د منفي افکارو عوامل او  حل لارې

پېژندنه
منفي افکار د شخصیت د ناروغیو د جملې څخه یوه مخ پر زیاتیدوونکو او خطرناکه ناروغي ده، دا ناروغي تر بلې هرې هغې نن ورځ زیات شمیر وګړي ورڅخه ځوریږی چی په تیرو کلونو کی یې وقوعات په هرو ۱۰۰ اشخاصو کې 5 - 2.5%   ښودل شوی دی. هغه افکار او خیالونه چې دsadness, anxiety  او موډ د خرابوالې سبب وګرځی د منفي افکارو په نامه یاديږي.  پدې ناروغي یا ځوورونکې حالت اخته اشخاص عموما هر کار د منفي اړخه څیړي، د کار پایله تل منفي او بده اټکلوي، شک کوي، د ژوند څخه زیات شمیر شکایات کوي، په ځان او نږدې اشخاصو یې بی باوره وي، د اعتماد په نامه اصلا کوم څه نه پیژنی، چې داسی اشخاصو ته (Negaholic) هم ویل کیږي. دا ډول اشخاص د مسولیت او هغو کارو څځه چې د نوموړې د پرمختګ سبب ګرځي په یوه او بله بهانه ځان خلاصوي، د وظیفې او ټولنیز ژوند په جریان کی په همکارانو او دوستانو د باور نه کولو تر څنګ په هغوي شک کوي او د هغوي څخه یو ډول مبهمه بیره لري چی ګواکې هغه نوموړې ته زیان رسوی. جنګ، دعوا او جنجال زیات خوښوي، زیاتره یې جریمی سابقه هم کیدایشي ولري، کوښښ کوي ځان د قانون د اصولو څخه جلا کړي او خپل غلطي په نورو وتپي، ځان هیڅکله ګرم نه بولی او تل د نورو د ملامتولو عادت لري.
 
دا ډول خلک اکثره د نارینه طبقې څخه وي، په اقلیت نفوس او مهاجرینو کی نسبت نورو اشخاصو ته زیات پیدا کیږی، ځنی څیړنې ښیي چی په همجنس بازه طبقه کې هم زیات شمیر وقوعات لری.
 
که څه هم جنتیکې منشا نلری خو د ژوند ځنی پیښي د همدې حالت سبب ګرځیدل شي: په ریښتنې توګه د بی باوری او خطایستو ترخي خاطرې، د کورنۍ کم توجهي، د کورنۍ د غړو ناسم چلند، او ځينی نور ټولنیز- رواني فکتورونه(Psychosocial Factors)   هم ونډه لري.
 
دا اشخاص هیڅ وخت نه مني چې دوی یو غیر نارمل حالت لري، او خپله رواني وضعه تر هر چا د باور وړ بولي، داکتر ته د تللو او مشوره اخیتسلو څخه زیات ځان لری ساتي او فکر کوي چی هغه نوموړی ته زیان رسوی. په زیاتره وختو کې دا اشخاص د کورني د غړې یا هم د کار کولو د مسولینو د لوري داکتر ته را ویستل کیږی. همیشه زړه خوري، خپل زیات وخت په خپګان او بې ځایه فکرونو تیروي، په زړه کې کینه ساتي که کوم وخت د یو چا د لوری کوچنې توهین هم ورته شوی وی په زړه کی یي ساتي او هیڅکله هغه شخص نه بخښی. ډیر حساس وی په عادی خبرو لوي عکس العمل ښي او ژر بیرته عادی حالت ته نه راګرځي.
 
په نوموړې ناروغي اخته کسان تل باور لري چې د نږدی اشخاصو او همکارانو کارونه فقط د دوي د تحقیر او تاوان لپاره تر سره کیږي، که څه هم هغوي د نوموړې په ګټه کار کوي، دوي تل د ملګرو څخه د زیان لیدلو په تمه وی. د دوی ګمان او شک بې ځایه وي، یعنې په حقیقت کې دا ډول کوم څه وجود نلری چې دا بد ګماني او بی باوري یې د خپلوانو او وظیفی څخه د لریوالي سبب ګرځي او ورځ تر بلې یې د تباهی او یوازیتوب کندې ته ور کښته کوي او د ژوند تریخوالي سبب یې ګرځی د بلی خوا د نورو رواني ناروغیو کړکین را پرانیزی.
 
