ارغندۍ 

د کابل کندهار اوږده لاره چې د هېواد یو له مهمو لویو لارو شمېرل کیږي؛ له ځانګړي اقتصادي، سیاسي او تاریخي ارزښت څخه برخمنه ده چې پلازمینه کابل د سویلي او لوېدیځو ولایتونو سره نښلوي او دا لار که څه هم د هېواد د ملاتیر ارزښت لري خو هغه مېنې او سیمې چې دا لار ورڅخه تیریږي د نومونې ځانکړی شالید لري.

بلخوا زموږ د لرغوني هېواد جغرافیایی موقیعت او زیاتره سیمو سوړ اقلیم هغه څه دي چې تر ډېره ناوړه طبعي پېښې رامنځ ته کوي ،خو د وخت په تېرېدو سره تر ډېره د پېښو څرنګوالی د خلکو له یادښت څخه وتلی دی او یواځې په هغه سیمو کې یې د پېښو اړوند نومونه پاتې دي چې بېلګه یې موږ  ارغندی را اخلو کومه چې دې زیاتې سړې سیمې په مانا راغلی دی.

که څه هم مو مخکې د کابل کندهار لویې لارې ته اشاره وکړه تر ډېره  د سوړ اقلیم په سیمو کې تېره ده چې بېلګې یې ارغنددی ،شش ګاو ،ِ نورک او نور دي چې موږ یې د ارغنددی په نوم یو بحث لرو دا سیمه چې د پلازمینې کابل د پغمان ولسوالۍ اړونده سیمه ده، سړه هوا لري، غرنی جوړښت لري، له منځه یې د هېواد  مهمه لاره  تېره شوې ده او دې درې غوندې سیمې ته ارغنده یا ارغنددۍ ویل کیږي.
 
ارغنده  او ارغند هغه  بسیط نوم دی چې دواړه یوه مانا لري چې د قهر او غوسې مانا لري، دې ترڅنګ د هېواد مشهور سیند ارغند اوبه پرې نومول شوی دی، دې ترڅنګ ارغند د نوم په بڼه هم راغلی دی همداشان  د ټاټوبي مشهور کسان  پرې نومول شوي دي نو له همدې مخې ارغند یوه خپلواکه کلیمه نو دلته باید (ده) باید په تکراري بڼه دویمه کلیمه وي چې تنها ارغنده  کومه ځانګړې سیمې مانا نه لري ممکن دا به ده  وي چې په مکمله بڼه به ارغنده ده وي چې مانا له مخې به د توندې سیمې مانا ولري خو د تاریخي پلو ده کلیمه له ارغند سره همزولې نه ښکاري  او تنها ارغنده د ځای نوم نه ښکاري  ارغندۍ په بڼه دا نوم یو ترکیبي جوړښت دی چې لومړۍ کلیمه یې ارغند او دویمه یې دۍ ده چې کېږدۍ   ته  ورته ترې نوم جوړ شوی دی  څرنګه  چې  کېږدۍ داېښودو ځای او وړونکي خونې مانا لري موسم ته په کتو ټاکلی ځای نه لري  نو له دې امله به دې ارغندۍ مانا هم  هغه ډېر سوړ ځای وي چې د ژمي موسم سوړوالی یې تر دې اندازې زیات وي چې ژوند کول او یا له دې سیمې تېرېدل زیات ستونزمن وي خو په نورو موسمونو کې برابره هوا لري. 

 پر دې هم شک کیږي چې دا ترکیبي نوم د ارغندای وي څرنګه چې دا غرنۍ ساحه ده، اوس یې هم  یوه برخه د ارغندۍ د کوتل په نامه یادوي نو هغه وخت چې لارو لومړنۍ بڼه لرله چې د خپل جوړښت له مخې یوه ستونزمنه سیمه وه ارغندای یا ستونزمنه مېنه ده خو څرنګه چې موږ دای په وروستاړي کوم نوم نه لرو نو کېدای شي چې دا ارغند ځای ،ارغندځي ( پېچومی ) وي مګر لنډون به یې ارغندي وي څرنګه چې د غنمو ټولولو ځای ته درمند ځای ویل کیږي ځکه چې تنها ارغنده یا ارغندي کوم ځانګړې مانا نه لري.
 
په پایله کې دا نوم ارغنددیه، ارغندده ،ارغنددیه  او ارغندایه چې د سختې ځمکې او ساړه اقلیم لرونکې سیمې ته چې د کابل ښار او نورو کاونډو سیمو پر نسبت په ځانګړي ډول د ژمي په څلیز کې  زیاته سخته او ځورونکي سړه هوا  لري.