د غوايي اوومې کودتا وروسته د يو واحد افغان ملت پر وړاندې د ويجاړۍ پروژې پيل او د هويت بحثونه په کې راپورته شول. له ۱۳۵۷ کال وړاندې او د همدې ۱۳۵۷ کال تر پای پورې افغانستان کې قومي مسايل او بحثونو شتون نه درلود. واک ته د ببرک کارمل په رسېدو سره بيا تر نن ورځې دغه مسايل نفرتي شوي دي. کابل ته د مجاهدينو له راتګ سره چې کورنۍ جګړې پيل شوې، قومي نفرتونه په مخامخ او فزيکي قومي جګړو بدل شول.
په تېرې شل کلنۍ ديموکراسۍ کې ګنو رسنيو او سياسي څېرو د بيان ازادۍ له نومه او د خپلو حقونو تر عنوان يو ځل بيا قومي مسايل را برسېره او د کرکې وړ کړل. يو واحد افغان ملت د سيمې هېوادونو د نامشروع ګټو خنډ دی، نو ستر او د سيمې هېوادونه د يو افغان ملت د ويجاړۍ په پار د افغانانو ترمنځ داسې پردي پاله ټاکي، چې ژبني او قومي مسايل سياسي کړي او دې سره په اسانۍ افغانستان کې خپلې ناسمې او له نړيوالو قوانينو وراېخوا ګټې او موخې خوندي کړي.
قومي مسايلو چې په تېرو شلو کالونو کې د رسنيو او سياسي څېرو له خوا ورته پراخه لمن وهل شوې ده، اوس کې هم شتون لري. وروسته له هغې چې طالبان افغانستان کې د دويم ځل لپاره واک ته ورسېدل، مخالفين يې د نورو نيوکو پر ځای هر مثبته او منفي کړنه په قومي ليدلوري کې اچوي.
که چېرې اوسنی حکومت يو څوګ په لوړ مقام ټاکي، کوم کس د سرغړونې پر بنسټ نېول کېږي او يا بله هره چاره؛ خو د تېر حکومت اکثريت سياسي څېرې چې اوس بهر کې مېشت دي او يو څو هغه ان لاين رسنۍ چې له بهر هېوادونو خپرونې لري، قومي اړخ ورکوي. دوی خپل فکر داسې جوړ کړی/جوړ شوی چې طالبان ټول پښتانه دي او د طالبانو منفي او مثبتې کړنې هم په قومي سترګه ګوري.
دغه رسنۍ او سياسي څېرې پر ټولو هغه مسايلو چوپ وي، چې د افغانستان په اکثريت پښتون - مېشتو ولايتونو کې او سيمو کې کېږي، خو بيا يو غير پښتون کس نېول کېږي او د هغه ولايتونو کې چې اکثريت يې پښتانه نه دي، طالبان کوم کار کوي، نو دوی ورته قومي لمن وهي.
تاسې به ليدلي وي، چې د الله ګل مجاهد په نوم د ولسي جرګې پخواني غړي نېونې ته دوی هېڅ ډول غبرګون ونه ښوود او نه يې دا مسله دومره پراخه کړه، څومره چې د فيض جلال په نوم د يو کس نېونې ته يې قومي رنګ ورکړ. که يو غېر پښتون نېول کېږي، وژل کېږي او يا يې پر وړاندې بل کار کېږي، نو بهر کې د افغان رسنيو او سياسي څېرو غبرګون قومي وي. د بېلګې په ډول چې وايي: د پنجشيري والي په جرم يې نېولی، د هزاره ګانو اجباري کوچ کېږي، د طالبانو له ليکو ازبک او تاجک کسان پاکيږي...
دا ډول کړنې چې بهر کې مېشتې کومې رسنۍ یې کوي نو په بدل کې يې پيسې اخلي او دا کارونه ورته د پروژې په ډول سپارل شوي دي. ۲۴ ساعته پر همدې ډول مسايلو پسې سر وي، ترڅو لوی او قومي يې کړي. د سياسيونو غبرګونونه بيا د طالبانو پر وړاندې د ۲۵ کلنې کېنې پر بنسټ دی. د تېر حکومت سياسي چارواکي چې اوس يې له هېواد پښې سپکې کړې دي، له بهره قومي مسايلو ته پراخه لمن وهي او هڅه يې دا ده چې له دې لارې يو ځل بیا ځانونه ولس کې دننه کړي بيا خپلې ګټې خوندي کړي.
د طالبانو حکومت سره مخالفت يا همغږي او ملاتړ دې يوازې او يوازې په سياسي اړخ کې تر سره شي؛ قومي اړخ ورکول يې په لويه کې د افغانستان په زيان دی او ګټه يې يوازې د ګتو په شمېر تښتېدلو سياسيونو او د پرديو په لارښوونه پردي پاله رسنيو ته رسيږي، چې نغده ګټه ورته رسيږي.
افغان ولس، چې په بر کې څلور ستر؛ پښتانه، تاجک، هزاره او ازبک او نور واړه قومونه دي، قومي او ژبنی تعصب يې د ملت ارزښت له منځه وړي او په مستقيم ډول د هر پښتون، تاجک، هزاره او ازبک په زيان ده.
د قومي جګړو ګته يوازې او يوازې د تېر په څېر هغه کسانو ته رسيږي، چې دا څو لسيزې يې له د نوم ګټې پورته کړې دي، خو د سختۍ په صورت کې يې ولس همداسې پرېښود.
افغانستان کې د کورنۍ جګړې د تحريک لپاره د سيمې هېوادونه پوره - پوره هڅې کوي. دا هڅې د تېر حکومت د سقوط په لومړيو کې ډېرې وې، خو له ښه مرغه دوی په خپلو موخو کې پاتې راغلل.
اوس وخت کې ځينې ان لاين رسنۍ لکه د اماج نيوز په نوم، افغانستان انټرنېشنل او نورې په دومره پراخه کچه قومي مسايلو ته لمن وهي، چې هره ورځ يې يوه شننه او څو خبرونه پر همدې تړاو وي. د فارياب او پنجشېر پېښو، د فيض جلال نېونې ته د بهر مېشتو سياسي څېرو غبرګونونه هم دا ښيي، چې دلته د قومي مسايلو د راپورته کولو لپاره پروژيي کار روان دی.
افغانان په تېر کې د کورنۍ جګړې او شلو کالونو کې د قومي توپيرونو ترخې خاطرې لري. هر افغان د بل افغان پر وړاندې دښمن ګرځېدلی وو. ګټې په کې هغه کسانو کولې چې له دې لارې يې پيسې او امتيازونه تر لاسه کول.
له پښتون نېولې، بيا تر تاجک، ازبک، هزاره پورې؛ هر افغان دې د هغه سياسي څېرو او رسنيو پر مخ څپېړه ووهي، چې افغانان قومي نفاق ته هڅوي.
وروستي