څنګه کولای شو، په ښوونځي کې لایق زده کوونکي شو

څنګه کولای شئ، په ښوونځي او ټولګي کې هوښیار، با استعداده او لایقه زده کوونکي شئ؟
د اکادمیک بریالیتوب لارې چارې او ادب
ژباړه: نصیب جان یوسفي
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د زده کوونکي بریالیتوب او هوښیارتیا نه تصادفي ده او نه هم په ښوونکي او نورو زده کونکو پورې اړه لري.
نو څنګه کولای شو، چې زده کوونکي تل په ټولګي کې هوښیار او لایقه وي؟ او یا کومې لارې چارې دي، چې موږ  په ټولګي کې هوښیار زده کوونکي شو؟ هغه زده کوونکي هوښیار او ځیرک دي، چې دوی په زده کړه کې ترټولو مهم فاکتور باندې، چې استقامت دی باور ولري.
 
هغه زده کونکي چې د زده کړې لپاره استقامت او قوي اراده لري یوازې باید ورته وویل شي، چې د بریا لارې کومې دي؟ بیا د دوی په استقامت او د بریالي میتودونو په کارولو سره، دوی تل په ټولګي کې هوښیار زده کونکي کیږي.
            که غواړئ، چې په ټولګي کې تکړه زده کوونکی واوسئ، نو غوره ده، چې خپله اراده او استقامت پیاوړي کړئ او بیا د علمي بریالیتوب لپاره هڅه وکړئ.
 
1- ټولګي ته په خپل ټاکلي وخت حاضر شئ.
تل د خپل ټاکلي وخت پابند اوسئ. ټولګي ته په وخت حاضر شئ. ناوخته کېدل په ټولګي کې ستاسو د بې نظمۍ او سستۍ پېژندلو لپاره یو بد دلیل دی. ټولګي ته ناوخته تلل د ښوونکي او ټولګي تمرکز ګډوډوي او هم د تېر شوي درس څخه محرومیږئ.
 
2- هڅه مو باید دا وي، چې ناسوبتیا ونه لرئ.
که غواړئ، چې په ټولګي کې هوښیار او با استعداده زده کوونکي واوسئ، نو غوره ده، چې تل په ټولګي کې حاضر وئ او د درس پر مهال د ښوونکي خبرو ته متوجې واوسئ. ډېره غیر حاضري به تاسې د ټولګي غیر فعال زده کوونکی او له نورو ټولګیوالو څخه وروسته کړي، او تاسو به هغه څه، چې ټولګي کې ویل کیږي، له لاسه ورکړئ.
 
3- تل هڅه وکړئ، چې د ټولګي مخ قطارونه اشغال کړئ.
وروستي قطارونه د هغو زده کونکو ډېر خوښیږي، چې غواړي ترڅو ښوونکي په دوی باندې لږ کنټرول ولري. دا غوره ده چې په لومړي قطار کې کینئ، ترڅو ښوونکی او ټولګی دواړه د درسي ساعت لپاره سمبال کړئ. د تکړه زده کوونکو ښه ځانګړنه دا ده، چې لومړي قطار کې ناست وي.
 
4- د خپلو زده کړو لپاره برنامه (یو منظم پلان) ولرئ.
ستاسو د مطالعې تنظیم کولو سربیره د برنامې درلودل، که پلي شي، تاسو به په ټولګي کې یو هوښیار زده کونکی شئ. د پلان او برنامې تطبیق کول تاسو ته باور درکوي، او دا باور په تاسو کې هغه وخت ډېریږي، کله چې تاسو تل د برنامې او پلان له امله د نورو زده کونکو په پرتله په ټولګي کې ډېره پوه او روان یاست.
 
5- د سباني درس سرلیک او له ښوونکي څخه وړاندې درس مطالعه کړئ.
د سرلیک په اړه یوه لنډه کتنه وکړئ او هغه څه چې ښوونکی به په راتلونکې درس کې تدریس کوي، ترڅو چې ښوونکی درس پیل کړي تاسو کولی شئ، د هغه په اړونده موضوع کار وکړئ او د تدریس پرمهال د هغه ټولو پوښتنو ته ځواب ووایاست. دا د هوښیار زده کونکي له تخنیکونو څخه دی، چې د ښوونکي د جذبولو لپاره یې کاروي.
 
