د سوچ وړ څو خبرې

په هیواد کې جنګ نوی ودریدلی دی، لا د بشپړ امنیت او ثبات پورې اوږده لار ده او په مخ کې ډیر خنډونه پراته دي. لدې سره تازه د ډیورند په فرضي کرښې د اغزن تار جوړولو په سر باندې، د پاکستاني پوځیانو سره  څو شخړې یو د بل پسې رامنځته شوې. د ډیورند منحوسه کرښه خو، له هماغه پیله د افغانستان په وجود کې د انګریزي ښکیلاک څخه،  د دوو جګړو د ماتو غچ په توګه، راپاتې د ناسور ټپ دی، چې د خپل موجودیت له وخته یې کله هم هیواد آرام ته نه دی پریښی. اما په زماني لحاظ، دا تازه شخړې کومې معمولي پیښې دي او که د کومې بلې موخې له پاره پلانیزه شوې اوپراتیفي عملیات؟
 
د اغزن سیم د تیرولو ټوله ظاهري فلسفه خو داسې وه: چې کله به امریکایانو د کابل پر باټن حکومت د بې امنیتۍ له کبله سترګې برګې کړې، نو د کابل مزدوران به لاس په نامه شول او ویل به یې: افغانستان ته ترورستان ټول له پاکستان څخه راځي او په هیواد کې امنیت اخلالوي. امریکایي کوبای چې به پاکستان ته مخ وګرځاوه، نو پاکستاني زړو ماهرو چوپړانو به د تعظیم سر ټیټ کړ او   له مخکې  ښه ضبط کړی ځواب به يې  په خورا تمکین سره په خوله راوړ: صاحب، تاسې ته خو څرګنده ده، چې موږ پیسې نه لرو، تاسې موږ ته امکانات چمتو کړئ، موږ به د ډیورنډ پر کرښه باندې آغزن تار راکښ کړو، بیا به نور زموږ ګډ دښمنان لدې ځایه نشي تیریدلی. د پاکستان د ستراتیژیک هدف خوب و خیال رښتیا کیدو ته نژدې کیده. دا د امریکا، پاکستان او افغانستان د دولتونو درې واړو ګډه مسأله ګرځیدلې وه. وروستۍ او ټاکونکې پریکړه د امریکایي چارواکو په لاس کې وه. پدې توګه امریکایي بادار د نوې چاکر په رضا، زوړ چاکر ته، د پښتنو په ټټر د آغزن سیم د تیرولو د لګښت په غاړه اخیستلو ټټر وواهه او د جوړولو پریکړه یې صادرکړه. پدې بانډار کې د « کوزکلي ګلخان» او د « برکلي امام» هم حاضر وو.
 
کله چې اشرف غني د خپل واک په لومړي ورځ د پیشخدمتي په ډول، د امریکا  سره امنیتي تړون لاسلیک کړ او نهه پوځي اډو ته یې ورته په خپله خاوره ځایونه  تحفه کړل، امریکایي پوځیانو هم خپل ټول تیت تاسیسات، چې د کرښې دې غاړه یې جوړ کړي وو، خپل پخواني او د ډاډ وړ چارکر ته پریښودل او پاکستاني تاڼې په کې ځای په ځای شوې.
 
له لرغونو حکیمانو راپاتې خبره ده: هر څه بدلیږي. زموږ په سیمه کې هم بنسټیز بدلون رامنځته شو. شیطان که هر څومره متکبر دی او چالونه یې ستر دي. اما بې ایمانه دی، زور نه لري، د کوچني اما باایمانه ملت له ټینګې ارادې څخه په تیښته وتښتید. په میدان پآتې شول، په آغزن سیم سره په وینو لت پت  پښتانه.
 
ښکاري، د پاکستان له خوا د ډیورنډ  پر کرښه د مزي غزولو نوې اقدامات هغه پیښې دي، چې په قصدي توګه غواړي افغاني چارواکي غبرګون ته راوپاروي. بیا د ښه ګاونډیتوب  په نامه د اسلامي امارت چارواکي د خبرو میز ته راوبولي. اسلامي امارت د رسمیت پیژندنې په  بحران کې ډوب او مجبور باید د پاکستان د نوو شیطاني چالونو جال ته وړاندې شي او د ډیورنډ د کرښې کشالې حل ته کښیني!
 
