غزالي او د ديني ژوند بیانوښت  

ویلیام جیمز دورانت(۱۸۸۵ز-۱۹۸۱ز) د لویدیځې نړۍ په معاصر پړاو کې یو له مخکښو فیلسوفانو او تاریخپوهانو څخه و، د نوموړي تر ټولو مشهور اثر (د تمدن کیسه/تاریخ – The story of Civilization) دی چې په انګریزۍ ژبه کې په یوولسو ټوکونو کې او په پارسۍ ژبه کې په دیارلسو ټوکونو کې چاپ شوی دی. 
 
ویل دورانت هم د عبدالرحمن بن خلدون په څېر د تاریخ فلسفې په اړه مهم نظریات لري او همدا لامل دی چې د اوسنیو تاریخ لیکونکو په ډله کې به لومړۍ لیکه کې ولاړ دی. د ویل دورانت تر ټولو لویه ځانګړتیا داده چې د هرې تاریخي پېښې په اړه بې طرفه لیکل کوي او د تعصب کومه نښه یې په لیکنو کې نه ښکاري. نوموړي د (تاریخ تمدن) په کتاب کې د امام غزالي په اړه یو عنوان ځانګړی کړی دی او موږ هم دا عنوان (غزالی و تجدید حیات دینی) پښتو ژبې ته وژباړه ترڅو  د ویل دورانت له نظره د لوی اسلامي فیلسوف امام محمد غزالي په اړه مالومات ترلاسه کړئ.
---------------------------------------------------------
په هغه ترڅ کې چې علومو د تکامل په لاره کې پرمختګ کاوه، دین هڅه کوله چې د باسواده طبقې علاقه وساتي. د دین او علم لانجې ډېر خلک په ديني شک کې ښکېل کړل ځينې یې ان د کفر او الحاد لوري ته وباسل. غزالي اسلامي متفکران په درېیو ډلو وېشلي دي چې د نوموړي په اند دا درې ډلې کافران وو: الاهیون، دهریون یا طبیعیون او مادیون. 
 
الاهیونو په خدای او د روح په پایښت باور درلود خو د اجسادو له بیا ژوندِ کېدو او پیدا کېدو څخه منکر وو او ویل به یې چې جنت او دوزخ روحاني حالتونه دي. 
دهریونو په الوهیت باور درلود خو د روح له پایښت څخه منکر وو. د دوی په اند؛ جهان یوه دستګاه ده چې په خپله کار کوي. 
 
مادیون اصلاً د خدای له شتون څخه منکر وو. دهریه چې نیمه رامنځته شوي ډله وه، په ښکاره ډول یې په (لاادري- نه پوهېږم) باندې اعتراف کاوه او د دې ګروهې(عقیدې) پیروان اعدام شول. د دې مذهب د لارویانو له جملې څخه یو تن (اصفهان بن قره) و چې د روژې په ورځو کې یې یوه روژه لرونکي او پرهېزګار کس ته ویلي وو: « بې مانا ځان ځوروې، انسان هم د دانې په څېر غوړيږي، لوييږي او د رېبلو څخه وروسته ابدي له منځه ځي... وخوره او وڅښه.»
 
 د دې شکمن پاڅون عکس العمل، د ابو حامد غزالی ظهور و. نوموړی د اسلام دین له لویو پوهانو څخه و چې دین او فلسفه یې سره یو ځای کړل، د مسلمانانو په منځ کې د (اوګوستینوس) او د اروپایانو ترمنځ د (کانت) په څېر و. 
 
