په ورزش کي په ځان باور درلودل

په ځان باور یا اعتماد په نفس یو له هغو رواني حالتونو څخه دی چې یو شخص په خپل مخکنی تجربو او په خپلو وړتیاوو او استعدادونو او خپل کارونو ترسر  کړی او کسب کړی دی  په ځان باور د ځانګړتیاوو درلودل د انسان په پرمختګ او بریالیتوب کې مهم رول لوبوي.
 
هغه لوبغاړی  چې په  ځان باور یا اعتماد په نفس  لری په خپل منځ کې لوبه کوی په دې توګه کله چې دوی د وړتیا اوج ته ورسیږي، دوی د بریالیتوب په اړه سم پوهه لري او د غیر حقیقي اهدافو د ترلاسه کولو هڅه نه کوي.
 
په ځان باور درلودل د ورزش  لپاره یو اړین او حیاتي وسیله ده
مګر یوازې  اعتماد په نفس د سم فعالیت تضمین نه کوي. یعنی یوازی په ځان اعتماد درلودل اړين ندی
لوبغاړی باید د ښه  او غوره فعالیت  ترسره کولو لپاره فزیکي او تکنیکی مهارتونه هم ولري
په نړۍ کې  یوازی په ځان باور درلودل د جسمانی او دانش ځای د  ځانګړی ورزش  لپاره نیولی نشی باور او وړتیا باید یوځای وده ومومي. هر یو  بل بشپړوی
په خپل ځان باور درلودل پرته له لایقت او وړتیا  څخه د کاذب  اعتماد په نفس درلودلو په څیر دي. ځینې ​​لوبغاړی پدې باور دي چې په ځان باور درلودل  دوی د تیروتنو څخه ساتي مګر داسی نده؛ په ځان اعتماد درلودل دا کار نه کوي. بلکه، د لوبغاړو  لپاره سالمه په ځان باور د غلطیو سره مقابل کی د یوې پیاوړې وسلې په څیر ده. کله چې لوبغاړی  په ځان کې شک لری، هغو ی د آرامۍ احساس سره د غلطیو د سمولو هڅه کوي.
 
دوی د هڅه کولو څخه ویره نلري او کوښښ کوی چی خپل غلطی درک کړی د او اصلاح یی کړی هغه روزونکي چې لوبغاړی د غلطیو کولو لپاره ملامتوي  په حقیقت  کی د دې قوي وسلې کارولو څخه د لوبغاړو منع کول دي یعنی لوبغاړی ته د مرسته په ځای هغوی اعتماد په نفس لمنځه وړی. داسی باید ونشی او په مقابل کې د دوی غلطيو لپاره د حل لاری ښکاره کړی.
سپورت یا ورزش   کې په ځان باور درلودل پدې معنی دي  چې تاسو د سپورت کې اړین عنصرونه ته اړتیا لرئ چې عبارت دی له (تخنیکي او تاکتیکونه) په سپورت کې په ځان باوردرلودل اهمیت زموږ د خپل ځان په پوهیدو پورې اړه لري او هغه څه چې موږ یې غواړو او کولی شو یعنی موږ هغه زيار او کوښښ چې کړی باید د هغه حاصل تر لاسه کړو.
 
په سپورت کې د لوړ ځان باور درلودل  لوبغاړو ته اجازه ورکوي چې خپلې ټولې هڅې د هغه څه ترسره کولو لپاره وکری  چې دوی یې کوی او غواړی ترلاسه یی کړی.
په لوبی کی د لوبغاړی د سمې پایلې ترلاسه کولو لپاره، د اوږدې مودې لپاره د دوی غوره فعالیت ساتل  دیر اړین دی ځکه چې زغم او استقامت یو ډیر اغیزناک عاملو څخه  شمیرل کیړی دا عامل توپیر د ټیت او لور کسانو ترمنځ دی یعنی زغم استقامت او هڅه دا هغه شیان دی چې یو لوبغاړی د بل لوبغاری څخه بیلوی   دا موارد ټول د وخت پوری اره لری ځينی عاملانو دی چې د يو بغاړی د ښه اعتماد په نفس حوړولو کې مرسته کولی شی دا موارد دی عبارت دي له: 
 