سره ددې، چې د اسلامي امارت رسمي دریځ، د لوی ملا  له وخته ښکاره دی: د ډیورنډ مسألې په هکله پریکړه د ملت په واک کې ده، د حکومتونو په اختیار کې نه ده. اما د پاکستان او آن نورو دولتونو د رسمیت پیژندلو په شرط کې به څنګه شي!
 
د افغانستان تاریخي عبرتونه داسې دي:

  •  د هیواد د خپلواکۍ او پرمختګ غازي امان الله خان څخه، د مشروطیت خپلواکۍ غوښتونکي غورځنګ د مخکښانو او د عام ولس د نارضایتۍ لومړي نښي نښانې هغه وخت راڅرګندې شوې، چې د استقلال په جګړه کې افغاني فاتح لښکرو ته د ډیورنډ تر کرښې د بیرته شاته تګ امر ورکړ او د راولپنډۍ په مذاکراتو کې انګریزانو ته د خپلو خاورې د بیرته اخیستلو څخه تیر شو.
  • په افغاني ټولنه کې د داوُد خان د محبوبیت غوره لامل همدا وُ، چې هغه د خپل صدارت په وخت کې د پښتونستان د آزادولو په داعیه تینګ ولاړ وُ. اما کله چې د خپل واک په وروستیو کې د پاکستان سره د اړیکو ښه کولو په بدل کې د پښتني خاورو د ادعا څخه تیر شو، هغه هم نور په افغاني روښانفکرانو او عامو پرګنو کې خپل محبوبیت له لاسه ورکړی وُ. د یو ساده پوځي پاڅون سره له منځه لاړ.
  • د هیچا څخه پټه نه ده، چې پاکستان د څلویښتو کلونو راهیسې په افغانستان کې د جګړې اور ته پکی وهلی دی. د دې له پاره چې کوم پیاوړی مرکزي حکومت په افغانستان کې رامنځته نه شي او د خپلې خاورې د بیرته غوښتلو توانایي پیدا نه کړي. پدې لړ کې امریکا هم د خپلو جنایاتو د بام واورې پر پاکستان غورځولي دي. لدې کبله په افغانانو کې پاکستاني ضد روحیه خپل اوج ته رسیدلې ده. د پښتنو د حقوقو څخه د تیریدنې په بدل کې د پاکستان سره هره معامله  د خپلو خلکو د کرکې په بیه سرته رسیدلی شي.
 
په وروستیو څلورو لسیزو کې پآکستاني چارواکو ته په افغانستان کې د لاسوهنې چل ورغلی دی، د افغاني سیاستوالو دغه فن ندی زده. که نه پاکستان نسبت افغانستان ته په هر لحاظ زیات آسیب پذیره دی. هلته دوه ستراتیژیک سیاسي لوري د تشخیص وړ دي:
  • د پاکستان ملکي حکومت، چې ګنې د ټولټاکنو په نتیجه کې منځته راځي، پارلمان، سیاسي ګوندونه ، د پښتنو نشنل ګوندونو په شمول او نور یې د جمهوریت په نامه مخ ته روان دي، له پیله د لودیز په دستور، د شوروي په ضد، د چین سره په دوستانه اړیکو کې دومره وړاندې لاړل، چې اوس نو ټول هیواد  د چین د پورونو په ګرو کې لویدلی دی. په لویو سوړو کې ننوتل همداسې عاقبت لري.
  • د پاکستان پوځي- استخباراتي دستګاه، چې د ټول واک اصلي خاوندان دي او په سیمه کې د لودیز د استعماري ادارې نه بیلیدونکې برخه ده.
 