ابو حامد غزالی په ۴۵۰ه.ق (۱۰۵۸ز) کې په طوس کې وزېږېده. ماشوم و چې پلار یې مړ شو او [د پلار] یوه صوفي ملګري یې د هغه پالنه پر غاړه واخیسته. په ځوانۍ کې یې فقه، الاهیات او فلسفه زده کړل، کله چې درې دېرش کلنۍ ته ورسېد؛ د بغداد په نظامیه مدرسه کې د فقهې استاد شو او څه موده نه وه تېره شوي چې د نوموړي د بیان فصاحت، تبحر او د استدلال قدرت د مسلمانانو د حیرانتیا لامل شو. درې کاله په دې مقام کې پاتې شو ترڅو شهرت یې هر ځای ته ورسېد او وروسته په یوه ناپېژندونکي ناروغۍ اخته شو، له کاره پرېوت، د خوړلو او څښلو اشتها او هاضمه یې ګډه وډه شوه. ځینې وخت به یې د ژبې بندوالي خبرې بدرنګولې. هغه مهال یې عقلي قوه مخ پر ځوړ روانه شوه. یوه تکړه طبیب د نوموړي د خپګان لامل مالوم کړ او هغه هم روحي ناروغي وه. اصلاً غزالي، لکه څرنګه یې چې وروسته د خپل ژوند په کیسه کې اعتراف کړی دی چې د عقلي ځواک په واسطه یې د اسلام دين د رازونو په پوهه کې شک کړی و او د خپلو دیني زده کړو ریا یې نه شوه زغملی. په هر حال، په ۴۸۷ه.ق (۱۰۹۴ز) کې له بغداد څخه لاړ او داسې یې وښوده چې د حج نیت لري خو په اصل کې یې غوښتل چې له خلکو څخه ګوښه شي، په یوازېتوب، چوپتیا او آرامۍ پیل وکړي او په تفکر او تأمل بوخت شي.
 
دا چې علم له نوموړي سره مرسته ونه کړه چې خپل لړزېدلی ایمان پرې نوی کړي؛ له جهان څخه ووت او په منځلید (درون بیني) یې پیل وکړ، باور یې درلود چې هلته به هغه روښان حقیقت ته چې د روح له عالم سره د درېدلي ایمان بنسټ دی، له نږدې لاره پیدا کوي. د محسوساتو پر عالم یې (چې د ماده پالنې بنسټ دی) په سختۍ نیوکه کوله. په ظاهري حواسو یې باور نه درلود، ویل به یې چې «ظاهري حواس ستوري کوچني ښکاره کوي په داسې حال کې چې ستوري بې له شکه له ځمکې لوی دي کنه له دومره لېرې واټن څخه د دوی لیدل آسان نه وو. له دې او سلګونو نورو بېلګو یې پایله واخیسته چې په یوازېتوب سره حواس د حقیقت موندنې لپاره د باور وړ وسیله نه ده. د هغه په اند عقل له حواسو څخه لوړ دی او هغه څیزونه چې د بېلابېلو حواسو په واسطه یې اخلي، له یو بل سره یې تطبیق او تصحیح کوي خو په پای کې عقل پر حواسو تکیه دی. شاید انسان له عقل څخه لا مطمئن معرفت ولري چې وکولی شي [انسان] حقیقت ته ورسوي. غزالي درک کړه چې دا ډول معرفت یې په صوفیانه منځلید کې پیدا کړی دی. صوفي له فیلسوف څخه ولاړ حقیقت ته ښه نږدې کيږي. د معرفت تر ټولو ښه ډول د ذهن د میکانیزم په اړه فکر کول دي ترڅو خدای د متفکر کس له منځ څخه هغه ته ښکاره شي او په خپله نفس په تفکر کې له منځه لاړ شي. 
 
په همدې فکر، غزالي خپل تر ټولو مهم کتاب (تهافت الفلاسفه) ولیکه چې په هغه کې یې د عقل له ټولو فنونو څخه د عقل پر ضد مرسته واخیسته. دغه مسلمان صوفي، فلسفي جنجال د کانت په څېر په دقت سره وکاراوه ترڅو ثابته کړي چې عقل انسان شکمن کوي او د هغه د معنوي خوارځواکۍ، اخلاقي ځوړتیا او د ټولنیز سقوط لامل کیږي. 
 