۱ : حافظه
پر ځان باور درلودل د زیاتولو او ښه کولو لپاره یو له مهمو عواملو څخه شمیرل کیږی.
خپل غوره شیبی  لوبغاړی کولی شې ذهنی  مثبت تصویر خپل ورزشی غوره فعالیت په بیل بیلو  ځایونو کی تصور کړی یعنی هغه غوره شیبی چې لوبغاړی خپل په ورزشی کارنامه کی  ریکار  لری په یاد کړی دا ریکاردونه یاد ساتل د دی سبب ګرځی تر څو راتلونکی بریا کی مرسته وګړی  د دی شیبو یادونه لوبغاړی سر مرسته کوی راتلونکی بریا کې  مرسته کوی.
دا ستراتیژي د ورزشکارانو سره مرسته کوي چې په خپلو وړتیاوو ډیر باور ولري او د دوی د فعالیت غوره شیبه په یاد وساتي.
 
۲ : د ګرزیدل رقم یا سټایل
یو له هغه عاملو څخه  چې د مسلکي او لومړي درجې ورزشکارانو کې لیدل کیږی هغه دا دی چې دوی معمولا د حرکت کولو یوه ځانګړې سبک لري؛ دوی په بشپړ باور سره حرکت کوي. د ځان د باور د زیاتولو لپاره لومړی ګام دا دی چې پام وکړئ چې تاسو څنګه حرکت کوئ. کله چې ستاسو فکرونه ښه نه وي، تاسو په ښه مزاج کې نه یاست او تاسو په منفي حالت کې یاست، تاسو خپل سر ټیټ نیسی او حرکت کوی. که تاسو خپل سر پورته ونیسی، سر موټیټ ونه نیسی نو د خدای شکر وکړئ چې تاسو ښه یاست.  په سمه توګه تګ منظور دا دی چې زه خپل سر پورته نیسم، زما زنه ځوړند نه ده زه نېغ په نېغه مخ ته ګورم،  او ډاډه گام پورته کوم . د التونکی په څیر ګورم او عمل کوم، او زه ځان سره دا باور لرم چې زه د خپل ژوند انل یم. 
 
کله چې تاسو په سمه لار روان یاست، تاسو نه یوازې خپل ځان بلکې خپل مخالف ته هم ووایایی چې تاسو په خپل ځان پوره باور لرئ. هیڅ شی ډیر مایوس کونکی نه دی  د  یو انرژی دګ  حریف  پرمختک او د انگیزی دک او‌چمتو د مبارزی لپاره . نو که تاسو غواړئ خپل مخالف ته ماتې ورکړئ.  قدم وهل نه یوازې ستاسو پر ځان باور زیاتوي، بلکې ستاسو حریف یا  د مخالف پر ځان باور هم له منځه وړي، نو ستاسو  ګرزیدل کولی شی ستاسو په بریا کی اړین رول لوبوی. 
 
