په 1924م کال کې داسلامي خلافت زوال په اصل کې داسلامي نړی دازادی اوخپلواکی اوله خپلو حقوقوڅخه دفاع ته دپای ټکی وه. اسلامي نړی دغربي ښکيلاک ترولکې لاندې راغله اسلامي هيوادونه دغلامی او اسارت په دام کې ولويدل اسلامي خلافت چې په اصل کې دمسلمانانو دبرم اوعظمت ښکارندويي يې کوله خو له بده مرغه چې په اسلامي نړۍ دبې سرپرستی جال خپور شو اونور نومسلمانانوته هغه عظمت اولويي نه وه پاته چې مخکې به دوی درلوده نور نو مسلمانانو ته هغه فلسفه نه ده پاته چې دوی پرې راټول شي نور نو اسلامي نړۍ له داسې يوناسور سره مخ شوه چې چايې فکرهم نه کاوه لومړی ناسور يې په منځني ختيځ کې ديهودانو ددولت اعلانول وو هغه وو چې دانګريزانو په مرسته يې يودولت رامنځ ته کړ چې نن ورځ دمنځني ختيځ ټول اسلامي هيوادونه په سياسي نظامي اواقتصادي حالت ترې کړيږي داپه خپله دعربي نړۍ دهيوادونو بې ضميره مشران وه چې دبشپړې خپلواکی په نوم يې وغولول او يهودي دولت ته يې ددوستی لاس ورکړ له 1338څخه تر1344 کال پورې داسرايل حکومت منځ ته راتګ او دترکې هيواد له لوري يې په رسميت پېژندنه دا د اسلامي نړی دبياراټوليدو په خوبونو هغه تور داغ وه چې چې بيابه هيڅکله هم اسلامي نړۍ يوموټی نشي. بل ناسور په اسلامي نړۍ کې دسوريې اوترکيې ترمنځ داسکندرون لانجه ده چې تراوسه لاهماغسې پاته ده بل لور ته دکشمير لانجه چې تراوسه لاهم تازه ده همدارنګه دانګليس له لوري دافغانستان خاورې يوه برخه دهندپه نيمه وچه پورې تړل چې وروسته دپاکستان په رامنځته کيدو ددواسلامي هيوادونو ترمنځ داخ ډب په يوه نقطه تبديله شوه چې دواړه لورې ته بيګناه مسلمانان ترې کړيږي. داچې اسلامي نړۍ دړې وړې شوه اونور داسې يو واحد اومقتدر حکومت نه وه چې اسلامي نړۍ په يوه ټغر سره راټوله کړي له يوه لوري پورته ياد شوي ناسورونه چې داسلامي هيوادونو ترمنځ موجودې دي بل لوري ته په موجوده وخت کې د عربو-اسرائیلو جګړه او د فلسطینیانو په وړاندې د صهیونیستي ظلمونو زیاتېدلو، په شمول د الاقصی جومات د اور وژنې د نړۍ مسلمانان په غوسه کړل او دمسلمانانو دتقویې لپاره یې لاره هواره کړه. دې ټولو پيښو اسلامپاله هيوداونه ډير سخت په غوصه کړه. په اسلامي نړۍ کې اسلام پالو قوتونو ددې په هڅه کې شول چې په موجوده نړیوال نظام کې د اسلامي هیوادونو متحده جبهه جوړه کړي. د دغه ځواک شتون، د اسلامي همکاريو د سازمان په جوړیدو سره، د یوې روښانه او څرګندې نتیجې لامل شو. په نوموړي سازمان کې دنړۍ له څلورو وچو اسيا اروپا افريقا اولاتيني امريکا څخه ۵۷ هيوادنه غړيتوب لري. چې پس دملګرو ملتونو له سازمان څخه يو ترټولو لوی سازمان شميرل کيږي.
نوموړي سازمان تردې دمخه هم څوځلي دافغانستان سوريې فلسطين عراق لبنان ايران اوداسې نورو اسلامي هيوادونو په ستونزو غوندې ترسره کړي خوداسې ملموسې پايلې يې نه دي ورکړي. يوځل بيا غړو هيوادونو دسعودي عربستان په غوښتنه دپاکستان په کوربتوب د۲۰۲۱م کال دسپټمبر مياشتې په ۱۹نيټه دپاکستان پلازمينه اسلام اباد کې دافغانستان دنوي حکومت بشري ناورين سياسي تعامل په اړه کنفرانس ترسره کړ. نوموړي کنفرانس دافغانستان داسلامي امارت دبهرنيوچاروزير هم وربلل شوی وه. ښاغلي اميرخان متقي په خپلو خبرو کې.
