اتلس اړیکیز مهارتونه، چې تاسو په خپله دنده کې بریا ته رسوي

په هره دنده کې د بریا لپاره، تجربې او تخصصي مهارتونو ته اړتیا لرئ، خو دا بسنه نه کوي. ویل کېږي عمومي اړیکې یا اړیکیز مهارتونه هم زموږ په دنده ایزه بریا کې اغېزمن رول لري. 
 
د اړیکو په برخه کې لیکوال او مشاور ډېویډ پرنیل (David Parnell) وایي: د اړیکو د ټینګښت مهارت یا هماغه عمومي اړیکې د بېلابېلو ځانګړتیاوو د لرلو په مانا دی، چې فرد کولای شي د هغو له لارې، له نورو سره ښې اړیکې ټینګې کړي، د هغه په باور کله وخت دا ځانګړتیاوې د «مینه ناک اوسېدو» یا د « ښه شخصیت لرلو» په چوکاټ کې مانا پیدا کوي، البته د دې ځانګړتیاوو د لرلو لپاره، باید په خپل ځان کې ځینې نور صفتونه را منځته کړئ، ترڅو له نورو سره مثبتې او جوړونکې اړیکې ولرئ. 
 
د دې لیکنې په دوام هوډ لرو، چې تاسو تر ټولو اصلي اړیکیزو مهارتونو سره آشنا کړو، چې دنده ایزه بریا مو ورته اړتیا لري. 
اړیکیز مشاور او د «ریاست چلوونکي چلندونو د کنټرول تګلارې» کتاب لیکوال لین ټېلور (Lyn Taylor) یاد شوي مهارتونه «د دواړو لورو مصلحت ته پام سره اغېزناکه اړیکه معرفي کوي.» هغه په کاري چاپېریالونو کې د چلند په اړه وایي: 
 
«کارمندان لېوالتیا لري، چې په دوستانه چاپېریالونو کې کار وکړي؛ ځکه جدي چاپېریالونه د هغوی پایله او اغېزمنتیا را ټیټوي. د اړیکیزو مهارتونو په پیاوړتیا سره کولای شئ. د کار پایله او اغېز لوړ کړئ. هغه کسان چې لوړه ټولنیزه هوښیارتیا لري، په کاري چاپېریال کې په ځواکمنو او با نفوذه مدیرانو باندې بدلېږي. هغوی دې باور ته رسېدلي دي، په هغو اړیکو باندې اعتماد، چې د درناوي پر بنسټ دي د دنده ایزې بریا او د ګټور اوسېدو د ډېرښت راز دی. د اړیکیزو مهارتونو په را منځته کولو سره، منفي چلندونه را کمېږي او کولای شو د ټولو شخړو، لانجو او اختلافاتو مخه ونیسو.» 
 
۱ ـــ له نورو سره د اړیکې د ټینګښت مهارت 
په کاري برخه کې یو له مهمو اړیکیزو مهارتونو څخه، له نورو سره اړیکه او د هغوی د موقعیت او نظریاتو درک کول دي. کله وخت په ډېرې آسانۍ سره کولای شو، چې اړیکه ټینګه کړو؛ همدا چې کولای شو، په ډېرې آسانۍ له نورو سره خپل موافق او یا مخالف اوسېدل شریک کړو، نو په حقیقت کې له هغوی سره مو اړیکه ټینګه کړې ده. که تجربه لرونکی او هوښیار واوسئ، نو له هر چا سره کولای شئ، چې اړیکه ټینګه کړئ. 
 
۲ ـــ د وینا د مهارت را منځته کول
د ډېرو پر وړاندې د خبرو کولو مهارت کولای شو یو له مهمو اړیکیزو مهارتونو څخه په پام کې ونیسو. د یوې موضوع پر بیانولو باندې زموږ واک، په مخاطب باندې فوق العاده ښه اغېزه کوي او د دې سبب ګرځي، چې زموږ د نظریاتو او آیډیاوو له اورېدلو سره ډېره زیاته لېوالتیا ښکاره کړي. ټېلور د وینا د مهارت په اړه وایي: «که په وینا او لیکنه کې اړین استعداد ولرئ، نو بریا به تاسو ته ډېره نږدې وي. په هغې نړۍ کې، چې د ټکنالوژۍ له امله، تل د اړیکې امکانات شتون لري، ډېره زیاته مهمه ده، چې خپل نظریات په روښانه او واضحه توګه بیان کړئ. 
 
پرنیل په دې اړه وایي: 
«هر فرد له مسایلو څخه توپیري لید او درک لري، نو باید زموږ خبره روښانه وي او د ابهاماتو له رامنځته کولو څخه ډډه وکړو. هغه کسان، چې اړیکیزو اصولو ته پابند دي، په خپلو روښانه او واضحو خبرو سره، له هر ډول ابهام څخه مخنیوی کوي.» 
 