۳ : خبرې کول
تاسو اړتیا لرئ چې په مؤثره توګه خبرې کول زده کړئ. هغه څه چې تاسو خپل ځان ته وایئ ستاسو په فکرونو او احساساتو اغیزه کوي. که ستاسو  خبرې منفي وي، ستاسو ټول فکرونه به منفي وي او هرڅه به غلط مخ ته لار شي، مګر که تاسو د ځان سره د خبرو کولو په وخت کې خپل ځان ته مثبت احساسات ورکړئ، کائنات به تاسو ته ښه احساس درکړي او ښه شیان به ستاسو په تمه وي.یعنی کله چې تاسو يو هیله ولری او مثبت اوسی ټول کاینات لاس په لاس ورکوی چې تاسو خپل هيلو ته ورسیږی  که تاسو منفی فکر ولری. 
تاسو څنګه تمه لرئ چې ستاسو هیلې به لوړ شي کله چې تاسو مایوسوونکي خبری ځان ته  کوئ؟
خپل ځان ته مه وایی چې زه نن ورځ هغه څه ترلاسه کولو چانس نلرم چې زه یې غواړم
بلکه ځان ته ووایی ما پریکړه کړې چې حتی تر ننه خورا ستونزمن کارونه ترسره کوم تر څو خپل هدف ته ورسيږم
کله چې تاسو له ځان سره مثبتې خبرې کوئ، تاسو واقعا دا اعلان کوئ چې  ما ځان سره پريکړه کړی دی چې زه به هغه  تر سره کړم چې زه یې غوړام
برعکس، که تاسو خپل ځان ته تل  ووایی نن ورځ یوه سخته ورځ ده." یا "زه هیڅ چانس نلرم" چې بریالی شم تاسو خپل ځان قانع  کړی چې تاسو به بریالي نشی  ډاډه اوسی چې تاسو به بریالي نه شئ.
 
که ستاسو مخالف یا حریف تاسو ته د ماتې ورکولو لپاره پلان هم ونلري، تاسو د هغه سره مرسته کوئ چې تاسو هغه څخه مات وخوری. کله چی حالت  خرابیږي چې ستاسو دا داخلي خبرې دومره اوږدې شي چې د جګړې یا مبارزه په جریان کې ستاسو مخالف  حریف غوږ ته رسیږي، یعني تاسو په رسمي توګه اعلان کوئ چې د سیالۍ بایلونکی د جګړې له پای ته رسیدو دمخه پیژندل کیږي.یا مشخص دی  ځکه تاسو خپل ځان ته منفی تلقین ورکړی نو په هر دګړ کې چې وی که سیالې وی یا ازموینه خپل ذهنی  تعادل حفظ کړی.  په دی معنا چې خپل روانی تعادل حفظ کری او‌اجازه مه ورکوی چی ستا سو ذهن  تاسو‌ ته منفی الفاظ وایی د څيړونو له مخی دا ښکاره کویهرکله چې تاسو منفي جمله وایی  ، تاسو باید 12 ځله مثبت یا هیله بښونکی جمله  یعنی ۱۲ مثبتی جمله ووایی ترڅو  هغه یو منفي  جمله  له منځه یوسی. 

۴: فکر کول پریږدی
د ارواپوهانو په وینا:
موږ په هغه څه ته بدلیږو. چی تل د هغه په باری کی فکر کو که تاسو تل منفي فکر کوئ، نو ډاډه اوسئ چې تاسو به بالاخره ماته وخوری.
. په دې برخه کې یو له هغو تخنیکونو څخه چې د منفي فکرونو مخه نیسي او مثبت فکر زیاتوي، هغه  فکر نه کول دي.
په حقیقت کې، دا په دې ډول دی چې هرکله چې تاسو له ځان سره منفي فکرونه یا خبرې پیل کړئ، مکث وکړی  د منفي فکرونو او خبرو اترو مخه ونیسئ او په مثبتو خبرو بدل کړئ.په یاد ولری.
 