لا تر اوسه له حافظو نه ده وتلې، چې عمران خان د پاکستان صدراعظم په توګه په خپلو لومړنيو ویناوو کې ټینګار کاوه چې: د افغانستان سره به سرحدي ستونزې داسې حل کړي لکه په  اروپایي هیوادونو کې، چې په پولو کې په تګ راتګ  به هیڅ ډول مشکل وجود ونه لري. اما په عمل کې ټول د ډیورند په کرښه، لکه د برلین دیوال، د آغزن سیم د غزولو شاهدان یو. دا په خپله په ډاګه کوي، چې د هیواد اصلي واک د بل چا په لاس کې دی او دی یې د یو غیر حرفوي سیاستوال او غیر مستقل شخصیت په توګه راوړاندې کړیدی .
پاکستان د همدغه ویش پر بنسټ، چې یوه پښه یې د پیګنګ سره او بله پښه یې د واشنګټن- لندن سره ده، د امریکا او چین په وزلوبه کې د شلیدلو په ګواښ کې دی، ګنې اوس اوس د افغانستان او هند د ریښتینې دوستۍ څخه د پاکستان د شړیدلو خطر څخه ځان ژغورلی ګڼي. پاکستاني چارواکي د ځان ژغورلو له پاره لکه سیلاب وړی هر جال ته لاس اچوي.
 
لدې کبله د ډیورند د کرښې مسألې سره د افغان لوري هر ډول سطحې یا احساساتي چلند هم هیواد ته او هم سیاسي چارواکو ته خوراګران تمامیږي. یواځې اوږدمهاله شعوري چلند، چې احساسات یې یوه برخه وي، د هیواد او سیاستوالو په ګټه تمامیدلی شي:
  • د سیمې د دواړو خواوو اوسیدونکو سره د آغزن سیم په بندولو او د جوړ شوي تار له منځه وړلو کې هر اړخیزه جدي مرسته او ملاتړ په کار دی. دا د سیمې د خلکو طبیعي حق دی، چې په خپلو منځنو کې پرته له خنډ او ځنډ څخه،  خپلوي او فرهنګي اړیکي وپالي او سوداګري راکړه ورکړه ولري. مصنوعي بندیزونه په اوسنۍ نړۍ کې غیرتمدني او اجباري چارې دي، نو ځکه د منلو وړ هم نه دي.
  • په ټول جرأت سره ښایي د ټول پښتون ولس د یووالي غږ بدرګه شي. په شپ شپ ویلو نور نه کیږي، باید شفتالو وویل شي. پنجابی مشران د لرو څو ګلخانو او د برو څو لنډغرو څخه دومره استفاده کولای شي، چې ټول افغانستان په سره تبۍ کښینوي، افغاني چارواکي د میلینونو پښتني ولس او پښتني غورځنګونو غوښتنو سره خپل غږ نشي یو کولی! سیاسي بې کفایتي خو کوم ښکر او ښآخ نه لري!
  • پنجابي مارشالان د خپلې لودیزې استعماري پایې څخه د افغانستان په ضد دومره ګټه پورته کولای شي، چې هیواد او نظام یې پرې څو وارې دړې وړې کړ، افغانان خپل غږ د ستر هند د ولس سره، چې یواځې د مسلمانانو شمیر  یې د پاکستان د ټول نفوس څخه زیات دی، د پنجابي اشغالګرو په ضد نشي همغږي کولی! سیاسي نابینایي توره وي که سپینه!
 
د هیواد په اوسني حالت کې دا دریځ، چې د ډیورند د کرښې په هکله پریکړه د حکومتونو په واک کې نه، بلکې د ولس په اختیار کې ده، معقوله موضع ده، اما هم نیمایي ده او هم ګونګه ده، په هغه صورت کې بشپړه کیږي، چې د حل لارې چارې یې هم پلانیزه او عملي اقدامات هم په نظر کې ونیول شي، هغه څه چې نشتوالې یې په ټولو دورو کې تر سترګو کیږي.
 
دا چې د بشري ټولنو بهیر قانونمنده او شعوري بنسټ لري، یعنې تصادفي او غیر اګاهانه نه دی، له همدې کبله د ډیورنډ د کرښې په برخه کې یواځې عقلاني چلند د بریالیتوب امکانات برابرولی شي، د اوږدمهاله سنجیده ستراتیژیکي طرحې پرته، چې د نړیوالو، سیمه ییزو او دنننیو قواوو  څرنګوالی په کې په دوامداره توګه وارزول شي او د همدې شننې په رڼا کې تدوین شي، هر ډول ځانګړې اقدامات او احساساتي کړنې د ګټې په ځای، د اصلي چارې په ضرر تمامیدلی شي.