د افغان کرکټ بورډ نوې اجرايوي رييس پلان د افغان کرکټ ودې او پرمختګ لپاره

 د افغانستان کرکټ بورډ رسنیزه خبرپاڼه:


 د افغانستان کرکټ بورډ نوی اجرایوي رئیس نسیم الله دانش نن په یوه خبرې غونډه کې د افغان کرکټ ودې او پرمختګ لپاره خپل پلان وړاندې کړ.
نوموړي له هر له مخه ټولو هغو هیوادوالو څخه مننه وکړه کومو چې د افغان کرکټ د ودې او پرمختګ لپاره معنوي او مالي ملاتړ او مرستې کړی دي او د افغان کرکټ مینوالو ته یې ډاډ ورکړ چې په لومړي پړاو کې به د دوی لپاره د کرکټ معیاري لوبغالو جوړولو کار ګړندی کړي.
نسیم الله دانش وویل(( زما پلان د کرکټ پراختیا، وده او پرمختګ دی، نوموړي وویل چې په دې معنی چې د کرکټ ټول کارونه به د پخوا څخه په ښه توګه مخکې ځي( یعنې کومې لوبې چې د افغان لوبډلو لپاره مهال ویش شوي دي هغه به په ښه توګه مخکې ځي). ښاغلی دانش وايي چې د ملي لوبډلې لپاره به د پیاوړې هیوادونو سره لوبې برابروي نوموړی وايي کچېرته دغې کار زما څخه وغوښتل چې زه د نورو هیوادونو کرکټ بورډونو ته سوال او زارۍ وکړم هم دې کار ته ته تیار یم)).

محترم دانش په دې ډېر ټینګار وکړ(( مهال شويې کارونه به مخکې ځي خو لومړی کار به یې د لومړې ورځې څخه دا وي چې د کرکټ د ودې او پراختیا لپاره د هیواد په ټولو ولایتونو کې معیاري لوبغالي جوړ کړي، نوموړی وايي چې د لوبغالو جوړول به د هغې ځای څخه لومړی پېل کوي چې په کوم ځای کې کرکټ لوبه ډېر رواج دی، په همدې شکل به په کومو ولایتونو کې کرکټ لوبه په ټوکیدو ده هلته لوبغالی جوړول کیږي))، دانش وايي ((د کرکټ د لوبغالو په جوړولو کې دې ته هم تیار دی چې د خپلې شخصي پانګې څخه کرکټ بورډ سره د کرکټ لوبغالو په جوړولو کې مرسته وکړي)).
نوموړي د کورني کرکټ په اړه د خبریالانو پوښتونو وویل ((که څه زه د کورني کرکټ مهال ویش په اړه معلومات نلرم خو زه به په کورني کرکټ ډګر کې لوبې د مهال شویو سیالیو څخه زیاتې کړم چې د کرکټ پیاوړي او مستحق لوبغاړي د هیواد له ګوټ ګوټ څخه د ملي او کورنیو لوبډلو لپاره پیدا کړو))، نومړی وايي ((د لوبغاړو غواروۍ کمیټې ته به کتنه کوي او دغه کار به لا نورو هلو کسانو ته سپارل کیږي، یعنې په دې کمیټه کې به د کرکټ متخصصین وي هره پرېکړه به د ټولو په مشوره ترسره کیږي))، په دې اړه دا ژمنه هم وکړه چې د ملي لوبډلې لوبغاړي به په ولایتونو کې د کرکټ لوبغاړو ته د کرکټ زده کړې کمپونه جوړوي او د کرکټ تخنیکونه ورزده کړي.
نوموړی په خبري غونډه کې ده هم وویل چې د افغانستان کرکټ لپاره به نورې مرستې هم داجذبوي چې په ټول هیواد کې د کرکټ د پراختیا لپاره پرې کار وکړي.
همدارنګه نوموړي د کرکټ بورډ ادارې کارکوونکو څخه وغوښتل چې د خپل وطن د کرکټ د پرمختګ لپاره په اخلاص کار وکړي.