تاسو تل نه بریالی کیږی یا لوبه ګټی يا لوبه بايلل نو پکار د تاسو خپل هڅه وکړی او خپل تمرکز حفظ کړی پايلی ته يي انتظار وباسی که ګټونکې وی ورڅخه خوند واخلی که بایلونکی وی خپل د منفی ځايونه په لټه کې اوسی چې چیری تاسو تیر وتنه کړی وو چې بریالی نشوی چې  راتلونکی کې د داسی پيښی څخه مخ نيوی وکړی. خپل منفي فکرونه او خبرې له ځانه سره ولیکئ.
دا به تاسو سره مرسته وکړي چې پوه شي چیرې او په کومو شرایطو کې تاسو منفي خبرو پیل کوئ.
نو تاسو کولی شئ هغه حالت ومومئ چې تاسو د مانی سبب ګرځيدلی دی.
تر څنګ یی مثبت فکرونه او خبرې اترې لیست کړئ چې کولی شي د منفيونو ځای ونیسي.
د مثال په توګه، د یو بدې ورځې وروسته، تاسو خپل ځان ته وایی "واه، ما ډیره سخته سیالي درلوده." دا جمله ولیکئ.
اوس د دې منفي جملې پر ځای کومه مثبته جمله ووایو؟
بل ځل به زه ډیره هڅه وکړو او ښه پایله به ترلاسه کړم دا هم یاداښت کړی. 
د مثبت فکرونو روزنې او په ځان باور لوړولو لارښوونې شاملې دي.
په حقیقت کې، دا زموږ ذهن ته لارښوونه کوي چې منفي فکرونه په عادتونو او مثبت فکرونو بدل کړي.
د نورو عادتونو په څیر، د منفي فکرونو پریښودلو لپاره، تاسو باید په دوامداره توګه مثبت فکرونه تکرار او ځای په ځای کړئ ترڅو منفي فکرونه په خپله لاره لاړ شي.
دا لارښود به تاسو سره ستاسو په ښه تخنیکي مهارتونو تمرکز کولو کې هم مرسته وکړي.
 دا لارښود د مثبت فکر کولو لپاره اړین زمینه برابروي
 
. جیم ټیلر. جیمی باتلر (د بسکتبال لوبغاړی او روزونکی  تل دا جملی  لوبغاړو ته وایی چی ځان سر تکرار کړی
 
۱: زه د زده کړې او سیالۍ سره مینه لرم
۲:زه ژمنه کوم هغه څه چی خپل توان کې لرم په ښه توګه ترسره کړم
۳ :زه مثبت فکر کوم او مثبت خبرې کوم
۴ :زه د تمرین او سیالو په وخت کی ۱۰۰/ خپل تمرکز کاروم
۵ :که زه خپل کار په ښه توګه ترسره کولو کې تمرکز کوم
۶  زه خپل کار ته په غوره توګه تمرکز کوم
که زه ګټونکی شم یا نه، زه په میدان کې یو بریالی کس  یم
 
د ځان باور زیاتولو بله ګټوره لار د کلیدي کلمو کارول دي
مثبت کلمې چې په مستقیم ډول د ځان باور زیاتولو سره مستقیم تړاو لري.
د هغو کلمو یا جملو لیست جوړ کړئ چې تاسو ته مثبت احساس درکوی یا هغه پیاوړي کوی
تاسو حتی کولی شئ دا مثبت ټکي او جملې ستاسو د تمرین تجهیزاتو کې ولیکئ،
چیرته چې یا داسی ځای چی د روزنې او سیالیو په جریان کې ستاسو د سترګو په وړاندې دي
مثبت او کلیدي کلمې په هغو ځایونو کې ولیکئ چې تاسو ته ښکاري، لکه ستاسو د خوب خونه، میز یا المارۍ.
کله چې تاسو کلیدي ټکي ګورئ،هغه خپل ځان سره تکرار کړئ.
هرکله چې تاسو هغه وګوری هغه دمره تکرار کړئ تر هغه چې واقعا تاسو  په هغوی باور پیدا کړئ.
له منفي فکرونو څخه په مثبت ډول ګټه پورته کړئ څومره چې زه  وړاندیز وکړم چې مثبت فکر وکړئ
بیا لاهم منفي فکرونه شتون لري خو پکار دی چی تل مثبت اوسی خو
تل بی ځایه مثبت فکرهم پکار نده کله منفی فکر هم کولی شی چی انگیزه درکړی تر څو هڅه وکړی چې په لوبی کی بریالی شی
. نو  منفی فکر هم  کولی شي ستاسو انگیزه د ښه کیدو لپاره ستاسو زیاته کړي
ځکه که تاسو بې پروا اوسی ، نو تاسو به نور هڅه ونه کړئ
. مګر دا مهمه ده چې منفي فکر څنګه ستاسو سره په مثبت ډول مرسته کولی شي
د دی تشخصی چی منفی فکر  کولی شی  جورونکی وی یا مخرب دیر اړین دی
په حقیقت کې منفي فکر دوه ډوله دي
۱ : منفی منفعل تفکر
۲ : منفی جوړونکی تفکر
 
