د ويټامين سي (C) ګټې به مو ډېرې لوستې وي، دلته يې زيانونه ولولئ 

ويټامين سي د ښې روغتيا لپاره يو اړين ويټامين دی، چې کمښت او نشتون يې وجود کې ګډوډۍ رامنځته کوي. ويټامين سي د مالټو او نارنج په څېر نورو ميوو او خواړو کې ډېر پيدا کېږي. د ويټامين سي د لسګونه ګټو ترڅنګ؛ که چېرې وجود کې د دغه ويټامين کچه ډېره لوړه شي،  نو لاندې ستونزې هم رامنځته کولي شي. 

۱- ويټامين سي په په اوبو کې حل کیدونکی يا  water-soluble ويټامين دی. په دې مانا چې د نورو ويټامينونو په څېر سي ويټامين وجود کې نه ذخېره کېږي. هر کله چې وجود کې د ويټامين سي کچه ډېره لوړه شي، نو بيا د وجود د مايعاتو له لارې وينې ته دننه کېږي او دې سره پر پښتورګو فشار راوړي. د پښتورګو د تيږې د پيدا کېدو يو له لاملونو د ويټامين سي، د کچې لوړېدا ده، ځکه چې اضافي ويټامين سي د تشو متيازو له لارې بهريږي او ځيني يې پښتورګو کې رسوب کوي. 

۲- همدا ډول د ويټامين سي ډېره کچه د هاضمي سېستم ګډوډۍ هم رامنځ ته کوي. هغه خواړه چې ويټامين سي لري د هاضمي سېسټم ګډوډي نه رامنتځه کوي خو که چېرې ويټامين سي په خالص ډول وخوړل شي، نو بيا د هاضمې ستونزې رامنځ ته کوي. اسهال او التهاب دوه هغه هاضمي ناروغۍ دي، چې د ويټامين سي د ډېر خوراک له امله پېښيږي. د ويټامين سي له امله هغه وخت اسهال پيدا کېږي، چې کچه يې يوه ورځ کې  له ۲۰۰۰ ملي ګرامه پورته شي. 

۳- ویټامین سي کیدای شي وجود کې د اوسپنې د زیاتوالي لامل شي. هر کله چې ورځنيو خواړو کې د ويټامين سي کچه له سل ملي ګرامه ډېر شي، نو د اوسپنې نارمل کچه په کې لوړيږي. د اوسپنې ډېروالی هم د وجود نارمل حالت خرابوي او ګډوډي رامنځ ته کولی شي.

وړاندې مو هم يادونه وکړه، چې د خواړو له لارې دومره ويټامين سي وجود ته نه رسيږي چې اندازه يې ډېره لوړه شي، او ستونزې پيدا کړي، خو که ويټامين سي په خالص ډول وخوړل شي، نو بيا ستونزې پيدا کولی شي. د عمر پر بنسټ که په لاندې اندازه ويټامين سي په ورځني ډول وخوړل شي، نو بيا ستونزې نه پيدا کوي. 
- له يو کلنۍ تر درې کلنۍ ماشومان ورځ کې ۱۵ ملي ګرام ويټامين سي؛ 
- له درې کلنۍ تر اته کلنۍ ماشومان ورځ کې ۲۵  ملي ګرام ويټامين سي؛ 
- له ۹ کلنۍ تر ۱۳ کلنۍ ماشومان ورځ کې ۴۵ ملي ګرام ويټامين سي؛ 
- له ۱۴  کلنۍ تر ۱۸ کلنۍ ځوانان ورځ کې ۷۵ ملي ګرام ويټامين سي؛ 
- له ۱۹ کلنۍ پورته نجونې ورځ کې ۷۵ ملي ګرام ويټامين سي؛ 
- له ۱۹ پورته ځوانان  ورځ کې ۹۵ ملي ګرام ويټامين سي؛ 
- له ۱۹ کلنۍ پورته حمل لرونکې ميرمنې  ورځ کې ۸۵ ملي ګرام ويټامين سي؛ 
- او هغه ميرمنې چې ماشوم ته شيدي ورکوي بايد ورځ کې ۱۲۰ ملي ګرام ويټامين سي تر لاسه کړي.