6- تل چمتو اوسئ.
دا د ښوونکي لپاره لږ وخت نیسي، کله چې تاسو په ټولګي کې تل چمتو یاست او په موادو تمرکز کولو ته چمتو وئ. ځکه چې ښوونکی نور دې ته اړتیا نلري، چې د کوچنیو مسلو او داسې نورو اړونده موضوع، چې د تدریس وخت ضایع کړي وخت نه نیسي.
 
7- په بشپړه توګه متمرکز اوسئ.
کله چې ښوونکی تدریس پیل کړي، په پوره تمرکز سره هغه څه ته غوږ ونیسئ، چې ښوونکی درس ورکوي. هوښیار زده کونکي تل په ټولګي کې زده کړه کوي. دوی کور یا راتلونکو ورځو ته خپل درس نه ځنډوي. دوی هڅه کوي هر هغه څه زده کړي، چې دوی ورته اړتیا لري.
 
8- د یادښتونو اخیستل مه هیروئ.
هغه څه چې ښوونکی درس ورکوي یا اضافي مالومات درته وړاندې کوي هڅه مو باید دا وي، چې یو ټکی له لاسه ور نکړئ. تل له ځان سره قلم او کاغذ ولرئ او ټول هغه مهم ټکي ولیکئ چې ښوونکي یې وايي.
 
9- د نن کار سبا ته مه ځنډوئ.
کورنۍ دنده مو مه ځنډوئ، عادي یې هم مه ګڼئ، که مو کورنۍ دنده په خپل وخت ترسره نه کړه، نو درته زیاتیږي او بیلاخره د تمبلۍ لامل مو ګرځي. خپله کورنۍ دنده بل ساعت یا ورځ ته مه ځنډوئ. ډاډه اوسئ، چې خپله کورنۍ دنده په وخت چمتو کړئ ترڅو تاسو له فشار څخه خلاص شئ او خپلو نورو کارونو ته ورسیږئ.
 
10- ستونزو ته متوجې او د حل په برخه یې کار وکړئ.
که تاسې یو ضعیف او یا هم پیچلی درس لرئ، ډاډ او باور ترلاسه کړئ، چې په وخت سره یې د سمولو لپاره اقدام وکړئ. ستونزو ته هومره وخت مه ورکوئ تر څو چې د ازموینې ورځې راورسیږي، ځکه چې د امتحان ورځې د درسونو د بیاکتنې وخت دی، نه د هغو ستونزو د حل لپاره چې تاسې یې په درسونو کې لرئ. غوره دا ده، چې هماغه درس یا موضوع په خپل وخت سره حل کړئ، کوم چې ښوونکی یې په ټولګي کې تدریس کوي، که تاسو په ورته درسي ساعت کې د ښوونکي له لارښود سره ستونزه لرئ، نو په همغه درسي ساعت کې له ښوونکي پوښتنه وکړئ او ستونزه مو حل کړئ.
 
11- د کتابونو تمرینونه حل کړئ او له تکرار څخه یې ګټه واخلئ.
که غواړئ چې په خپل درس کې پوره مهارت ولرئ، نو باید په کور کې د کتابونو تمرینونه ډېر حل کړئ، درسي کتابونه وګورئ او مطالعه ته یې وخت ورکړئ.
 
12- په ټولګي کې د نورو میتودونو او فعالیتونو تر څنګ په ګروپي میتود کې برخه واخلئ.
تل په هغه فعالیتونو کې فعال رول ولوبوئ، چې تاسو ورته اړتیا لرئ، د ګروپي میتود څخه ځان برخمن کړئ. د ګروپ کار یا ګروپي مطالعې ګټه دا ده، چې په ګروپ کې هر زده کوونکی هڅه کوي، چې خپل مقام لوړ وساتي او د بل په پرتله ښه وي، دا سالمه سیالۍ ده، تاسې ته د مثبت رقابت انګیزه او جرئت درکوي.
 
