د پاکستان بلوچستان؛ مخالفتونه او د خپلواکۍ اخېستلو هڅې

د بلوچستان صوبه د پاکستان ۴۳ سلنه مساحت تشکیلوي او ۷ سلنه نفوس په کې ژوند کوي. خو دا چې بلوڅان ولې د پاکستان حکومت څخه ناراضه دي؟ ولې د پاکستان نظامي پوځیانو پر وړاندې جګړه کوي؟ ددې سیمې جیوستراتیژیک اهمیت څه دي؟ په لاندې لیکنه کې پرې بحث شوی دی.

د بلوچستان صوبه په ۱۹۷۰زکال د یو خپلواکه صوبې په توګه په پاکستان کې رامنځته شوه او مرکز یې د کوټې ښار دی. د مساحت له پلوه د بلوچستان صوبه لویه صوبه ده چې د پاکستان کابو ۴۳ سلنه مساحت یوازې د بلوچستان صوبه تشکیلوي او د پاکستان نورو صوبو په نسبت کم نفوس لري او د پاکستان کابو ۷ سلنه نفوس د بلوچستان صوبه کې ژوند کوي. د پاکستان بلوچستان صوبه کې مختلف قومونه لکه بلوڅان، پښتانه، براهويي، جات ولسی، هزاره، پنجابی، سندی او سرائیکی ژوند کوي. 

د پاکستان بلوچستان صوبه سربېره پر دې چې زیات طبیعي منابع لري او ستراتیژیک موقیعت لري او د ګوادر بندر هم د بلوچستان په صوبه کې موقیعت لري، خو په یاده صوبه کې د پاکستان حکومت لخوا د اقتصادي او ټولنیزې پراختیا لپاره اړین کارونه نه دي شوي او په پاکستان کې د بلوڅانو او پښتنو په شان لږکیو ته خپل حقونه او سهم نه دې ورکړل شوی او د بلوچستان صوبی خلک له حکومت څخه ناراضه دي.

بلوڅانو د خپلو حقوقو غوښتنه کوله او د بلوڅو ملتپالو ډلو له جملې څخه نواب اکبر بوکټي د بلوڅانو حقوقو ملاتړلپاره د قانون تصویب غوښتونکی شو خو د پاکستان حکومت ورته پاملرنه ونکړه، له دې سره بلوڅان د خپلواکۍ اخیستلو په فکر کې شول او عملاً د پاکستان نظامي ځواکونو باندې بریدونه پیل کړل، د پاکستان نظامي ځواکونو لخوا هم زیات شمیر بلوڅان ونیول شول او ځینې ووژل شول. 

بلوڅان د سیپیک (چین ـ پاکستان اقتصادي کوریډور) پروژې سره مخالفت کوي، دا چې د پاکستان حکومت لخوا د بلوچستان صوبې ته سندي او پنجابي وګړي را لیږدول کیږي او ددې سیمې ټولنیز جمعیت کې بدلون لامل ګرځي، د پاکستان دې کړنې څخه بلوڅان ناخوښه دي.

دا چې د پاکستان بلوچستان صوبه ځانګړۍ جیوستراتیژیک او جیوایکانومیک موقعیت لري، خو د پاکستان حکومت لخوا ددې صوبې خلکو ژوند ته اړینه پاملرنه نه دی شوې او له خپلو حقونو محروم دي او په قدرت کې یې پوره سهم او برخه نه دی ورکړې، نو د بلوچستان صوبې خلک د پاکستان له حکومت څخه ناراضه دي او بلوڅان هڅه کوي د پاکستان څخه جلا یو هېواد په توګه خپلواکي واخلي او د بلوڅانو خپلواکۍ غوښتونکو ډلې د پاکستان پوځ باندې بریدونه کوي.

د پاکستان حکومت هند باندې تورونه لګول، چې ګواکې د بلوڅو  خپلواکۍ غوښتونکو ملتپالو سره مرسته کوي او د پاکستان پر ضد یې هڅوي، همدارنګه د افغانستان تیر نظام  (جمهوري) باندې هم تور لګاوه چې په افغانستان کې بلوڅو ملتپالو ته ځای ورکوي او مرسته ورسره کوي، خو د پاکستان دغه تورونه بار بار د هند او افغانستان له لوري رد شوي دي. 

د یادونې وړ دی چې د بلوچستان سیمه جیو ستراتیژیک او جیو ایکانومیک موقعیت لري. سربېره پر دې چې د پاکستان بلوچستان صوبه پراخه معدني طبیعي زېرمې لري، دغه صوبه د ساحلي اوبو سره ګډه پوله لري او د ګوادر بندر چې د بلوچستان صوبه کې موقیعت لري، چې د چین هېواد لخوا جوړ شوی دی او زیاته پانګونه یې کړې ده.  دا چې افغانستان او د مرکزی آسیا هېوادونه په وچه کې ایسار دي او ازادو اوبو ته لاسرسي لپاره نږدې، ارزانه مسیر د پاکستان بلوچستان صوبې د ګوادر بندر دی چې د نړۍ هېوادونو سره سوداګري او راکړه ورکړه وکړي.