غزالي له هیوم څخه اووه پېړۍ وړاندې، عقل د علت قانون تر حدودو او د علت قانون یې د شیانو پرلپسې ګرځولو[دوران] ته راټیټ کړ، ویې ویل چې هر څه چې موږ درک کوو، دا دي چې (ب) تل (الف) ته اېل ده خو نه پوهېږو چې آیا (الف) هم د (ب) علت دی که نه؟
 
ویل به یې؛ فلسفه، منطق او علم نه شي کولای چې د خدای وجود یا د روح پایښت ثابت کړي،  یوازې مستقیم الهام یا حضوري پوهه کولی شي چې دا دوې عقیدي چې له دوی پرته به هېڅ اخلاقي نظم او هېڅ تمدن پاتې نه شي؛ ثابتې کړي.
غزالي په پای کې د تصوف له لارې د دین ټولو عقیدو ته بېرته راوګرځېد. ټولې هیلې او وېرې چې په ځوانۍ کې یې درلودې، نوي شوې او اعتراف یې وکړ چې د قهار خدای حضور او ډار په خپل سر احساسوي. له سره یې خلک د جهنم له عذاب څخه ووېرول او ویې ویل چې دا نصیحتونه د عامه اخلاقو د اصلاح لپاره لازم دي. بیا یې په قرآن او حدیث باور وکړ. د (احیاء علوم الدین) په کتاب کې یې [خپلو] لرغونو عقیدو ته د بېرته ورتګ شرح ورکړي ده او د خپل کمال پړاو په ټول فصاحت او تودوالي سره یې د [خپلو لرغونو عقیدو] دفاع کړي ده. په اسلام کې فیلسوفانو او شکاکانو هېڅ کله له [غزالي] څخه سخت دښمن نه دی لرلی. په ۵۰۵ه.ق (۱۱۱۱ز) کال کې چې غزالي وفات شو، د الحاد څپه تللي وه، د مؤمنانو زړونه هوسا شوي وو. کله چې د نوموړي کتابونه نورو ژبو ته وژباړل شول، د مسیح دین خلک هم د هغه له کتابونو څخه چې د دین دفاع او د تقوا او صلاح د قاعدو تشریح پکې شوی وه او د اوګوستینوس له دوران څخه وروسته یې سیال نه درلود؛ خوښ شول. د غزالي له دوران وروسته، که څه هم ابن رشد د اسلامي نړۍ په شپول کې ظهور کړی و، فلسفه له تود بازار څخه ولوېده، علمي بحثونه په مستیو بدل شوي وو او قرآن او حدیث د نورو ټولو علومو پر ځای د اسلامي عقلونو د پام وړ وګرځېدل.
 
د غزالي پام د تصوف مذهب ته د صوفیانو لپاره لوی بری حسابېده او له نوموړي وروسته اهل سنتو تصوف ته مخه کړه، تر هغه چې د صوفیانو عقاید څه موده پر الاهیاتو بر شول. البته د دین او شریعت علما پر رسمي دین او شریعت واکمن وو خو د دیني تفکر برخه د طریقت د شیخانو او اولیاوو ځاله وه. د پېښو له عجایبو څخه دا ده چې د فرانسیسیانو پیدایښت په مسیحیت کې، د شپږمې پېړۍ په اسلام کې د نوي تقدس او زهد له پیدا کېدو سره هم مهالی و. صوفي پرهیزګاران د کورني ژوند څخه ګوښه شول. د دیني ورورګلوۍ ژوند یې د شیخ تر سرپرستۍ لاندې ونیوه او ځان یې (فقیر یا دروېش) ونوماوه. دوی له ډېرو لارو هڅې وکړې چې خپل روح ته لوړوالی وروبښي او [خپل روح] د خدای په روح کې فاني کړي ترڅو د عجیبو کارونو به ترسره کولو بر شي. ځینې یې د لمونځ او تفکر په واسطه، ځینې یې د زهد، ریاضت او ځان تېرېدنې په واسطه او بله ډله د وجد په وسیله چې د ذکر حاصل و؛ په دې لاره کې بوخت وو.
 
