د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت جلالتمآب ولسمشر داکتر محمد اشرف غنی ته لیک!

تر هر څه وړاندې مو سلامونه او نیکې هیلې ومنئ ،خدای دې وکړي چې تردي دمه مو د صحت جامې پر تن وي ،ځکه تاسو د داسې هیواد ولسمشر یاست چې د وګړو ډېرې شپې یې د ډزو او بمونو پۀ غږونو سبا شوي او لا هم سبا کیږي او هره ګړئ د خپل مرګ شپې شماري .
  
ښاغلی ولسمشره !
 له ټولو بوختیاوو او مصروفیتونو سره – سره مو بیا هم د رب له سپیڅلي او مهربان ذاته سر لوړي او بریالیتوب غواړم هیله مند یم چی د خپل بوخت کاری تقسیم اوقات څخه مو لژ وخت د دی لیک لوستلو ته ورکړی ..
 
ښاغلی ولسمشره!
 غواړم چې د هغو  ویښو او باشعوره ځوانانوغږ تر تاسو در ورسوم چې ، خپلو  اهدافو تر لاسه کولو لپاره یې تاسو انتخاب کړئ او د وطن برخلیک یې تاسو ته وسپاره  او د نجات پریښته یې تاسو وګڼلئ . ستاسو په علمیت وطن دوستئ او خاورې ته په وفادرئ هیڅ افغان شک نلري ، نو ځکه خو ژمنو ، ویښو او پر وطن مینو ځوانانو پر تاسو باور او ننګه وکړه . ویښ ځوانان په دې ښه پوهیدل  چې تاسو دهېواد پر تاریخ تربل هر سیاستول ښه پوهیږئ او د نوي اکاډمیک څېړندود تر څنګ د هیواد د پرمختګ او سوکالۍ ګڼې نړیوالې سرچینې در معلومې دي، چې د ځینو لنډه یادونه یې ضروري ګڼم.
 
 جلالتمآب جمهور ریس !
 ستاسې پروګرامونه مو په دې خوښ و چې د هر رنځ او درد لپاره پکې درمل موجود و. په هېواد کې د شته کړکیچ سره سره مو په هېواد کې د تېر په پرتله تر ټولو زیاتو پرمختیایي پروژو پرانسته وکړه  لکه : د چابهار ستر بندرپرانیسته چې د پاکستان له اقتصادي انحصاره پرې تر ډېره خلاص شو .
 
څرنګه چې د افغانستان تجارت تر ډېره د پاکستان له لارې تر سره کېده او وخت پر وخت یې افغانانو ته نه یوازې دا چې مالي زیانونه رسولي، بلکې تر څنګ یې نور ګڼ شمېر ستونزې رامنځته کولې او تل یې د خوږ ګوتې څخه نیولو ، چې دغه ستونزوڅخه د خلاصون لپاره  د لاجوردو لار په  پرانیسته ښه جواب و . د سوداګرۍ په برخه کې د هوايي دهلیزونه پرانيستل مو بله ښه لاسته راوړنه وه ، د هیواد په بیلا بیلو ولایتونو کې اوبو بندونو جوړول مو د  ځان بساینې نورې بیلګې دي چې د هیڅ افغان څخه پټې نه دي دا او دې ته ورته نورې لاسته راوړنې به د هېواد په تاریخ کې یو زرین باب وي .
 
ښاغلی ولسمشره!
 پر تاسو د ولس د باور یو لوی لامل له فساد او بې عدالتۍ سره ستاسو قاطع دریځ او شعار و د مافیا، انساني قاچاق او فساد په اړه مو د هر سټیچ له سره زمزمه  کوه چې تر یوحده مو په دغه برخه کې کار وکړ، خو هغه شان چې د فساد په برخه کې لازم و د ولس سترګې پرې نه دي خوږی شوې لا هم د تیر په څیر د فساد ریښې په بیلا بیلو برخو کې ژورې روانې دي، چې ستاسو د قاطع دریځ لار څاري.
 
