د روسیې او اوکراین کړکیچ

په دې لیکنه کې لاندې مهمو پوښتنو ته ځواب ویل شوی دی. د روسیې او اوکراین ترمنځ کړکیچ کله او څنګه پیل شو؟ روسیه له اوکراین څه غواړي؟ د دونباس (لوهانسک او دونتسک) سیمو برخلیک به څنګه شي؟ پر اوکراین د روسیې نظامي برید پر وړاندې غرب او امریکا څه غبرګون وښوده؟

د روسیې او اوکراین ترمنځ د اختلافاتو رامنځته کیدل
په ۲۰۱۴زکال د اوکراین کیف ښار کې ددې هېواد ولسمشر ویکتوریانوکوویچ پر ضد پراخه لاریونونه ترسره شول، ویکتوریانوکوویچ د مسکو له ملاتړ څخه برخمن وو، لاریون کوونکو د ویکتوریانوکوویچ ګوښه کېدلو غوښتنه یې کوله، چې بالاخره بریالي شول چې نوموړۍ له واک ګوښه کړي. له دې وروسته په اوکراین کې ټاکنې وشوې او د روسیې مخالف لوري په اوکراین کې واک ته ورسیدل او د غرب او امریکا متحده ایالاتو سره د اړیکو پیاوړتیا لیوالتیا یې درلوده او په ناټو سازمان کې د اوکراین یوځاي کیدو هڅې یې کولاې. دې کار څخه مسکو خوښ نه وو، چې بالاخره په غبرګون کې یې د اوکراین پر کریمیا ټاپو باندې نظامي یرغل وکړ او دغه سیمه یې د خپل هېواد سره وتړله، چې د روسیې دغه کار د اروپا او متحده ایالاتو لخوا غیر قانوني وګڼل شو او له روسیې سره د کریمیا الحاق په رسمیت ونه پیژانده.

د روسیې لخوا د کریمیې نیولو سره سم په اوکراین کې روس ټبره وګړو ددې هېواد ختیځو سیمو دونتسک او لوهانسک کې دولتي ودانیو باندې حملي وکړې او په خپل تصرف لاندې یې راوستې او د دوه خپلواکو جمهوریتونو رامنځته کولو اعلان یې وکړ. د دونتسک او لوهانسک سیمو کې جدايي غوښتونکو ددې دوه سیمو ځینې برخې په واک کې درلودې او پر ټوله برخه یې تصرف نه درلود او هڅه یې کوله چې ټوله سیمه ونیسي، خو د اوکراین دولتي ځواکونو هڅه کوله چې د جلا غوښتونکو څخه بیرته د لوهانسک او دونتسک سیمې ونیسي او ورسره جګړه کې ښکیل شول.

د لوهانسک او دونتسک سیمه په دونباس باندې مشهوره ده ،۵۲ زره کیلومتره مربع مجموعي مساحت لري. وګړي یې روس ټبره دي او د دواړه سیمو مجموعي نفوس ۶ میلیونه دی، چې ۳ میلیونه وګړي د جلاغوښتونکو لخوا نیول شویو سیمو کې اوسیږي. د دونباس (لوهانسک او دونتسک) ښونځیوهغه سیمو کې چې د جلاغوښتونکو لخوا کنټرول کیږي، روسي کتابونه تدریس کیږي او د روسیې لخوا ددې سیمې خلکو ته ۸۰۰زره د روسیې پاسپورټونه توضیح شوي دي. د لوهانسک او دونتسک خودمختاره سیمې هر یو جلا جلا ولسمشران لري، د ټاکنو په ترڅ کې دنیس پوشلین د دونتسک خومختاره جمهوریت ولسمشر او لئونید پاسچنیک د لوهانسک سیمې مشر په توګه وټاکل شو، خو دغه ټاکنې د اوکراین لخوا غیر قانوني اعلان شوي. 