دا نظریې د محی الدین بن عربي(۱۱۶۵-۱۲۴۰ز) په یو سلو پنځوسو کتابونو کې چې یو اسپاني الاصل مسلمان و او په دمشق کې استوګن و، جوړې شوې. نوموړي ویل چې نړۍ هېڅ کله نه ده پیدا شوي، ځکه چې بهرنی مظهر هغه وجود دی چې په حقیقت کې د هماغه خدای په منځ کې دی. تاریخ په خپله د خدای د ځانخبرۍ څخه پرته بل څه نه دی او دا ځانخبري بالاخره د انسان په بدن کې پلټنه کوي. جهنم لنډمهالی استوګنځی دی او ټول خلک به په پای کې وژغورل شي. که چېرته مینه په فاني او جسمي ښکارندو پورې وتړل شي، خطا ځي، دا خدای دی چې د محبوب په مخ کې ښکاري او ریښتینی عاشق په هره ښکلي څېره کې د ښایست بشپړ مظهر ويني او پر هغې زړه بایلي. شاید محی الدین د قدیس هیرونوموس دورې مسیحیان ور په زړه کول چې خلکو ته یې ویل «هر څوک چې میئن شي او پاکلمنی پاتې شي او بیا مړ شي، شهید مړ شوی» او د اخلاص لوړو مرتبو ته رسیدلی دی. ډېرو متاهلو درویشانو په ښکاره ویل چې له خپلو میرمنو سره یې په همدې ډول ژوند کړی دی.
 
ځينې اسلامي ډلې د رټو ډېرو تحفو له امله چې خلکو به ورکولې، شتمنې به شوې او د ژوند د خوشحالیو په ګټه به رضا وې. د شام له مشایخو څخه یوه تن په ۱۲۵۰ز کې شکایت کړی و چې « صوفیان مخکې خپه ډلې وې، معنا یو ځای وو؛ اوس یوځای ډلې دي خو معنا خپه.»
 
خلکو په دوی پورې چې دین او دنیا یې یو ځای غوښتل، خندل او دوی ته به یې پام نه کولو خو مخلصو پرهیزګارانو ته یې درناوی کاوه. دوی ته به یې د خارق العاده کارونو او ځواکمنتیاوو نسبت ورکولو، زوکړې به یې لمانځلې، د دوی شفاعت ته به یې هیله لرله او د قبرونو زیارت ته به یې ورتلل.
 
کله چې اهل سنت بریمن شول، د دیني آسانتیا روح سست شو. د هارون الرشید له وخت څخه وروسته سخت مقررات چې عمر بن خطاب [رض] ته یې نسبت کيږي، ورو – ورو را ژوندي شول. د دې مقرراتو پر بنسټ چې تل به په عمل کې نه رعایت کېدل؛ غیرمسلمان اړ شول چې خپل لباس په ژېړو کرښو مشخص کړي او د آس سپرلۍ ورباندې بنده شوه، یوازې حق یې درلود چې پر خر او کچر باندې سپاره شي. حق یې نه درلود چې نوي کلیسا یا معبد جوړ کړي، یوازې یې کولی شول چې لرغوني معبدونه بیا راجوړ کړي.  اجازه یې نه لرله چې له کلیسا بهر صلیب وځړوي، همدارنګه ناقوس وهل[د عیسویانو د عبادت موسیقي] ممنوع وو. د غیر مسلمانو اولادونو، د مسلمانانو مدرسو ته لاره نه لرله خو کولای یې شول چې ځان ته ځانګړي مدرسې ولري. د اسلامي مقرراتو لیکل شوي خبرې لا هم په همدې ډول دي خو تل نه ترسره کيږي. د دې ترڅنګ یوازې په بغداد کې په لسمه میلادی پېړۍ کې ۴۵ زره مسیحیان استوګن وو.  د مسیحیانو جنازه له مزاحمت او تعرض څخه پرته په کوڅو کې تېرېده. مسلمانانو به د یهودو او عیسویانو څخه چې په لوړو دولتي څوکیو کې به ګمارل شوي وو، شکایت درلود.
 
ان د صلیبي جګړو په په ترڅ کې هم صلاح الدین [ایوبي] کولی شول چې د خپل مسیحي تبع سره په لوړ او مهربان ډول چلند وکړي.
 
تاریخ تمدن ، ویل دورانت؛ فارسي ژباړه، الکترونیکي نسخه: 2019 – 2021 مخونه
ــــــــــــــــــــــــــ
غزالي او د ديني ژوند بیانوښت  
ليکوال : ویل دورانت
ژباړه: هلمند اڅړ وزیر