ښاغلی ولسمشره !
 دجنګسالارانو او غیر مسولو وسلوالو خلاف دریځ مو هم ستایو خو ځينې غیر مسول وسلوال اوس هم خلاصې تڼۍ ګرځي ضامن یې هم ستاسو تر څنګ ناست دی، چې داسې نه انډول خپله ولس په نظام بې باوره کوي او خپل ملاتړي له لاسه ورکوي.
 
ښاغلی ولسمشره!
 که د سولې برخې ته تم شو په دې اکثره  کارپوهان پوهېږي چې افغانستان کې روانه درې څلوېښت کلنه جګړه ، د سترو زبرځواکونو جګړه وه او ده چې افغانان په کې د سونتوکو په توګه قرباني شوي او لا هم دغه لړۍ روانه ده  . البته په دې غمیزه کې د افغانانو توره او مېړانه پر خپل ځای د یادونې وړ ده ، خو دلته توره او سیاسي بصیرت کله هم سره موازي شوي نه دي  ، نو ځکه خو یې د یوې مثمرې نتیجې پر ځای افغانانو ته دا لویه غمیزه د میراث په توګه پرېښودله. اوس تقریباً د وروستي ځل لپاره بیا د سولې لپاره یو څه فرصت برابر شوی، که له دې فرصت څخه هم ښکېلې غاړې سمه ګټه پورته نه کړي، نو د دې اټکل شته چې هېواد داسې یو لوی ناورین ته لاړ شي چې تر تېرو غمیزو هم ډېر بدتر وي.  
 
ښاغلی ولسمشره!
 
 تاسو ته بهترمعلومه ده ، چې ستر زبرځواکونه د جنګ د ډګر څخه د هر علت ؛ ماتې ، مجبوریت ، تېروتنې ، ضرورت او ان خپلې خوښې له امله وځي، په نړیواله کچه د هغوی باور ته زیان رسي ، نو د دغه زیان د جبران او پام اړولو لپاره دوی هغه هېواد جوړ او سلامت نه پرېږدي ؛ یا یې د تجزیې له ګواښ سره مخامخوي ، یا له کورنیو جګړو سره ، یا هم له اقتصادي بحران او نورو ناروغیو سره. وېره دا ده چې امریکا او ناټو افغانستان په لوی لاس کورنیو جګړو ته ورستون نه کړي او یا یې پاکستان ته په ټیکه ور نه کړي. پاکستان له سخت اقتصادي بحران سره مخ دی، امریکا سره ان د خپل عزت په بیه هم هر ډول معاملې ته حاضر دی. نو پاکستان به د پیسو د ډالۍ او همدارنګه د اقتصادي بندیزونو د ختمېدو په بیه پر طالبانو د پخوا په شان د یوې پروژې په توګه معامله وکړي ، طالبان به له زوره او ځواکه وغورځوي ، داسې یو حالت ته به یې ورسوي چې نه د حکومت د نیولو وس ولري او نه به هم حکومت داسې یو ځواکمن حالت کې وي چې طالبان ختم کړي ، نتیجه به دا وي چې ورور وژنه او افغانوژنه به روانه وي ، هېواد به د یو کمزوري حکومت څښتن وي او ان د خپل جوړښت په داخل کې به هم د سمون وس و نه لري .
 
 
ښاغلی ولسمشره !
 د هیله منتیا څرګونه هم شته او هغه دا چې هم بهرنیو ځواکونو او هم کورنیو لوبغاړو سیاستوالو ته تیرې تجربې په مخکې دي  ټول پر دې پوهېږي چې یو وړه تېروتنه هم د تېرو غمیزو د تکرار سبب کېدای شي ، امریکایان هم په دې ښه  پوهېږي چې دوی ته د پیښ شوي سردردي اصلي لامل پا کستان دی . پاکستان لا له وړاندې ددې ویر ټغر په خپل کور کې غوړولی ،چې امریکا پر دې پوهېږي چې دلته امریکایانو ته د ستونزو په ټوکېدو کې د پاکستان اساسي نقش و ، هسې نه چې له سیمې څخه تر وتو وروسته د دې ستونزو غچ له پاکستانه واخلي . پاکستان بیا له اقتصادي ، سیاسي او نظامي پلوه د ګړنګ پر غاړه ولاړ دی او د امریکا یوه وړه ټېله یې له ګړنګه ګوزارولو ته بسنه کوي ، نو کوښښ باید وشي چې اصلي ځالې او سرچینې له منځه ولاړې شي چې دا کار زموږ له وسه بهر او نړیوالو ته ساده دی .  
 
