افغاني ټولنه کې د تفرقې او اختلاف لاملونه بايد وپلټل شي 

له شک پرته، ټولنه کې د يووالي په پار بايد لومړی د تفرقې او اختلاف لاملونه پيدا او پلټل شي. په ټولنيزو درزونو او اختلافاتو کې د اختلافي مسايلو  لاملونو پيدا کول اړين دي. څه ډول چې د يوې ناروغۍ د درملنې په پار لومړی بايد ناروغي تشخيص شي او وروسته له هغې درملنه اسانه کېږي، نو په همدې ډول د يوې ملت دننه دا بايد وپلټل شي، چې قومي، ژبنی او مذهبي تعصب ولې او انګېزه يې څه ده. 

افغانستان کې د وروڼو قومونو ترمنځ کومه داسې تاريخي ستونزه، منازعه او کرکه شتون نه لري، چې له امله يې دوی نفاق، تفرقه، له يو او بل کرکه ولري. د بهرنيو لاملونو ترڅنګ ځيني په کور دننه مسايل لوی شوي او قومي شوي او په همدې سبب يو افغان ملت د پښتون، تاجک، هزاره، ازبک او نورو قومي هويتونو په اخېستو له ملي هويت لېرې شوی. 

افغانستان کې له پېړيو - پېړيو دغه پورته څلور لوی او نورو  لږکيو قومونو په يووالي او ملتي چوکاټ کې ژوند کړی، خو د سردار محمد داود خان په جمهوريت کې د قومي نفاق او تفرقې پڅ پيل وشو. د غوايي کودتا نېږدې کال وروسته چې ببرک کارمل واک ته ورسېد، دغه د تعصب موضوع يو څه ډېره څرګنده او بحثي شوه. 

د مجاهدينو د حکومت پر مهال چې کورنۍ جګړه پيل شوه، په لومړي ځل يې افغانستان کې يو قوم د بل پر وړاندې سره دښمن او په هماغه وخت کې افغانستان کې سياست د ملي والي پر ځای قومي شو. د جمهوريت په تېرو شلو کالونو د هماغه مهال مجاهدينو ډلې په واک کې وې، او په قومي - ګوندي سياست کې يې د نفاق تخم لا ډېر تيت کړ. 

په دې تېرو شلو کالونو کې هم لوېدځې نړۍ او د سيمې هېوادونو د خپلو ملي ګټو په پار افغانستان کې د ملت جوړونې پر ځای د حامي - پيرو قومي سياست ته کار وکړ. د واک وېش قومي او دومره د قوميت مسله ژوره شوه، چې هره لویه او کوچنۍ موضوع به ژر قومي - سياسي رنګ واخېست  او هڅې په دې پار وې، چې افغانستان سره فدرال  او يا هم تجزيه کړي. 

لنډه دا چې د افغانستان قومونه هم په تېر او هم په اوس کې د ورورۍ او يو افغانيت اړيکې او کلکې رېښېې درلودې/لرې؛ د بهرنيو په  لمسون او په کور دننه د قومي سياسي څېرو په عمل سره،  تعصب او نفاق اوج ته ورسېد. هر کله چې افغانان هغه مشران او بهرنيان ورټي، چې د ملت پر ځای پر قوميت ټېنګار کوي، نفاق او اختلاف له منځه تللی او د يو واحد افغانستان کې هيله په کې تر واقعيت نېږدې کېدلی شي. 

افغانستان کې قومي تعصب او اختلاف بهرنۍ او کورنۍ رېښې لري، چې په مختلفو بڼو يې دغه مسايلو ته لمن وهلې او وروڼه قومونه يې د نفاق او کرکې په کړۍ کې اېسار کړي دي.