* : منفی منفعل تفکر
دا په حقیقت کې یو منفي فکر دی چې د ناکامۍ، نا امیدۍ او بې وسۍ احساساتو لامل کیږي
. د مثال په توګه، ووایه، "هر څه پای ته رسیدلي، زه به هیڅکله بریالي نه شم."
یعنی  تاسو د تیرو تیروتنو او ناکامیو کې ژوند کوئ  دا کار ستاسو انګیزه او په ځان باور کموي
او دا ستاسو تمرکز له منځه وړي او داسی ستاسو ځواک کموی  تاسو به تسلیم شئ او د بایلونکي رول ولوبوی
نو دا ډول تفکر نه په سپورت کی او نه  د ژوند په هيڅ پړاو کې ځای نه لري او باید هڅه ونه شي.
 
•: منفی جوړونکې تفکر
د غوصه احساس او په حقیقت کې د ناراحتی له امله انرژی د ماته ده او  انګيزه جوړوی
 
. د مثال په توګه، تاسو ووایایی، ما دا کار څمره بد تر سره کړه  دا چی داسی عمل می ترسره کړه خوشنی یم  "
ځکه چې زړه مو نه غواړی چې تاسو ته د یو  کمزورې اوسی او د یو کمزوری کس په سترګه تاسو ته  ولیدل شی یعنی تاسو د دی هڅه کې کيږی چې تاسو کوم ځای کې تیر وتنه کړی چی ناکام شوی د خپل د ماتی په لټه کې وځی تر څو راتلونګی کې بریالی شی
 رغنده منفي فکر تاسو لپاره د مبارزه او بدلون ته د مثبت په لور وده درکوي ستاسو فزیکي ځواک او انرژي لوړ وي. او دیره انرژی  تاسو خپل فعالیت لپاره  ولری نو ستاسو تمرکز د خپل مخالف سره په مبارزه او هغه ماتولو کې ډیریږي په حقیقت کې، منفي رغنده تفکر ستاسو د فعالیت بدلولو لپاره مثبته لاره ده
نو که حتا تاسو منفي فکرونه ولرئ هڅه وکړئ تر څو تاسو منفي فکرونه رغنده اوسی  
ځکه چې منفي فکر ډیره ذهني انرژي  ضایع کوی
مشوره دا ده چې خپله انرژي د منفي افکارو پر ځای د مثبتو افکارو په زده کولو تمرکز وکړئ.
‎. ځکه چې منفي فکر مو په غوسه کوي اومنفی جملو  دا تکرارول ښه کار نه دی!
ستاسو اعتماد په نفس هغه وخت اندازه کیږي کله چې هغه څه چې تاسو غوړای ستاسو په خوښه مخته ته لاړ نشی
کله چې وضعیت برابر دي او تاسو د هغه چا په وړاندې قرار لر ی چې د هغه څخه غوره یاست
سیالی کول اسانه کیږي. مګر دا تل په سپورت کې داسی   نده او ډیری وختونه تاسو په ښه حالت کې نه یاست مګر څه شی یو ښه ورزشکار د نرو څخه جلا کوي په هر حالت کې پر ځان باور ساتل رښتینی لوبغاړی په ځان باور ساتي.  حتی که هغه په ​​ښه  موقعیت کې نه وي هغه سخت هڅه  کوي او خپل ځان باور له لاسه نه ورکوی. ځکه چې هغه پوهیږي چې دا به په سیالۍ کې د هغه د بریالیتوب ترټولو مهم راز وي. اکثر ورزشکاران کله چې ضعیفه موقعیت سره مخامخ کیږی خپل ځان باور له لاسه ورکوي، او د ځان د درناوي د کمیدو په دوره کې ګیر کیدل په هره سیالۍ کې د خراب فعالیت لامل کیږي او له دې مرحلې څخه ژغورل واقعیا سخت کار دی. په مقابل کې، هغه ورزشکاران چی رښتنی اعتماد په نفس لری د هر ډول شرایطو سره چې ممکن د  ته  راشي. خپل اعتماد په نفس حفظ کوی او هر دروزه ټکوی تر څو شرايط خپل په نفع بدل کړی او ایدال  کچې ته ورسیږئ. 
 