ښاغلی جمهور ریس !
دا چې د هېواد له بیلا بیلو برخو څخه مو ځوانانو ته په بهر کې د تېر په پرتله د لوړو زده کړو لپاره ښه زمینه برابره کړې موږ دې ددغه کار منندوی یوهیله لرو چې دغه لړۍ لا پسې چټکه شي  او د هېواد ځوانانو په بیلا بیلو برخو کې پر ځان بسیا او د هېواد راتلونکی په لاس کې ونیسي دا چې لوړې زده کړې د یو هېواد پر مختګ ملا تیر جوړوي نوپه دغه برخه کې  ستاسو پاملرنې ته لا هم سترګې په لار یو .  
ښاغلی ولسمشره !
 داچې  د هېواد نفوس  ۷۰ سلنه ځوانان جوړوي د سولې خبرو په برخه کې یې شتون کې کم رنګه او یا هم د سیاسي جوړ جاړیوښکار ښکاري ، هیله ده چې وړ په کار پوه او وطني احساس درلودونکي ځوانان پکې ځای پر ځای شي او د ونډۍ اخیستنې په شرکت بدل نه شي که څه هم اوس د سولې پلاوي تر کیب په برخه کې ځينې بلګې وینو چې سیاسي جوړ جاړیو په مرسته رامنځته شوي  چې دغې چارې پوه پر هېواد مین ویښ ځوانان تر ډیره اندیښمن کړي او پایله یې سمه نه ويني هیله ده چې دغه تر کیب ته جوړ جاړیو کړکۍ وتړل شي او وړ کسان پکې شامل شي .
 
ښاغلی ولسمشره !
 ایا دا ضمانت شته چې د سولې له تړون وروسته به  د هیواد شل کلنې لاسته راړنې حفظ شي او ځوانان به د اوس په څیر په نظام کې خپل ځان وګوري ، که څه هم د امریکا سره د تړون ځینې برخې د مخالف لوري لخوا همدا اوس نقض شوي او تړون ته وفادار نه دي پاتې شوي .
 
ښاغلی ولسمشره !
دا چې مخکې مو هم یادونه وکړه چې د هیواد له بیلا بیلو سیمو ډيری ځوانان لا هم له هېواد بهر په زده کړو بوخت دي او د هېواد د بقا لپاره خولې تويوي ، ایا د سولې هوکړې څخه وروسته به له دوی څخه د هېواد د بقا لپاره کار واخیستل شي کې به په خلق، پرچم، ټامي او نورو نومونو ونومول شي او دوی به هم ددې بد مرغه جنګ سون توکي او خوراک شي.
 
ښاغلی ولسمشره !
په پای کې باید ووایم چې د سولی په برخه کې مو اوس هم ځوانان د تګلارې او ستاسی د خپور سوی منشور ملاتړي دي ، دا چې د هیواد ډير نفوس ځوانان جوړوي  او له اولې ورځې څخه یې ستاسو د تګلارې او منشور ملاتړ کړی  ، نوسولې په برخه کې ځان د سیاسي احزابو او نورو کړیو تاثیر لاندې مه راولئ او د ځوانانو ملاتړلا هم  له ځانه سره وساتئ چون د هیواد ځوانان ستاسو په بریا کی خپله بریا گوری!
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ
 
تل د وی جمهوریت
ژوندی د وی افغانستان
 
په درنښت
د محصلینو په استازیتوب نعمت الله کاکړ
د روسیه هیواد د ترانسپورت مرکزی پوهنتون محصل