د عربي نړۍ د رسنیو له مخې، د مصر د پخواني ولسمشر جمال عبد الناصر له جنازې وروسته د دغه هیواد بله تاریخي جنازه د ام کلثوم وه. نوموړې چې د یو امام لور وه؛ په ۱۹۷۵م کال کې مړه شوه او په جنازه کې یې له څلور ملیونو څخه زیاتو مصریانو ګډون وکړ چې د الازهر ځینې شیخان هم په کې شامل وو. تیره اونۍ په هندوستان کې د دغه هیواد د فلمي صنعت پورې تړلې د نړیوال شهرت لرونکې سندرغاړې، لتا منګشیکر مړه شوه؛ نو له یو ملیارد څخه ډیرو هندوانو، مسلمانانو، سیهکانو او نورو د هغې په مرګ غمرازي وښوده. په پاکستان کې مشهور سندرغاړي، مهدي حسن ته شاهنشاه غزل او نور جهان ته ملکه ای ترنم ویل کیږي؛ خو زموږ د وطن خلک خپلو هنرمندانو او سندرغاړو ته ډمان وايي.
څو ورځې وړاندې؛ د ټولنیزو رسنیو په پاڼو کې د یو اماتور سندرغاړي وډیو ډیره لاندې باندې باندې شوه. لیدل کیږي چې ښایسته ډیر خلک له هغه څخه را تاو دي؛ خاندي او ملنډې پرې وهي. دغه ځوان چې ښايي عمر به یې د ۲۵ او ۳۰ کالو ترمنځ وي؛ چپه کاکُل یې ګنجې؛ لستوڼې یې څیرل شوې او په تندي او غومبوري یې د وهلو نښې ښکاري. مخامخ یې د موسیقي له آلې څخه سره لمبه او شین لوګې پورته کیږي او دا مسکین غلې پلې، د ډیرې بیوسۍ او مایوسۍ په حال کې حیران دریان ګوري.
لکه د نورو په څیر، د دغې صحنې لیدلو زه هم په چرت کې کړم. له دغه ځوان سره مې د همدردۍ ترڅنګ ځینې لا جوابه پوښتنې په ذهن کې په تیندکونو شوې؛ آیا دا سندرغاړې د هغه آدم (ع) لمسی نه دی چې الله تعالی په عرش کې ملائکو ته امر وکړ چې دغه خټین مخلوق ته د تعظیم سجده وکړي؟ آیا دغه ځوان هم د دې ګڼې ګوڼې د خلکو غوندې د انساني کرامت خاوند او د درناوي مستحق نه دی؟ آیا دغه ځوان هم د کلمې خاوند، د رسول الله امتي او د همدې خاورې پیداوار نه دی؟ آیا د اسلام په لومړني زرین پړاو کې سندرغاړو ته سزا ورکړل شوې او آلات یې مات شوی یا سوځول شویدي؟ آیا د سندرو د ویلو او غږولو ګناه، د درواغو ویلو او غیبت کولو څخه هم غټه ده؟ په داسې حال کې چې د کذب کلمه ۲۵۱ کرته په قران کریم کې راغلې او د ټولو ګناهونو مور ګڼل شوی، خو بیا هم څوک د دروغجن ګریوان ته لاس نه اچوي.
قدرمنو لوستونکو! زه (ملکزی) د مسلک له پلوه د تاریخ او ژورنالیزم د ډیپارټمنټ شاګرد یم او په هیڅ ډول دا حق او جرئت نه لرم چې ووایم: موسیقي حلاله ده که حرامه؟ ولې هڅه به وکړم چې د اسلامي نړۍ د ځینو پیژندل شوو دیني عالمانو او څیړونکو فتواوې ستاسې مخته کیږدم. په اسلام کې د لومړني تاریخي مسجد القباء امام، ډاکټر صالح المغامسي د ۲۰۱۶م کال د جون په دیارلسمې د دبۍ ټلویزیون له لارې په خپل پروګرام کې داسې وايي: ( د قران کریم په هیڅ آیت کې د موسیقي او د هغې د غږوونکي په اړه، هیڅ آیت نه شته او د لقمان د سورت په شپږم ایت کې « لَهْوَ الْحَدِيثِ» د اوتو بوتو او بابیزو خبرو معنا لري. د صحیح بخاري په حدیث کې « اَلْمَعَازِفِ » د موسیقی د آلاتو په معنا ده چې یقینا حلال ګڼل یې حرام دي).
