افغان کرکټ الف لوبډلې د اماراتو لوبډلې ته په ۵۲ مټډو ماتې ورکړه

 د افغانستان کرکټ بورډ رسنیزه خبرپاڼه:

نن د شارجې په نړیوال کرکټ سټډیم کې افغان کرکټ الف لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې د اماراتو ۱۹ کلنو څخه کم عمره ملي لوبډلې ته چې روزنه یې حاجي کبیر خان کوي په ۵۲ منډو ماتې ورکړه.
افغان لوبډلې پچه وګټله او توپوهنه یې غوره کړه، په ۵۰ اورونو کې د اماراتو لوبډلې ته ۲۳۳ منډې جوړې کړې او ۲۳۴ منډه یې مخالفې لوبډلې ته هدف وټاکه.
د اماراتو لوبډلې افغان لوبډلې ته ټاکل شوی هدف پوره نشو کړای او په ۴۲ اور کې یې ټول لوبغاړي وسوځيدل او ۱۸۱ منډې جوړې کړې د دې سره افغان الف لوبډلې خپله لومړۍ لوبه په اماراتو کې وګټله او سبا ته به د همدې لوبډلې سره د شارجې په لوبغالي کې د اماراتو په وخت ماسپښین ۲:۰۰ پنځوس اوریزه لوبه ترسره کوي چې دې لوبې ته د کرکټ په کتاب کې ډی نایټ لوبه ویل کیږي.
د افغان الف لوبډلې روزونکی تاج ملوک عالم وايي چې د لوبې پېل ډېر ښه و، نجیب الله ترکي او عمران جنت په ۸ اورنو کې ۸۰ منډې وکړي خو له هغې وروسته افغان لوبغاړي زر زر وسوځيدل، په پای کې اول خان او رحمت شاه ښه لوبه وکړه او یو ځای یې ۱۱۰ منډې جوړې کړي.
عالم وايي چې دا د ملي الف لوبډلې لومړۍ لوبه و زه ښه ارزوم او کومې غلطیانې چې لوبغاړو لرلې په هغه یې کار کوو چې سبا او په راتلونکې کې یې تکرار نکړي.
د افغان لوبغاړو په توپوهنه کې اول خان ۶۸ منډې، نجیب الله ترکي ۵۲ منډې، رحمت شاه ۳۸ او جنت عمران ۳۰ منډې وکړي.
د توپ اچونې په ډګر کې عبد العادل او نسیم او نسیم دوه دوه ویکټې واخستې.
په اماراتو کې د الف لوبډلې مهال ویش په لاندې ډول دی:

افغان کرکټ الف ملي لوبډلې لوبغاړي:
فضل رحیم نیازی( کپتان)، اول خان، نجیب ترکی، شکور ذکي، علي بهزاد، رحمت شاه، شیر خان، عبد العادل، عمران خان، نصرت قریشي، لعل خان، نسیم خان، عبید کنړی، خوشحال خان.