وویل چې افغانستان کې د نوي حکومت تر جوړېدو وروسته د دغه هېواد امنیت په بشپړ ډول خوندي دی، اوله افغانستانه د نړۍ هیڅ هېواد ته ګواښ متوجه نه دى او افغانستان د یوه حاکم نظام په حیث حق لري چې نړۍ ورسره رسمي تعامل ولري. متقي وويل، د افغانستان سیاسي انزوا د هیچا په ګټه نه ده، نو بناء د ټولو مسوولیت دی چې له رامنځته شوي ثبات سره مرسته وکړي.
هغه زیاته کړه چې اوس بهرنیو پانګوالو ته ښه فرصتونه شته دي او حکومت ورته ډاډ ورکوي چې لازمې اسانتیاوې ورته برابرې کړي او امنیت يې هم تامينوي.
هغه زیاته کړه: موږ د افغان ولس د یوه نماینده او مسوول حکومت په حیث د بشر حقوق، د ښځو حقوق او په حکومت کې د ټول ولس د بېلابېلو سیمو د وړ شخصیتونو ګډون خپل مسوولیت ګڼو او په دې اړه مو ډېر څه کړي او نور اقدامات به هم کوو. دمتقي په وینا، افغانستان کې د اسلامي امارت په جوړېدو ۴۳ کلن جنګ پای ته رسېدلی، جګړه ییز تلفات صفر شوي، زندانونه له سیاسي بندیانو تش شوي، دولتي ادارې په کم وخت کې بېرته د چوپړ جوګه شوي، د پخواني رژیم پنځه سوه زره مامورین د پخوا په څېر خپلو دندو ته ځي او له هېچا سره تبعیضي یا انتقامي چلند نه دی شوی.
هغه وویل، اوسني حکومت کې د هر قوم، سمت او مذهب خلک شته خو ژمن دي چې د لاپراختيا لپاره به یې د هر قوم او مذهب متخصصینو ته نور هم د کارکولو زمینه برابره کړي.
دی وايي، له یوې خوا افغانان جګړو، وچکالي او د کوویډ ۱۹ ناروغۍ ځپلي، خو له بلې خوا د امریکا متحده ایالاتونو په میلیاردونو ډالره کنګل کړي چې دغه حالت عامه خدمتونه له خطر سره مخ کړي دي. هغه همداشان وويل: هېواد یې چمتو دی چې د اسلامي هېوادونو ټولې هغه غوښتنې، اندېښنې او مشورې واوري او ومني چې له اوسني بحرانه د وتلو سمه او عادلانه لار په نښه کوي.
په دې کنفرانس کې دپاکستان ترکې سعودي عربستان ايران اوګڼو نورو هيوادونو بهرنيو چارو وزيرانو په خپله ويناکې په ټول شموله حکومت نجونو ته دزده کړو او کارزمينه مساعدول دبشري مرستو رسول اودافغانستان دپانګې ازادولو باندې ټينګار وکړ. داسلامي همکاريو سازمان پايله ديوې اعلامې په خپرولو پای ته ورسېده په خپره کړې اعلاميه کې يې په دريوو برخو ټينګار وکړ. ۱:داسلامي همکاريو سازمان به داسلامي ودې بانک له لوري دبشر دوستی يوامانتي صندوق رامنځته کوي. ۲:داسلامي همکاريو سازمان دملګرو ملتونو په ملتيا داسلامي ودې بانک له لارې له افغانستان سره دمرستو دبهير پيلېدو په مخه دبندې شوې شتمنۍ دخلاصون لپاره بانکي اومالي کرښه رامنځته کوي. ۳:داسلامي کنفرانس غړیو هيوادونو له افغانستان سره دبشر دوستانه مرستو کلتوري برخې کورنۍ پېژندلو لپاره يوپلاوی ټاکلی چې دمرستو همغږې اوسياسي جوړجاړي په برخه کې به کار کوي.
داسلامي همکاريو سازمان وروستی غونډه دافغانستان دکشالې دحل په اړه څومره موثر ده:
دنوموړي کنفرانس دتيرو غونډو له کړنو څخه معلوميږي ددې کنفرانس تېرې غونډې چې اکثريت يې دفلسطين اوقدس په اشغال راڅرخېدې خو نوموړي کنفرانس هيڅکله په دې موضوعګانو کې موثر ندی ثابت شوی.همدارنګه په سیمه ایزو شخړو کې د اسلامي همکاریو سازمان د فعالیت رول، په نورو برخو لکه د عراق او ایران جګړه، د سینیګال او موریتانیا جګړه، د عراق اشغال، د افغانستان بوسنیا هرزیګووینیا کورنۍ جګړې د بالکان بحران، او دهند په کشمیر کې د مسلمانانو کړکیچ دغه سازمان ددې ښکارندوی دی چې په دغو پېښو کې ډیر څارونکی دی او دغه سازمان د قدرت او توان له شتون سره سره د اسلامي هیوادونو د شخړو په هوارولو کې فعال او اغیزمن رول ندی لوبولی.
