ونه شي، نو ښارونه به د بدیو څخه آرام نه وي، زما په اند، د انسان نسل به ارام نه وي." د فیلسوفانو - پاچاهانو د ساتنې لپاره، اپلاتون دا هم ویلي چې دوی باید د قانون حاکمیت تابع وي چې د واکمنانو کړنې محدودوي.
د اپلاتون د ليکنې بڼې
اپلاتون مقالې او لیکچرونه نه دي لیکلي، مګر په غیر مستقیم ډول یې خپل فکر ليکلي او تر نن رسولي دي. دی لوستونکي هڅوي چې پوښتنې وکړي او د ځان لپاره فکر وکړي. د خپل ښوونکي سقراط په څیر، افلاطون خوښ و چې د مبلغ پر ځای د څارونکي رول ولوبوي. په فکر کې يې د پرمختګ او بدلون نښې هم شتون لري.
د اپلاتون مرګ
د اپلاتون د مړینې په اړه متضاد راپورونه شتون لري. ډېری يې دا په ګوته کوي چې اپلاتونن ۸۱ يا هم ۸۴ کاله عمر درلود. ځينې سرچينې دا ښيي، چې اپلاتون په هغه ورځ ومړ، په کومه چې زږېدلی وو.
وروستي