د قطر د شرعیاتو د پوهنځي رئيس او د الازهر نامتو پوهاند، ډاکټر یوسف القرضاوي چې د فقهې او شریعت په برخه کې یې له اویا څخه زیات کتابونه لیکلي، د الجزیرې له ټلویزیون سره د ۲۰۱۸م کال د جون په ۲۹ د یوې مباحثې په ترڅ کې په ګوته کړه چې: ( د سندرو د حرمت او نهې په اړه کوم څرګند او صحیح نص/ متن نه شته. ولې زه دا نه وایم چې ګوندې موسیقي ټوله حلاله ده او یا هغه ټوله حرامه ده. هغه څوک چې موسیقي حرامه بولي، نو ګمان نه کیږي چې دوئ به موسیقي له قتل، زنا، شرابو، سود، د یتیم د مال خوړلو او په پاک لمنو ښځو باندې د ناروا تور لګولو په کچه کبیره ګناه وګڼي). په عین حال کې د مسجد الحرام پخوانې امام، الشیخ عادل الکلباني چې نن سبا د فلمونو او ډراموو په تجارتي اعلانونو کې برخه اخلي، یو دوه ګامه وړاندې تللې او موسیقي سوچه مباحه او حلاله ګڼي. مګر د سعودي عربستان وفات شوې غټ مفتي، عبدالله بن باز او د دیوبند د مهمې مدرسې مشران په دې باور دي چې د موسیقي اوسنۍ بڼه حرامه ده.
له بله پلوه، د الجزیرې نړیوالې شبکې د ۲۰۲۲م کال د جنورۍ په دوه ویشتمې نیټې د « امام مالک په ځوانۍ کې موسیقي غږوله) تر عنوان لاندې د محمد الصیاد یوه اوږده څیړنه خپره کړېده. دغه تحقیق د ابن حجر العسقلاني د « الإصابة في تمييز الصحابة» د مشهور کتاب په روایت لیکي چې د حضرت محمد (ص) په ژوند په مدینې منورې کې څلور چمبه وهونکې ښځې اوسیدې چې اسماء، حمامه، ارنب او جمیله نومیدلې. همدغه څیړنه د فتح القدیر د مؤلف، امام شوکانې په حواله کاږي: ( عبد الله بن زبیر چې د حضرت ابوبکر الصدیق لمسې او د حضرت عائشې د خور اسماء زوی دی، یوه جاریه (وینزه) درلوده چې هغې به خپل بادار ته عود « عربي رباب » غږولو. همدغه امام بل ځای وايي چې حضرت عبد الله بن جعفر بن ابی طالب، څوک چې د حضرت پیغمبر صیب او حضرت علي صیب د سکه کاکا زوی دی؛ خادمه لرله او هغې به حضرت عبد الله ته د رباب سره اشعار هم زمزمه کول).
یاده څیړنه لیکي: ( امام مالک بن انس چې د امام ابوحنیفه ملګری او د حدیثو د ډیر منلي کتاب « الموطأ » مؤلف دی؛ په کوچنیوالي کې موسیقي زده کوله خو د خپلې مور په مشورې یې قران کریم حفظ او حدیثو او فقهې ته مخه کړه. د خپل مذهب دغه ستر محدث چې د حجاز په امام هم یادیږي، په مدینې منورې کې زیږیدلی، همدلته ستر شوې او پلار یې تابعي دی. الصیاد وايي: له دې څخه څرګندیږي چې د حضرت محمد (ص) په دغه مبارک ښار او د اصحابو او تابعینو رضي الله عنهم په منځ کې، د موسیقي آلات موجود وو او خلکو یو خیل یا بل خیل موسیقي زده کوله او غږوله).
د سندرو ویل، اوریدل او د والنټاین لمانځل، د عقیدې په ځاې د دین عبادتې اړخ دی او د ګناه مسئولیت یې هم فردي دی. د الله تعالی په سپيڅلي کتاب کې د غیبت، ګڼکپۍ، رشوت او راز راز ناوړو اخلاقي فسادونو یادونه شوی، خو د موسیقي نوم او یادونه نشته. ښايي زموږ یوه فکري او ټولنیزه ستونزه دا وي چې کله دین د کلتور په تله تلو او کله رواجونو ته د دین چپن ور اغوندو. څومره به غوره وي که موږ هر انسان ته د اشرف المخلوقات په سترګه وګورو؛ د رټلو په ځای د درناوي کلچر عام کړو او عبادت د واکمن نظام یا دوزخ څخه د ډار په ځای، له خالق او د هغه د مخلوق سره د مینې په خاطر وکړو !!
ــــــــــــــــ
د لیکوال نورې لیکنې او وډیوګانې د هغه په فیسبوک، یوټیوب چینل او ګوګل کې په دې پته کتلاې او لوستلاې شئ:
Wali Malakzay
وروستي