څرنکه چې زموږ هېواد لرغونی پېښلیک لري کوم چې د تاریخ په اوږدو کې بېلې ژبې بېل فرهنګونه منځ ته راوړي دي همدا پېچلتیا د دې لامل شوې ده چې د سیمو او مېنو د نومونو په اړوند څو اړخیره شننه شتون ولري که څه هم د ځایونو په نومونو کې ګڼ شمېر لاملونه ښکېل دي خو دوه لاملونه چې تر ډېره یو له بله سره نغښتي دي بېلوالی یې لږ څه ستونزمن دی خو بېلوالی یې موږ اصلي موخې ته رسولی شي ا و دا دواړه په یوه نومونه کې تاریخي او جغرافیایي اغېزې دي.
شېوه کي:
شیوه کي د کابل ولایت د بګرامیو ولسوالیو اړوند د کابل لوګر سرک کېڼ اړخ ته دې غره لمن کې د لوګر دې سیند په غاړه اباد شوی کلی دی چې تر زرو کورنیو پورې هستوګن لري ، تر ډېره په دري ژبه خبرې کوي او مختلف اقوام دلته دې ورورۍ ژوند کوي.
لومړی تعبیر،شیوا، دا نوم هم بېلا بېل تعبیرونه لري که چېرته شېوا وي نو د شیوا تمدن د هېواد په شمال کې تېر شوی دی په سوېل کې یې کوم لاسوند نشته دی.
دویم تعبیر، شیوا د سیمې د خلکو په باور شیوا یو هندوګروهه شخص تېر شوی دی که څه هم ځینې اثار د وردګو څخه د راوتلي د لوګر سیند په غاړه دلته شتون لري چې دوی د هندوانو اړوند بولي.
دریم تعبیر، شېوه کي، د جغرافیې له مخې څرنکه چې سیند د ځمکې په ښکتنۍ برخه کې تېریږي نو له همدې امله دې سیند غاړې نسبت نورو ځایونو ته ښکته وي دري او پښتو ژبو کې ښکته ځایونو ته شیوه ویل کیږي نو دا تعبیر تر نورو ماته دې شواهدو له مخې قوي ښکاریږي.
سهاک:
دا کلی هم د شېوکیو په کاونډ کې څېرمه پرته لرغونې مېنه ده چې تقريبا تر زرو پورې وګړي په کې ژوند کوي خو جالب څه د دې کلي نوم دی او زموږ څېړنه د یاد شویو کلیو د ورورۍ موندنه ده خو تر هرڅه مخکې دې نوم پر اړوند بېلا بېل تعبیرونه شتون لري چې موږ یې لاندې څېړو.
لومړی سهاک، دا نوم په لیکلي بڼه د مېشت ځای ته کارول کیږي خو سهاک هم د پښتني قبیلو یو شاخ دی چې یو شمېر یې په کابل ولایت کې ژوند کوي.
دویم ساک ، دا نوم چې د عامې لهجې له مخې دې زړې مېنې ته کارول کیږي خو ساکان هغه خلک وو چې د سیستان پر ځمکه یې ژوند کړی دی او مورخین د هلمند د سیند په غاړو کې پراته اسحق زي د دوی نسل ګڼي.
دریم سک ، دا نوم هم د ورسک له کلیمې سره پیلی ښکاري کوم چې د غره د مخ مانا ورکوي یا په افقي ډول د لارې دې ګرځېدو داسې ځای چې شاته خپل لار ونه وینې چې د لاسوند لپاره یې د سه بیادرکان غر کوم چې د موسهي او بګرامي ولسوالي سره بېلوي شتون لري نه تنها دا بلکې د ورسک په نوم زموږ د هېواد زیاتره سیمې نومول شوې دي لکه ورسک ،تور ورسک ، اعظم ورسک اونور چې دلته به یې راوړل ممکن نه وي.
څلورم سک ، د جغرافیوي بڼې له مخې دا کلی په ځانکړي ډول زړې مېنه یې د غره په لمن کې شتون لري ورختل ورته څه سخت دي خو د ژمي په موسم کې ورته تلل ډېرستونزمن دي دا د یوه لنډون په بڼه د سختې کلا یا د سخت کلي په نوم هم دی چې ډیری خایونه دا ډول کلاګانې د سخته کول په نامه نومول شوې دي څه ښه وايي:
د اتڼ کلا یي جوړه کړه په غره کې زه ورختی نشم په سپېره میدان یې وباسی ګردونه پنځم سک، د وچکیسک په نوم هم یوه غرنۍ ونه د سیمې په ګاونډ غرونو کې شته ده کومه چې د ورکېدو د ګواښ سره مخ ده دا نومونه هم د دې کلا له نوم سره بې اړیکې نه ښکاري.
تر ټولو کره راته دا ښکاره شوه چې دا سیمه د سختې کلا یا د ورسک له نومونو سره تړلې ښکاري که چېرته ساکانو یا سهاکو دلته ژوند کړی وی د دوی د ژوند ژوندي او یا غیر ژوندي اثارو به شتون درلود خو په داسې حال کې چې داسې کومه بېلګه مو تر لاسه نه کړه.
د پورته څېړنو څخه دې پایلې ته رسېږو چې پورته نومونه داشخاصو نه دي بلکې د جغرافیایي جوړښت له مخې اېښودل شوي دي دا ښه خبره ده چې قومونه او خلک د خوږې ورورۍ ژوند وکړي خو موږ داسې څه ونه موندل چې یاد شوی روایت حقیقت ته ورسوي.
وروستي