په ۲۰۱۵زکال د روسیې او اوکراین ترمنځ  د فرانسې او المان لخوا د منځګړیتوب په ترڅ کې د مینسک هوکړه لاسلیک شوه چې اصلي موخه یې د اوکراین دولت او جلا غوښتونکو ترمنځ د جګړې پای ته رسول وو. ددې تړون له مخې اوکراین د روسیې سره د خپلو سرحدي پولو دوباره کنټرول په مقابل کې د لوهانسک او دونتسک سیمو ته یې داخلي خودمختاري وکړه، ددې تړون څخه امریکا هم ملاتړ وکړ.

په دې وروستیو کې اوکراین چې غوښتل یې د غرب او امریکا سره نږدې اړیکې ولري او د ناټو سازمان کې غړیتوب ترلاسه کړي، چې د اوکراین دې کار سره مسکو مخالف کوي، ځکه د غرب او اوکراین ترمنځ د اړیکو زیاتیدل او ناټو سازمان کې د اوکراین غړیتوب ترلاسه کول، مسکو خپل امنیت ته ګواښ ګڼي، له دې وروسته یو ځل بیا د اوکراین ختیځ برخه کې شخړې دوباره زیاتې شوې او روسیې خپل ځواکونه سیمې ته ولیږل، نظامي مانورونه یې کول او اوکراین یې د دریو اړخونو محاصره کړ، چې د ۲۰۲۲زکال د فبروري میاشتې په ۲۲ نېټه ولادیمیر پوتین د اوکراین ختیځ څخه د  دونتسک او لوهانسک خودمختاره سیمو جدا کیدل په رسمیت وپيژانده او یادو سیمو ته د خپلو نظامي ځواکونو داخلیدو امر وکړ او د اوکراین پر ښارونو یې بمبارونه پيل کړل.  پوتین دخپلې وینا په ترڅ کې وویل، چې روسیې د خپلې دفاع لپاره عملیات ترسره کړل او اوکراین به غیرنظامي کړي او د اوکرایني ځواکونو یې وغوښتل چې خپلې وسلې په ځمکه کیږدې او همدارنګه ګواښ یې وکړ، چې د روسیې پر وړاندې د بهرنیو ځواکونو هر ډول مداخلې صورت کې به مسکو لخوا فوري ځواب ورکړل شي.

پر اوکراین د روسیې نظامي برید سره امریکا، غرب او ملګرو ملتونو سازمان مخالفت وکړ او له اوکراین څخه د روسیې ځواکونو دوباره وتلو غوښته یې وکړه همدارنګه د امریکا او غرب ځینو هېوادونو لخوا پر مسکو د سختو بندیزونو وضع کولو خبر ورکړل شو. بل لوري چین، ایران او اسرایلو نرم غبرګون وښوده او د اختلافاتو سولیزه حل غوښتونکي شول. د ناټو سازمان سرمنشي ینس استولتنبرګ پر اوکراین د روسیې لخوا برید کول ګستاخانه او د نړیوالو حقوقو ښکاره نقض کول وبلل.

پر روسیې د امریکا او غرب لورې د بندیزونو وضع کولو سره د روسیې د مالي زېرمو ارزښت راښکته شو. حال دا چې  د ۲۰۲۲زکال د جنوري په میاشت کې د روسیې د مالي زېرمو ارزښت ۶۳۰میلیارده ډالر وو. اروپایي اتحادیه چې د خپلې اړتیا ۴۰ سلنه سون ګاز له روسیې څخه صادروي، چې د بندیزونو له امله که ګاز قطع شي، روسیه اقتصادي اړخه زیانمنه کیږي همدارنګه د تیلو او ګازو قیمت په نړیواله کچه لوړیږي، چې پر اوکراین د روسیې نظامي برید وروسته د یو بشکې نفتو قیمت له ۱۰۰ ډالرو لوړ شو. په پایله کې ویلی شو، چې پر اوکراین د روسیې نظامي برید پر سیمې او نړۍ هېوادونو سیاسي او اقتصادي اغیز لري. له دې سره د امریکا یکه تازي تر پوښتنې لاندې راځي او د یو هژمونیک ځواک په توګه خپل اغیز له لاسه ورکوي او یو قطبي نړۍ تحولاتو کې بدلون سره نوي نړیوال قدرتونه د نړیوال سیاست ټاکلو کې مهم رول لوبولی شي.