۱۹۴۵ز کال کې د دويمې نړيوالې جګړې په پای ته رسېدو د سترو هېوادونو ښکر په ښکر کېدنه په يوې بلې بڼې چې نيابتي جګړې يا Proxy wars ورته وايي پيل شوې. نيابتي جګړې په دې مانا چې تر شا يې ستر قدرتونه وي او جګړې هم دغه ستر قدرتونه کوي، خو د جګړې لوبغاړي او هم د جګړې لوبغالی درېيم هېواد او ځای وي. پر همدې بنسټ د نړۍ ستر قوتونه (امریکا، روسیه، چین) له دويمې نړيوالې جګړې را وروسته مخامخ جګړه نه کوي. دوی تل د یو بل په مقابل کې د ګټې ورکولو او ګټو اخیستلو پر اساس مخ ته ځي او تقابل د Zero-sum game په بڼه وي. دا ډول هیوادونه چې کله د ګټو ترلاسه کولو پخاطر سره موافق شي، له هغې وروسته پټ تړونونه لاسلیکوي او د دریمې نړۍ په غریبو ملتونو معاملې کوي. د یو څه اخیستلو په بدل کې یو څه ورکول یا د یو څه ورکولو په بدل کې یو څه اخیستل؛ خو اکثره وخت دغه راکړه ورکړه استخباراتي جنبه لري.
په ۲۰۲۱ کال کې د امریکا او روسيې ترمنځ ډیرې زیاتې غونډې تر سره شوې، دا غونډې د دواړو غاړو لخوا په سیمه يیزه او نړیواله سطحه د ستراتژیکو موخو د ترلاسه کولو پخاطر شوې، تر څو دواړه غاړې د خپلوملي ګټو پخاطر پر یو بل فشارونه زیات کړي او یوې موافقې ته سره ورسیږي. په دې وروستیو کلونو کې ایران په منځني ختیځ کې د امریکا ملي ګټو ته ستر ګواښونه پیښ کړي دي، او امریکا ته د ایران د نفوذ او مداخلې د مخنیوي په خاطر پر ایران د پوځي برید اقدام پرته بله هیڅ لار نه ده پاتې. په ورته ډول اوکراین کې د ناټو شتون د روسیې ملي امنیت ته یو جدي ګواښ دی، او روسیه په خپلو ګاونډیو هیوادونو کې د ناټو شتون سره سخت مخالفت کوي.
د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ له درېيمې نېټې وروسته، ایرانی جنرال قاسم سلیماني د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په برید کې ووژل شو، ایران د غچ اخیستنې په لټه کې دی، او دایې په ډاګه ویلي چې ایران به د جنرال سلیماني د وژنې غچ واخلي. بله خوا ایران د جنرال قاسم سلیماني د وژلو په غچ کې په عراق کې د امریکايي ځواکونو پر هوايي اډو د بالستیک توغندیو برید کړی وه. د سلیماني له وژل کېدو وروسته د دواړو هیوادونو تر منځ کړکېچ زیات شوی اوایران په دوامداره توګه په منځني ختیځ کې د امریکا ملي ګټو ته یو لړ ګواښونه کوي. په عراق کې د امریکا په سفارت او پوځي اډو د ایران راکټي بریدونه، او په عراق، سوریه او یمن کې د ایران لخو د امریکا متحدینو ته سرخوږی جوړول امریکا ته هیڅ د منلو وړ نده.
دا څرګنده ده چې روسیه ایران په سیمه کې خپل ستراتیژیک متحد بولي، خو موږ باید په دې پوه شو چې دا اوس هغه روسیه نه ده چې د شوروي اتحاد په وخت کې به یې د خپلو متحدینو کلک ملاتړ کولو. د روسيې اوسنی سیاست د درېیمې نړۍ د هیوادونو پر سر تجارتي جنبه غوره کړې؛ لومړی یې د غربي نړۍ مقابل کې راپورته کوي چې په سیمه کې د امریکا او متحدینو ګټې پرې وګواښي، او په پای کې امریکا مجبوروي، چې په دې هیواد پوځي برید وکړي او روسیه یې په بدل کې له امریکا څخه په ملیونونو ډالر تر لاسه کړي، لکه څنګه چې صدام حسین د امریکا پر وړاندې په روسانو تکیه کوله، حال دا چې روسانو د امریکا او عراق د جګړې له پیل څخه مخکې د عراق د حکومت په ړنګولو کې له امریکا څخه په ملیونونه ډالر واخیستل او صدام یې یواځې پریښود. لکه څنګه چې روسانو له صدام څخه بدمعاش جوړ کړی وه او د ډالرو په مقابل کې یې د ښامار خولې ته ورواچولو، هماغه لوبه اوس ایران سره کوي.
د ایران واکداران نه پوهیږي چې د سیمې کړکیچ په جګړو او دښمنیو نه حل کیږي. که ایران په ریښتیا هم له عربي نړۍ سره د ستونزو د هوارولو غوښتونکی دی، باید له دیپلوماتیکو لارو څخه کار واخلي او له خپلو ګاونډیو سره ستونزې حل کړي، پدې صورت کې به امریکا ته په سیمه کې د مداخلې فرصت پاتې نشي. که چیرې ایران په همدې لارې روان وي لکه څنګه چې د روسانو او چینایانو په اشاره روان دی، هیڅ وخت به سیمه ييزې ستونزې حل نشي او بلاخره ایران به د یو ستر پوځي برید ښکار شي. البته پدې پوځي برید کې به د سعودي عربستان په مشرۍ عربي هیوادونه هم د پردې ترشا ونډه اخلي، او بلاخره د ایران حکومت به ړنګ شي. او دا جګړه به ایران تجزیه کړي، ځکه د ایران، ترکيې او عراق کردان پدې هیله دي چې امریکا به د کوردستان په جوړولو کې دوی سره مرسته کوي. بله خوا امریکا هم په دې باور ده چې په منځني ختیځ کې د امریکا د ملي ګټو د خونديتوب لپاره یوازې یوه لاره پاتې ده چې د پوځي برید له لارې د ایران اوسنی حکومت له مینځه یوسي، او په بدل کې یې د عرب متحدینو په خوښه یو نوی حکومت جوړ کړي.
زما د تحلیل له مخې روسيه او امریکا د اوکراین او ایران پر سر تړون کړی دی، "ایران راکړه او اوکراین واخله" ( Take and Give Policy) ده. امریکا به اوکراین روسيي ته سپاري او روسیه به امریکا او متحدینو ته یې اجازه ورکړي چې په ایران پوځي برید وکړي تر څو د ایران اوسنی رژیم نسکور او د غرب په ملاتړ نوی حکومت منځته راشي. د ایران د راتلونکي حکومت مشران په واشنګټن ډي سي کې میشت دي، او د اوکراین د راتلوکي حکومت مشران په مسکو او بیلاروس کې میشت دي.
عزیزالله جبارخیل
وروستي