څېړنه: څلور نښې چې له تلويزوني معاينه پرته دا ښيي، چې د مور پر نس ماشوم هلک دی که جينۍ؟ 

د نرينه زوی او يا لور ورکړه د لوی خدای ج له خوا وي او په تېر کې به د ماشوم له پيدا کېدو وروسته کورنۍ د ماشوم پر جنسيت پوهېدله. د پرمختللې ټېکنالوژۍ په شتون کې اوس دا شونې شوې ده، چې له زېږون وړاندې دا په ګوته کړي، چې د مور پر نس ماشوم هلک دی او که جينۍ؟ د نړۍ په ډېری هېوادونو کې په کلتوري ډول دې ته ارزښت ورکول کيږي او کورنۍ ورته خوشاليږي، چې مور نرينه ماشوم راوړي. ځيني کورنۍ او ميندې داسې هم وي، چې د حمل پر مهال که ورته پته ولګي، چې ماشوم جينۍ ده، نو ضايع کوي يې. دا چاره د اسلام سپيڅلي دين کې ګناه او ناشکري ده. همدا ډول، ددغه پېښو د مخنېوي په پار، ډېرو هېوادونو کې داسې قوانين شتون لري، چې د حمل پر مهال د تلويزوني معاينې او نورو هغه معايناتو مخنېوي کوي، چې د نه پيدا شوي ماشوم جنسيت ترې څرګنديږي.

څه ډول مو چې وړاندې وويل، ماشوم د لوی خدای ج پيدايښت دی او هغوی چې د نرينه او ښځينه ماشوم ترمنځ توپير کوي، نو ناشکري او ګناه دی. دې ليکنه کې ځيني هغه نښې - نښانې درته ښييو چې د الټراسوانډ او تلويزوني معايناتو پرته دا ښيي، چې نړۍ ته راتلونکی ماشوم به هلک وي او که جينۍ؟ 

۱- يوه وروستۍ څېړنه په ګوته کوي، هغه ميرمنې چې د حمل پر لومړيو لسو اوونيو کې د سهار پرمهال ناروغيږي او بيا د ناروغۍ نښې جدي  او ډېرې وي، نو دا ښيي، چې نړۍ ته راتلونکی ماشوم به جينۍ وي. د سهار پر مهال له ناروغه کېدو موخه دا ده، چې د مور زړه خرابيږي، کانګې کوي او ستړيا احساسوي. دا ډول نښې په ټولو حمل لرونکو ميرمنو کې وي، خو نېږدې ۵۰ سلنه ميرمنو کې دغه نښې او ناروغي شديده تېره شوي او دوی ويلي دي، چې له ولادت وروسته يې ماشوم جينۍ پيدا شوې ده. 

۲- ۲۰۱۴ز کال کې يوه بله څېړنه ښيي، چې که چېرې د حمل پر وخت مور ترشي لرونکي خواړه او څښاک خوښوي او زړه يې ورته کيږي، نو دا شونتيا ډېره ده، چې ماشوم يې نرينه دی. ورته وخت کې، هغه ميرمنې چې د حمل پر مهال يې د آيس کريم  په ډول نورو خوږو خواړو ته زړه کيږي، نو ښيي، چې پر نس ماشوم به يې جينۍ وي.  

۳- تر ۹۰ سلنه حمل لرونکي ميرمنې د اميدوارۍ پر مهال د ځوانکې او وېښتانو له کمزورې ودې او وېښتانو توېدو ناروغيو سره مخ کيږي. دا ډول حالت اميدوارو ميرمنو کې عام دی، خو په فلکوري ډول منل شوی فکر دا دی، چې که چېرې د حمل پر مهال پر مخ دانې پيدا شي او د وېښتانو توېدنه رامنځ ته شي، نو د مور پر نس ماشوم هلک او که بيا چېرې دغه نښې - نښانې شتون ونه لري، نو ماشوم به جينۍ وي. 

۴- د مور پر نس ماشوم د حمل پر شپږمه اوونۍ د زړه ضربان پيلوي. ځينې څېړنې ښيي چې که چېرې د اميدوارۍ پر مهال د د زړه ضربان ډېر وي نو بيا ماشوم ښځينه يانې جينۍ ده، خو که چېرې دغه ضربان کم وي نو بيا پيدا کېدونکی ماشوم هلک دی. د څېړنې پر بنسټ که چېرې ماشوم هلک وي، نو د زړه ضربان يوه دقيقه کې ۱۴۰ ځلې وي خو که بيا جينۍ وي، دغه ضربان يوه دقيقه کې له ۱۴۰ پورته او تر ۱۷۰ پورې رسيږي.