زما ګرانو ملګرو، ټول ورزشکاران کیدشی په خپلو مسلکي لوبو کې سیالۍ تجربه کړي چې په  کې دوی ښه کار یا عملکرد ونلری .
موږ ټول کیدشی په ژوند کې د یوې دورې څخه تیر شو چیرې چې موږ د ژوند پیښو ته ښه عکس العمل  ونه لرو
مګر دا د ځان باور ننګونه ده یغنی چې مرحلې تیرو،  خپل ځان باور له لاسه ورنکړو او بیا غوره شرایطو ته ورسیږو.
د ځان باور ننګونه یو مهارت دی چې د نورو مهارتونو په څیر، پیاوړی کیدی شي د ځان باور ننګونې ته مثبت ځواب ویل زده کړئ کله چې سخت شرایط رامینځته شي. د ځان د باور ننګونې د بریالي کولو لپاره ډیری کلیدي ستراتیژۍ شتون لری
 
 
لومړی ګام د دې چې د دی ننګونې څخه تیښته و نکړو
په دې په اړه فکر وکړئ چې څنګه کولی شئ دا ګواښ د غوره ورزشکار کیدو فرصت بدل کړئ
ګرانو ملګرو، تاسو باید دا ومنئ چې په داسې ننګونو کې ښکیلتیا، په سپورت او ژوند کې، زموږ په تکامل کې مهم رول لوبوي.
‎په پیل کې ټول ستونزمن حالتونه موږ ځوروي ځکه چې دوی ستونزمن دي، مګر د وخت په تیریدو سره موږ کولی شو د دوی لپاره حل لاری  ومومئ او پرمختګ وکړو
‎دلته د ځان د باور د ننګونې په وړاندې د ځان پیاوړي کولو لپاره ځینې ساده لارې دي:
 
* په روزنه او سیالۍ کې د هر ډول احتمالي ننګونو لپار په لته کی اوسی
* ننګونو ته د ځواب ویلو لپاره چمتو اوسئ
* د ستونزو په مقابل کې، مثبت او هڅونکی پاتې شئ
په هغه څه تمرکز وکړئ چې تاسو ورته اړتیا لرئ د ننګونو سره د مقابلې لپاره؛
تېروتنه ومنئ، ممکن سمدستي او په بشپړه توګه بریالي نه شئ؛
* ننګونې د تجربو په توګه وګورئ چې تاسو یې په راتلونکي کې زده کولی شئ؛
او په پای کې، "هیڅکله مه تسلیمږدئ."
په یاد ولرئ هرکار  چې تاسو دیر تر سره  کړئ ، هومره به ډیر ماهرته ورسیږی کله چې تاسو سیالې کې مقابل حریف سره ولاړ یاست که حتا هغه لوبغاړی د نړی ترتولو غوره لوبغاړی سره اوسی هيڅ په دی فکر کې ونه  اوسې چی تاسو مقابل کی غوره لوبغاړی ولاړ دی یوازی دا جمله ځان سره تکرار کړی زه غوره یم او په عمل کې ثابته کړی که داسی ونکړی او خپل حریف تاثیر لاندی لاړی که هر څمره تکړه لو بغاری هم اوسی لوبه به وبایلل
نو غوره ده چې د مایوسۍ او منفي فکرونو پر ځای هیله بښونکی او مثبت فکر وکړئ او په هغه کې مهارت ته  ورسیږی ‎
مثبت فکر مو پر ځان باور پیاوړی کوي او دا ستاسو بریالیتوب تضمینوي
___________________
منابع
حپل نظر
Psychologytoday
ورزشی اروپوهنه