۳ ـــ له نورو سره مرسته کول
یو له اړیکیزو مهارتونو څخه مرسته کول دي، هغه کسان، چې مرستندوی دي، له خپله ځانه ډېر صبر او زغم ښکاره کوي او په سختو او شخړه زېږونکو شرایطو کې کولای شي خپله آرامتیا وساتي. که ونه شئ کولای، چې دا شرایط په ښه توګه مدیریت کړئ، نو هېڅکله به دنده ایزې بریا ته ونه رسېږئ، له نورو سره مرسته کول او د وضعیت زغمل، یوه مثبته ځانګړتیا ده، چې ستاسو د رییس تر سترګو کېږي. 
 
۴ ـــ اعتماد وکړئ
یوه مثبته او اغېزناکه اړیکه د اعتماد پر بنسټ رامنځته کېږي، اعتماد یو له اړیکیزو مهارتونو څخه دی، چې نه شو کولای سترګې ترې پټې کړو. کله چې دنده ایزې بریا ته رسېږئ، د اعتماد وړ واوسئ او خپل مخاطب ته د خوندیتوب احساس ورکړئ. 
 
۵ ـــ په مناسب وخت کې، خپله همغږي او مهرباني ښکاره کړئ
کله چې کولای شو د مقابل لوري موقعیت درک کړو او خپل ځان د هغه پرځای وګڼو، نو شرایط د نورو له لید لوري څخه بررسي کړئ او هر چېرته چې اړتیا وه، له مرستې او همغږی څخه درېغ مه کوئ. په کاري چاپېریال او شخصي ژوند کې، خپلو شاوخوا خلکو ته خپل ملاتړ او همغږي ښکاره کړئ، ځکه دا چلندونه ستاسو په مخاطب کې مثبت احساس رامنځته کوي. 
 
که په کار ځای کې مناسب چلندونه ونه لرئ، اړیکې مو محدودې کېږي او دنده ایز پرمختګ ته به ونه رسېږئ، نو کولای شو همغږي تر ټولو ارزښتمن اړیکیز مهارت وګڼو. 
 
هر څوک په خپل ژوند کې له ډېرو ستونزو او ننګونو سره مخ دی، د جوړونکې او اغېزناکې اړیکې د لرلو لپاره، باید په دې باندې پوه شو، چې څه وخت له نورو سره مرسته وکړو. 
 
۶ ـــ ښه غوږ ونیسئ 
مخکې تر دې، چې ښه وینا کوونکی واوسو، باید په خپل ځان کې د ښې غوږ نیونې مهارت رامنځته کړو. غوږ نیونه زموږ د اړیکو په پیاوړتیا کې ډېره زیاته اغېزه لري. ښه اورېدونکی خپل مخاطب ته پام کوي، هغه د مقابل لوري د خبرو د تحلیل لپاره وخت ځانګړی کوي او وروسته د خبرو پر وړاندې یې غبرګون ښکاره کوي. ښه اورېدونکی اوسېدل هغه مهارت دی، چې په تمرین کولو سره ترلاسه کېږي او په نورو کې به له ځانه سره ښه پایله ولري. 
 
۷ ـــ خپل مخاطب ته پام وکړئ
هغه وخت به مثبته اړیکه ولرئ، چې مقابل لوری د ځان په اړه ستاسو پاملرنه درک کړي. که غواړئ، چې تظاهر وکړئ، چې هغه ته پام کوئ، نو د دنده ایزې بریا لپاره به هېڅ چانس ونه لرئ، یوه له هغو تګلارو څخه چې له مقابل لوري سره ستاسو لېوالتیا څرګندوي، د تاریخونو او د ژوند د مهمو پېښو په یاد لرل دي. 
 
۸ ـــ نرم او انعطاف منونکی واوسئ 
«مینه ناک اوسېدل» او «د ښه شخصیت لرل» یو بل پورې تړلي دي. داسې تصور وکړئ، چې یو روږدی (معتاد) یا زنداني په ټولنه کې د منلو وړ شخصیت نه لري، خو که دا فرد د اړیکې په ټینګښت کې ښه وړتیا ولري، کولای شي د نورو پام ځانته را واړوي او شرایطو ته په خپله ګټه بدلون ورکړي، نو که وکولای شئ، په ژوند کې یو انعطاف منونکی فرد واوسئ، نو په یوه مینه ناک شخصیت باندې به بدل شئ. 
 
۹ ـــ عادلانه قضاوت وکړئ
یو له اړیکیزو مهارتونو څخه سم او عادلانه قضاوت کول دي، دې مهارت ته د لاسرسي لپاره، باید اورېدونکي غوږونه ولرو او خپلې شاوخوا نړۍ ته ښه په ځیر سره وګورو. زموږ ډېری تصمیمونه او غبرګونونه زموږ په قضاوتونو پورې تړلي دي، حتا دا مهارت له موږ سره د مناسب دوست په ټاکلو کې هم مرسته کوي. 
 
