په کندهار کی د سهيل لويديځی حوزی لپاره دکرکټ لوبی روزنيز پروګرام دايريږي

 د افغانستان کرکټ بورډ رسنیزه خبرپاڼه:
دبوست او کندهار کرکټ ادارې راپور:


په کندهار کی د سهيل لويديځی حوزی د ولاياتو لپاره دکرکټ لوبی روزنيز لس ورځنی پروګرام دايريږی، دغه پروګرام به  د راتلونکی  فروری دمياشتی دلسمی نيټی(۲۰۱۱) څخه بيا تر شلمی نيټی پوری دلسو ورځو لپاره دکندهار ولايت په غازی محمد ايوب خان لوبغالی کی ترسره کيږی.
دا روزنيز پروګرام د لوبی سپورټی روزنيزی موسسی لخوا په لاره اچول کيږی چی پکښی به دتکړه او دتجربی کارو استادانو لخوا دکرکټ لوبی لوبغاړوته د دی لوبی دهری برخی روزنه  په ښه توګه ورکول کيږی څو ددی سيمی دکرکټ لوبغاړی دکرکټ لوبه په او معياری توګه زده  او په راتلونکی وخت کی ددی روزنی څخه په ګټه اخيستو سره په دغه سيمه کي ښه او پياوړی لوبغاړی  پيدا او خپل مهارتونه په ولايتی او ملی سطحه وښئي.
دبوست اوکندهار دکرکټ اداره د ټولو هغه لوبغاړو څخه چی عمر يي د ۱۴ څخه تر ۳۰ کلونو پوری وی او دکرکټ لوبی د زده کړی سره مينه ولری غوښتنه کوی څو په دغه روزنه کی دګډون په موخه دکندهار دکرکټ اکاډمی څخه چی په غازی محمد ايوب خان لوبغالی کی موقعيت لری د راجستر فورمه ترلاسه کړی او دغه موقعي څخه ګټه واخلی او په دغه روزنه کی ځان شامل کړی.
د  افغان کرکټ بورډ اجرایوي رئیس نسیم الله دانش د لوبې سپورټ روزنیزې شخصي مؤسسې او د افغان کرکټ بورډ بوست زون ادارې څخه مننه کوي چې د دې سیمې د کرکټ لوبغاړو ته داسې روزنیز کمپونه جوړوي.
                                                                                                 About us: The Afghanistan Cricket Board is the governing body for the game of cricket in Afghanistan and an Associate Member of the Asian Cricket Council and Affiliate Member of the International Cricket Council.
Media Contact:
Contact:  Ilham Yasini
Afghanistan Cricket Board Media Department
Email: acb.media@afghancricket.af  or  afg.cricket.media@gmail.com
Tel: +971509279870
+93 (0)789 067 729
+93 (0)79403234