څو لسیزې جګړه، د کلشینکوف فرهنګ او د سولې هیر شوی ذهنیت

سوله په عموم کې یوه ډیر پراخ مقوله ده چې د سیاسي مفهوم تر څنګ کلتوری، اقتصادي، ټولنیز او معنوي مفهوم هم لیږدوي.

'' توبه هله له شرابو چې شراب درته پراته وي.'' غني خان دلته د ادبیاتو له عینکو د سولې مفهوم په ډیر شاعرانه شکل بیان کړی. کله چې شراب وي او یو څوک له شرابو پرهیز کوي، نو دا کس ذهني سوله لري. کله چې شراب نه وي او یو کس شرابو ته له لاس رسي محرومه شوی وي، نو شاید دا کس ذهني سوله ونلري، یوازې مادي او فزیکي سولې کې را ایسار وي. یانې که شراب په لاس ورشي، شاید صرفه پرې ونکړي.

د غني خان د ادبیاتو له کهکشانه که د سیاست خاکي بازار ته راشو، د سولې مفهوم بیا هم خپل دوه اړخیز خاصیت ساتي. یوه سوله د ټوپک د نشتون په مانا ده؛ د قانون په زور د خلکو مهار او د معاهدو په جبر د دوی محدود او له جنګه لرې ساتلو ته وایي. په سیاست کې دې ډول سولې ته منفي سوله وایي. یعنې یوازې د فزیکي جګړې غیاب.

سیاست کې ارماني او اصلي سوله مثبته سوله ده. یعنې داسې سوله چې ټوپک هم وي، د جګړې مخه نیونکی ځانګړی تړون هم نه وي او د کوم زورور ځواک د اجبار قوه هم نه وي، خو خلک ذهناً سوله یز او بیا هم جګړه ونکړي.

دا ډول سوله یو ډول ذهنیت دی. یو ټولنیز دود دی. دا ډول سوله یوه عقیده ده. کله چې سوله یو باور وي پکې او چاپیریال یې د سولې له رنګینو څپو ډک وي، نو په دا ډول ټولنو کې سوله په یوه فرهنګ بدلیږي. 

په جنګ کې ښکېلې ټولنې یوازې ودانۍ، سرکونه، ښوونځي او روغتونونه له لاسه نه ورکوي، بلکې تر ټولو اړین شی چې له لاسه ورکوي هغه سوله یز ذهنیت دی. یانې جګړه ورو ورو د '' قلم فرهنګ'' د ''کلشینکوف په فرهنګ'' په بدلوي او خلک ورو ورو د سولې او امن پرځای د جبر او جګړې له نوم، رنګ او کیفیت سره اشنا کیږي، او که جګړه له حده ډیره اوږده شي، امکان لري چې ټولنه د سولې په نوم او شتون شکي شي او د ژوند ټول بنسټونه، ارزښتونه او دودونه یې د جګړو څخه د اغیزمنېدو له امله د سولې ضد وګرځي. په داسې ټولنو کې هر څوک د ټوپک د میلې په زور غږیږي او د ستونزو د حل غوره لاره همدا ګڼي.

په افغانستان کې د څو څلویښت کاله متواترې جګړې له امله عامه ذهنیت تند او جنګ ځپلی شوی. که جمهوریت و که امارت، که ترافیک وي که د پوهنتون د دروازې دربان او یا بل څوک، ټول کلشینکوفي ذهنیت لري. غواړي هره رامخته شوې ستونزه د جبر او زور له لارې او جګړې ته د ورته تګلارې پر مټ حل کړي. له بل لوري، عام خلک هم چې لسیزو جګړو په بې مهاره او باغي مخلوقاتو بدل کړي، په ارام او سوله یز شکل هیڅ کار نشي کولای. په قطار کې ټیل او په ویش کې چور یې فرهنګ شوی. همدا ده چې سوله هم تر ډیره په منفي بڼه پیژني او په منفي بڼه یې منلو ته چمتو کیږي.

لنډا دا چې سوله په ریښتینې مانا یو ذهنیت دی؛ یو فکري عقیدتي سیټ دی چې له متمدنو نورمونو او ارزښتونو تشکیل شوی. له بده مرغه، که ټولو نه وي، زیاترو افغانانو د بې دمې اوږدو جګړو له امله د سولې مثبت رنګ او نوم هیر کړی او تر ډیره د جبر پر مټ ډیسپلین، سولې او امن ته غاړه ایږدي. که هم دا سبا په کابل کې شراب وویشل شي، نو د غني د سولې تعریف به ډیری خلک، حتی هغه کسان هم نقض کړي چې فعلاً د شرابو پر ضد تندې تندې بیانېې ورکوي او که د حکومت د دستګاه د جبر سیوری ترې لرې شي، نو حتی هغه کسان چې د هیواد په مینه ځان قربان، متمدن او معاصر ګڼي هم د چور او انارشۍ په نمایش کې  خپله وڼډه او سهمیه په پوره شور او جوش واخلي.