۱۰ ـــ بحث او خبرې اترې وکړئ
کله چې خپل مخاطب مو په کافي اندازه وپېژانده او د وینا مهارت مو تر لاسه کړ، اوس یې وخت را رسېدلی دی، چې په ځواکمنې وینا سره د مقابل لوري پر وړاندې ودرېږئ او هغه د هغه څه په ترسره کولو باندې باوري کړئ، کوم چې غواړئ یې. د بحث او خبرو اترو مهارت له موږ سره مرسته کوي، ترڅو په کاري وړاندیزونو او د حقوقو په ترلاسه کولو کې خپلې موخې ته ورسېږو. کله چې د بازار موندونکي په توګه فعالیت کوئ، د بحث مهارت له تاسو سره مرسته کوي، ترڅو پېرېدونکی (مشتري) دې ته وهڅوئ، چې ستاسو محصولات یا خدمات د هغه لپاره تر ټولو غوره ټاکنه ده. 
 
۱۱ ـــ روڼ اندی واوسئ
کله چې روڼ اندی واوسئ او د هېڅ نظر او آیډیا پر وړاندې له ځانه غبرګون ښکاره نه کړئ، نو نرم او انعطاف منونکی فرد تر سترګو کېږئ او ډېر افراد به دا لېوالتیا ولري، چې له تاسو سره کار وکړي. په نورو کې د اعتماد او درناوي د رامنځته کولو لپاره، باید هغوی ته ډاډ ورکړئ، چې نظر یې ستاسو لپاره مهم دی او ترې کار اخیستل کېږي. 
 
۱۲ ـــ ډېر وخاندئ 
هغه کسان چې خوشاله روحیه لري، د شخړې او جروبحث په لټه کې به نه وي، حتا کولای شئ کاري فشار پـــه خندېدلو او شــوخ طبیعتۍ سره را کــم کړئ او دنده ایزې بـــریــا تــه ورسېږئ، نو په کاري چاپېریال کې خوشاله واوسئ، ترڅو ښې او جوړونکې اړیکې تجربه کړئ. 
 
۱۳ ـــ خپل مقابل لوری وپېژنئ 
اړینه ده، چې خپل مخاطب په ښه توګه وپېژنئ او د هغه له شرایطو او حالاتو سره سمې خبرې وکړئ. ښایي دا مهارت ډېر تر سترګو نه شي، خو که ورته پام ونه شي، کولای شي اړیکې مو له ماتې سره مخ کړي. 
 
۱۴ ـــ رښتینولي ولرئ 
مثبته او پایله بښونکې اړیکه د اعتماد پر بنسټ رامنځته کېږي او د اعتماد رامنځته کولو لپاره رښتینولي اړینه ده. په هره اړیکه کې رښتینولي ولرئ، ترڅو بریا ته ورسېږئ. 
 
۱۵ ـــ له بدني ژبې څخه مرسته وغواړئ
بدني ژبه زموږ په اړیکو کې ډېر زیات ارزښت لري، په حقیقت کې زموږ ډېری اړیکې له بدني ژبې څخه اغېزمنې کېږي او یو له مهمو اړیکیزو مهارتونو څخه ګڼل کېږي. په زړه پورې ده پوه شئ، حتا کله چې له مقابل لوري سره خبرې نه کوو، بیا هم له هغه سره د اړیکې د ټینګښت په حال کې یو، نو د اغېزناکې اړیکې د لرلو لپاره، باید په خپل بدني حالت، ظاهر او غږ باندې پام وکړئ. 
 
۱۶ ـــ مناسب چلند
د اغېزمنې اړیکې لپاره باید له درنښتیزو کلیمو څخه لکه «مهرباني وکړئ» او «مننه کوم» څخه ګټه واخلئ، له مُسکا سره مل د دې کلیمو بیان، مقابل لوری په دې باندې پوهوي، چې کاري بهیر له ترسره کولو څخه یې مهم دی. 
۱۷ ـــ د مسئلې د حل تګلاره 
تل زموږ په مخکې ډېر زیات مسایل شتون لري، مهمه داده، چې له هغو سره سم چلند ولرو او د مسئلې د حل تګلاره زده کړو. که په کار ځای کې فعال واوسئ، نو په خپلو همکارانو باندې ډېر کم فشار را ولئ او دا به ستاسو په اړیکو کې ډېره زیاته اغېزه ولري.  
 
۱۸ ـــ ښه ملاتړ کوونکی واوسئ 
د هر چا خوښېږي، چې نور یې پر وړتیاوو باندې باور ولري، کله چې په هڅونې سره، له خپل مقابل لوری څخه ملاتړ کوئ، نو هغه ته خپلو موخو ته د رسېدو لپاره کافي انګېزه ورکوئ. په کار ځای کې خپل همکاران وهڅوئ او هغوی ته انګېزه ورکړئ، ډاډه اوسئ د همکارانو مو خوښېږي، چې ستاسو په څېر له انګېزه او انرژي لرونکو افرادو سره کار وکړي. 
 
له پورته ټکو څخه په ګټه اخیستنې سره کولای شئ، په خپل ځان کې اړیکیز مهارتونه پیاوړي کړئ. هغه کسان چې د خپلو شاوخوا خلکو له احساساتو او روحیاتو څخه ډېر معلومات لري، په خپل کار کې بریالي دي. له اړیکیزو مهارتونو څخه ګټه اخیستنه، موږ ډېر ژر خپلو موخو ته رسوي، البته باید زموږ اړیکیز مهارتونه اصولي او سم وي.