داسلامي همکاریو سازمان ولې اغېزمن رول ندی لوبولی څو عوامل لري
۱: داسلامي هيوادونو ترمنځ خپل منځي اختلافات او بې اتفاقي د مسلمانانو د موجوده بدې ورځې او ناخوالو ستر عامل دی خپل منځي اختلافات، ټکرونه، فروعي او جزئي مسائل جدي نیول او بیا پر هغو باندې له یوه بل سره مجادلې او جګړې کول، له یو بل نه نفرت کول او بالاخره په یو بل باندې د کفر او شرک ټاپې وهل چې داهرڅه په هيڅ وخت کې يو واحد نظر او پرېکړه نشي رامنځته کولی.
۲:د اسلامي همکاريو سازمان دملګرو ملتونو ترسيوري لاندې خپلې پرېکړې کوي په دې سازمان کې ټولې هغه پريکړې کيږي چې هغه تر ډيره بريده دملګرو ملتونو په تېره دڅوقدرتمنو هيوادونو په ګټه وي.
۳:نیمايي غړي یې د نړۍ تر ټولو بې وزله دولتونه دي. په اوس وخت کې په نړۍ کې هغه هيواد له سياسي نظامي اواقتصادي لحاظ مخکښ دی چې هغه په ځان بسيا او غښتلی اقتصاد ولري.
۴:د نړۍ اکثره فاسد او بې کفایته مشران د همدې حکومتونو مشري کوي. په دې اړه دافغانستان دشل کلن حکومت مشران ښه تجربه کيدای شي. ځکه په اوسني عصر کې داسلامي حکومتونو مشران اکثريت له لويديځ څخه متاثر دي اودهغوی په ګټه باندې پريکړې کوي. نوبنا نشي کولای دخپلو بادارانو په ضرر پريکړه وکړي .
۵:د فقر یوه لویه برخه په دغو حکومتونو کې موجوده ده. ددغه کنفرانس اکثريت غړي دنړۍ ترټولو غریب هيوادونه دي.لکه پورته موچې وويل نن ورځ غښتلي اقتصادونه په نړۍ حکومت کوي او دحکومت کولو يوازنۍ منبع غښتلی اقتصاد دی نوځکه دوی نشي کولای چې دنړۍ په لويو مسئلو کې پريکړې وکړي.
۶: داسلامي همکاريو سازمان او دغړو هېوادونو بهرنۍ تګلاره د لوېديځ تر ژورې اغېزې لاندې ده. او دنوموړي کنفرانس څارونکي غړي هم روسيه امريکا چين جرمني اوداسې نور غښتلي هيوادونه دي نو ترډيره بريده نشي کولای چې مستقلې پرېکړې وکړي همدا ناخپلواکتوب ددوی په پريکړو اغېزه کړې.
۷: غړو هیوادونو اتیا سلنه اقتصادي معاملې له لویدیځ سره دي. نن ورځ په نړۍ کې اکثريت په لوړه کچه پرېکړې دامريکا له لوري کېږې. دنړۍ په اقتصاد باندې امريکا حکومتولي کوي. نوکه چيرته غړي هيوادونه وغواړي دغرب اوپه خاصه توګه دامريکاغوښتنو ته نه ووايي نوله اقتصادي بنديزونو سره به مخ شي.
۸:اسلامي هيوادونه اکثريت دلويديځ نږدې ملګري اوترټولو زيات دنظامي وسايلو پېرېدونکي اومصرف کوونکي دي. په ۲۰۱۸م کال کې دنړۍ ترټولو ډير دوسلو اونظامي تجهيزاتو پېرېدونکی هيواد سعودي عربستان وه. نن ورځ دکنفرانس غړي هيوادونه اکثريت په خپلوکې په جګړو سره بوخت دي لويديځ هم له فرصت څخه ګټه پورته کړې هم يې اسلامي هيوادونه له خپل تاثير لاندې راوستلي او هم يې خپلو وسلو ته په اسلامي هيوادونو کې بازار جوړ کړی. نو دوی نشي کولای چې خپلواکه پرېکړې وکړي
۹:ددې کنفرانس غړو هيوادونو اکثره سیاسي مشرانو په لوويديځ کې زده کړې کړي .لويديځوالو دوی دخپل فکر اوخپلو ګټولپاره روزلي دوی داسې هېڅ پرېکړه نه کوي چې هغه دلويديځوالو په تاوان وي.