دماغ او وجود یو ډول ژوره اړیکه سره لري (Mind and body connection)  چې لاندي مهیم وظایف سرته رسوي:
د لوړ فشار کنټرول
د زړه د ناروغیو مخنیوی
د معافیتی سیستم فعال ساتل
د Anxiety او Depression څخه ساتنه
هر کله چې دماغ نا ارامه وی نو عضویت هم خپل حیاتي او نور فعالیتونه په صحي توګه سرته نشي رسولی او body health damage   منځ ته راځي  په خاص ډول د Social anxiety, Depression, stress  او Low self-esteem  سبب ګرځي.
 
ولې منفي افکار منځ ته راشي؟
د هر انسان په ژوند کې په ورځني توګه منفي او مثبت افکار مینځ ته راځي خو دا ستا خوښه ده چې کوم یوه ته ترجیح ورکوي، کوم یوه ته ښه راغلاست وایې او کوم یو صرف نظر ګرځوي.که دی منفي افکار رد نکړل نو دوی به ستا ژوند د یوه تریخ حقیقت پشان داخل شی او تا به وزبیښي دوی بیا دا قابلیت لری چی څنګه تا خپل کړي او د مثت افکارو په وړاندې دې وکاروي.
 
د منفي فکر د منځ ته راتګ اعوامل :
د روانو چارو لپاره د یو ډول د بیرې پیدا کیدل (Anxiety about the Present)  چې دا بیره کیدایشي د منفي فکر د پیدا کمیدو لامل وګرځي او د لاندې غورځیدو سبب وګرځي.
 
 Shame on any post happing په تېر باندې د شرم احساس
هر چا په تیر وخت کی داسي یو فعل کړي چې په اوس وخت کې یې ځوروي، او  یو ډول د شرم احساس ورته پیدا کیږی  چی د منفي افکارو د پیدایښت سبب ګرځي. هیڅ انسان د ځانه پوره ندی حتما به یې د ژوند په جریان کی یو شمیر اشتباهات کړي وی خو هغه باید خپل د دایمي تباهې سبب ونه ګرځوي، پند واخلي، تکرار یې نکړي او نورو ته یې هم د تاوانو په اړوند پوهاوي ورکړی.
 
 د راتلونکي په تړاو د ويرې احساس:
ځني زیات شمیر د راتلوونکي او خپل نامعلوم برخلیک لپاره تر نارمل حد زیاته بیره لري، حال دا چې طبعت انسان خپل په مهربانه غیږه کی ځای کړي، راتلوونکي ته باید خوشبین، په ځان باور لرونکې، او د مثبت فکر لروونکې اوسی، د کوښښ او قوی پلانونو په مرسته ځان د بهترین برخلیک سره مخ کړي، برعکس که ځان د بې ځایه فکرونو غیږي ته ورکړی د نامعلوم او منفی برخلیک سره به ځان مخ کړی.
 
څنګه د منفي فکر کولو څخه ځان وژغورو؟
د منحرف کوونکې پیدا کول  (Find Distraction)، د منفي فکر د پیدا کیدو لامل او فکتور باید تشخص او د مخنیوي لپاره عاجل اقدام وشي.
 
Prefer to keep positive company خپل چاپیریال مو مثبت کړي 
که داسی ملګرې او دوست ولري چی مثبت فکر ولري، د ښه ژوند او پرمختګ لپاره د ښه پلان درلودوونکي وی ورسره کښیني، د زړه خواله ورسره وکړي که مو داسي څوک ونه موند نو کتاب مو تر ټولو ښه ملګرې کیدلی شي د هغه په مطالعي سره مو تشویش کم او ځان د بې ځایه منفي فکر کولو څخه وژغوري.
 