 تاسې کولی شئ، د هغو زده کونکو سره په یوه ډله کې شئ کوم، چې په ټولګي کې هوښیار او با استعداده زده کونکي دي. دا یقیناً ستاسو د لوستلو سټایل او ستاسو په بریا باندې مثبت اغیزه لري.
 
13- په ټولګي کې خپل چلند ته پام وکړئ.
زده کوونکی نه یوازې په درس کې، بلکې د استادانو او نورو زده کوونکو سره په اخلاقو، رفتار او نورو ټولنیزو مسائیلو کې هم بې مثاله وي.
 
14- د ستونزو د حال لپاره په خپل ځای کې د حل لاره پیدا کړئ
            د ښوونځي ستونزې یوازې په ښوونځي کې او د کور ستونزې په کور کې حل کړئ، هڅه وکړئ، د کور ستونزې ښوونځي ته مه وړئ او همدارنګه هغه ستونزې چې تاسې یې په ښوونځي کې لرئ، تر کوره مه رسوئ، همغه ځای کې د حل لارې ورته وپلټئ.
 
            دا ځکه، چې په ټولګي کې ستاسو تمرکز په داسې حال کې ګډوډوي، چې تاسې د زده کړې په مهمه برخه کې قرار لرئ او په کور کې ستاسو درسي تمرکز ګډوډ کوي او له مطالعې مو لرې ساتي.
 
خپلې ستونزې هغه وخت حل کړئ، چې د مطالعې لپاره وخت ونه لرئ، هڅه باید دا وي، چې مطالعې ته وخت پیدا کړئ، دا کار به په تدریج سره ستاسو تمرکز زیات کړي او پر خپل فکر باندې به حاکمیت ولرئ.
 
15- د زده کړې لپاره له مختلفو میتودونو څخه کار واخلئ.
د موضوعاتو د زده کولو او مهارت لپاره تل ځان په یوه حل پورې مه محدودوئ، د مطالعې لپاره یو منظم ځای وټاکئ او تل د خپلو ستونزو د حل لپاره یوازې له میتود څخه کار مه اخلئ د مختلفو زاویو د ستونزو د حل لپاره ګټه واخلئ، خپل ځان ته دا فرصت ورکړئ، چې د ستونزو د حل لپاره مختلفې لارې وکاروئ او د ټولو ممکنه حل لارې هڅه وکړئ.
 
16- د ښې پایلې د ترلاسه کولو لپاره لوړ اهداف ولرئ.
په یاد ولرئ، چې یوازې په درسونو کې د ښې درجې ترلاسه کول هدف نه دی. یوازې د نمرې په اړه فکر مه کوئ. د خپل ښوونکي سره د بحث کولو پر ځای، تاسو ولې په ټولګي کې غوره نمرې ترلاسه نه کړې؟ دا غوره ده، چې له ځانه وپوښتئ چې څنګه کولی شم په خپلو درسونو کې بریالی شم؟ زه څنګه ښه مطالعه کولی شم؟ زه څنګه کولی شم په خپل ښوونځي کې بریالی شم؟ زه څنګه کولی شم خپل راتلونکی تعلیم ته تضمین کړم؟ څنګه کولی شم خپل اکاډمیک راتلونکی روښانه کړم؟ څنګه په ټولګي کې هوښیار زده کوونکی شم؟ او دې پوښتنو ته د غوره ځواب لپاره،  له زغم، حوصلې او هڅې څخه کار واخلئ.
 
تل د نورو زده کونکو په پرتله یو ګام مخ ته پورته کړئ، حتا د لوړو اهدافو او د منلو وړ نمرو څخه هاخوا د راتلونکي زده کړې په برخه کې د خپلو اهدافو په ټاکلو کې د هڅو او استقامت سره ستاسو بریالیتوب ډاډمن کړئ. په دې توګه، تاسو کولی شئ د مسلکي اشخاصو څخه مشورې واخلئ.
ستاسو د لا بریا په هیله!