۱۰:داسې اکثریت کنفرانسونه فرمايشي شکل لري. دافغانستان په اړه داسلامي هيوادونو وروستی کنفرانس پايلې ته که وکتل شي اکثريت هيوادونو له لوري په هغو موضوعاتو تأکيد وشو چې په تېرو کنفرانسونو کې پرې بحثونه کېدل. دښځو حقوق, نجونو ته دتعليم اوکار زمينه برابرول, ټول شموله حکومت, او بشري مرستې داهغه غوښتنې دي چې ډېری وخت دامريکا اومتحدينو له لوري يې وړاندې کېږي.
۱۱:تر ډيره بريده داسلامي همکاريو سازمان له کنفرانس څخه پاکستان اوسعودي عربستان چې ددې کنفرانس له مؤسسینو هم شميرل کېږي دخپل ځان لپاره ګټه پورته کړه. نن ورځ چې اسلامي هيوادونه په بې سرپرستی کې قرار لري اوداسې يو زعيم او واحدې مشری ته اړتيا لري چې ټول هيوادونه پرې راټول شي په اوس وخت کې په اسلامي نړۍ کې درې شتمن او پرمختللي هيوادونه ترکيه ايران اوسعودي عربستان په دې لټه کې دي چې تر ډيره بريده اسلامي هيوادونه په ځان راټول کړي اودهغوی مشري په لاس کې واخلي. سعودي عربستان په دې کنفرانس کې وښوده چې ترټولو ډېر داسلامي هيوادونو په درد دردېږي او يوازې دوی دي چې د وروسته پاتې اسلامي هيوادونو غږ ترمسئولو چارواکو رسوي او لاسنيوی يې کوي. خو داهم بايد هېر نشي ددوی تېل دي چې داسرائيلو طيارې پرې چلېږي او بې ګناه فلسطينيان په شهادت پرې رسوي, ددوی تېل دي چې امريکا په افغانستان عراق او سوريه کې هوايي بريدونه پرې کوي.
دوی امريکا ته نظامي اډې ورکړې چې منځني ختيځ اواسلامي هيوادونو کې هوايي بريدونه ترې ترسره کړي. دوی دي چې دامريکا په امر يې په يمن کې دوه مسلمان ورونه دمذهب په نوم په خپل منځ کې په جنګ اخته کړي, دوی دي چې استعمار ته يې اوږه ورکړې اوداسلامي امت دبيا راټولېدو ارمان يې له خاورو سره يو کړی. بل لوري ته پاکستان چې په اکثریت غونډو کې دافغانستان نوي حکومت لپاره لابي کوي دبشري مرستو غوښتنه له نوي حکومت سره تعامل داهغه څه دي چې تر ډېره بريده دپاکستاني چارواکو لپاره په هره غونډه اوهره بحث کې شعار ګرځېدلی. خو دوی داهېر کړي نن ورځ چې افغانستان له کوم ناورين سره لاس او ګرېوان ده دا ددوی دکړنو پايله ده دوی وه چې امريکا ته يې لار ورکړه ترڅو افغانستان اشغال کړي يواسلامي نظام ړنګ کړي په مظلوم ملت باندې په يوه اوبل نوم باندې پردي افکار پلي کړي ځوانان مو په زندانونو کې ترشکنجو لاندې ونيول شول دښځو په حیا اوعزت باندې لوبې وشوې. مدرسې جوماتونه ښوونځي هستوګنځي يې په بمونو والوزول هوايي بريدونه شپني عمليات هغه څه وه چې ترپيړيو پيړيو به دافغانان ولس هېرنشي په نشه يي توکو د روږدو کسانو شمير ترڅلورميليونه ورسيد دبيوزلی کچه تر ۹۰سلنه ورسېده. په نړيوالو راپورونو کې دنړۍ دفاسد هيواد اول نمبر مقام افغانستان سره وي دنړۍ دخواشيني هيواد اول نمبر مقام افغانستان سره وي داهغه څه وه چې دغرب داشغال په مقابل کې په افغان ملت تېرشول دا هرڅه پاکستان لويديځوالو ته دخپلو ګټو په مقابل کې ډالۍ کړه. نو بيا ولې دافغانستان حکومت اوملت داسې يو کنفرانس پايلو ته په تمه وي چې دهغه غونډې اوپريکړې فرمايشي او دغرب په ګټو ولاړې وي که چېرته دنوموړي سازمان ناستې دفلسطين او قدس داشغال په قضیو کې ګټورې ثابتې شوې وي نو افغانستان ته به هم يو لاسته راوړنه ولري
ديو اباد خپلواک اوپه ځان بسیا افغانستان په هیله
وروستي