Stop judging the situation د حالاتو قضاوت نسبت ځان ته مکوي 
ځني خلک هر ډول شرایط او هر څوک په ځان او خپل ژوند سره مقایسه کوي، فکر کوي چې ټول باید یو شان یا هم تر دوی کښته وی؛ حال دا چی په نړۍ کې ټول د مختلف فکر، ذوق، جوړښت او خواصو لروونکي دی.
 
نو دا طبعي ده چې د ژوند شرایط، د پرمختګ مسیر، اقتصادي او مدني حالت به یې هم متفاوت وی، هر څوک به د خپلې پوهي او وړتیا په نسبت مخ ته ځي. نو هیڅکله د نورو سره د ځان په مقایسه او فکر کولو باندې مه مصروفه کوي، خپل پلانونه او وړتیاوي مو تعقیب کړي او ځان مو اهدافو ته ورسوي.
 
 Feel Grateful د ښه احساس لروونکي اوسي 
تل منوونکي او ښه احاس لروونکي اوسي داسي ژوند کول مو راتلوونکی تضمینوي ، کوښښ دې وشي چې ځانونه خوشحاله او فعال وساتې تر څو د یوازیتوب او منفي افکارو څځه امن پاتی اوسی.
 
ښه خوراک، نارمل خوب او فعال اوسیدل!(Eat well, sleep well and be active)
طبی درملنه
Cognitive behavioral therapy (CBT)
)LIFE STYLE CHANGEد ژوند د طرز بدلون (د سترس، تشویش او ډیپریشن درلوودولو په صورت کی د متخصص داکټر په توصیه د  SSRI, SNRI او نورو ANTI DEPRESSIVE DRUGs  استفاده کول.
 
پايله او وړانديزونه
هغه افکار او خیالونه چې د خپګان (sadness)، بیرې (  ( Anxiety او مزاج ((Mood د خرابوالې سبب وګرځی د منفي افکارو په نامه یاديږي.  پدې ناروغي یا ځوروونکې حالت اخته اشخاص عموما هر کار د منفي اړخه څیړي، د کار پایله تل منفي او بده اټکلوي، شک کوي، د ژوند څخه زیات شمیر شکایات کوي، په ځان او نږدې اشخاصو یې بی باوره وي، د اعتماد په نامه اصلا کوم څه نه پیژنی، د مسولیت او هغو کارو څځه چې د نوموړې د پرمختګ سبب ګرځي په یوه او بله بهانه ځان خلاصوي، د وظیفې او ټولنیز ژوند په جریان کی په همکارانو او دوستانو د باور نه کولو تر څنګ په هغوي شک کوي او د هغوي څخه یو ډول مبهمه د زیان رسولو بیره لري. جنګ، دعوا او جنجال زیات خوښوي، زیاتره یې جریمی سابقه هم کیدایشي ولري، کوښښ کوي ځان د قانون د اصولو څخه جلا کړي او خپل غلطي په نورو وتپي، ځان هیڅکله ګرم نه بولی او تل د نورو د ملامتولو عادت لري.
 
په ریښتنې توګه د بی باوری او خطایستو ترخي خاطرې، د کورني کم توجي، د کورني د اشخاصو ناسم چلند، خراب او منفي ګرایه ملګري او ځنی نور ټولنیز- رواني فکتورونه(Psychosocial Factors)   یې د منځ ته راتګ سبب ګرځي. د روانو چارو لپاره بیره، په تیر باندې د شرم احساس، بیکاري، منفي ټولنه او د پوهاوي نشتون یې نور لاملونه دی.
 
د چاپیریال مثبت کول، د وړ او مناسبې دندې پیدا کول، مطالعه کول، د غوره ملګرو درلودل، د حالاتو د قضاوت څخه ځان ساتل، د غوره احساس درلودل ،  منظم خوب، خوراک او فزیکي فعالیت درلودل مو د پورتنی ستونزې د حل لپاره زیاته مرسته کوي.
 
اخځلیکونه:
DIAGNOSTIC AND STATISTICAL MANUAL OF MENTAL DISORDERS FIFTH EDI T ION DSM-5TM
داکتر فهیم  احمدی ، خلاصه امراض روانی  کابل، افغانستان. ۱۳۹۸
Allen, Frances, Essential diagnosis 1st edition, 1393
www.medscpe.com