د خپل نوښت پټ هنر څۀ ډول وغوړو نوښت یانې څۀ؟

جاپانی متل دی چې وايي:
راځئ، دا تعقیب نه کړو چې لاره چېرې وتې ده، راځئ د دې پر ځای داسې چېرې لاړ شو چې هلته لاره نه وي او د نورو لپاره منډ پرېږدو.

د داسې افکارو او اړیکو رامنځته کولو ته نوښت وايي چې لۀ دې وړاندې نه وي موجودې.

۱- جوهان ګیوټینبرګ لۀ انګورو د اوبو اېستلو د ماشین (Wine press) او د سکې جوړولو د ماشین (Coin punch) ترمنځ د یوې اړیکې د جوړولو پۀ نتیجه کې د چاپ ماشین اختراع کړ.

۲- کلېرېنس بي ډارو، چې تل به بې پیسو و، د غریبو خلکو او بډایه خلکو ترمنځ یې داسې اړیکه جوړه کړه چې پۀ پایله کې یې د (monopoly) پۀ نوم لوبه رامنځته شوه.

۳- کریسټوفر شولز د پیانو د کلیانو او د لیکلو د ماشین ترمنځ داسې یوه اړیکه رامنځته کړه چې د لیکلو د ماشین (typewriter) د اختراع سبب شوه. او دې ته ورته نورې ډېرې نوښتیزې هڅې او اړیکې......

یا هم نوښت د انسان د مثبت ذهني تمرین نوښتیز تولید او محصول دی.
دا چې ولې نوښتګر شو درې دلایل موجود دي:

۱- خوند او خوښي:
د نوښت د قوې پۀ کارولو او لۀ هغۀ څخه د  ګټې اخیستنې پۀ مرسته کولای شو پۀ خپل روان ژوند کې د خوښۍ ډېرې صحنې او شېبې ولمانځو.

که غواړو چې خوندو او ګټور ژوند وکړو، نو باید نوښتګره هڅه هم وکړو.
نوښتګره هڅه د اندېښنې ضد درمل دي او پۀ حقیقت کې اندېښنه زموږ د افکارو او تخیلاتو ناسمه او بې ځایه کارونه ده.

انسان د ماشومتوب پۀ ورځو کې ډېر نوښتګر دی، څېړنو ښوولې چې ماشوم پۀ اوسط ډول پۀ ورځ کې څلور سوه ځله خاندي پۀ داسې حال کې چې غټان پۀ اوسط ډول د ورځې پنځلس ځله خاندي.

۲- پایښت او پرمختګ:
ایلینس پاول ټورینس وايي: (( کله چې یو څوک د مرګ او ژوند لۀ یو داسې حالت سره مخامخ شي چې کوم پېژندل شوی او عملي حل ونه لري، نو پۀ نوښتګره توګه د ستونزې لۀ منځه وړل د پايښت یوازینۍ وسیله ده.

د ټورينس موخه دا ده:
چې کله موږ پۀ داسې موړ کې درېږو چې یوې خوا ته ډانګ او بلې خوا ته مو پړانګ وي، نو باید چې لۀ نوښتګرې ځیرکتیا څخه کار واخلو، نوښتګره هڅه وکړو، د منفي پر ځای مثبت افکار غالب کړو او د ذهني تمرین پۀ مرسته نوښتګر پرمختګ او  مثبت فکټور تولید کړو.

۳- شتمني پیدا کول:
شتمني هغه وخت لاسته راوړلی شو کله چې موږ د خپل نوښت پۀ مرسته د هغۀ فیلډ او پوهې ارزښت ور چاغ کړو او ويې پړسوو.

امریکا چې د نړۍ تر ټولو ستر اقتصادي ځواک دی، د بهرنۍ راکړې ورکړې اساسي برخه یې د مفکورو پۀ تولید متقي ده.

هر څۀ شوني دي او نسبتأ هر فکر ممکن هم دی، که پۀ تجارت کې د ستونزو د زیاتېدا پر ځای نوښتګره ځرکتیا غوره کړو، د ناهیلي پر ځای  حتمي هڅه وکړو،  منفي افکار پۀ مثبتو افکارو او اعمالو ثابت کړو، او د ذهني کشمکش پر ځای د بډایه تفکر زړي وکرو نو ژر ده څې د شتمنۍ غوټۍ به مو ژر وغوړېږي او نوښتیز نبوغ به وکړي.

بېل ګېټ لۀ دې امله د نړۍ تر ټولو شتمن سړی شو کله يې چې د خپلو کارکوونکو فکر او خيال پر موږ او نورو نړیوالو وپلورۀ.

سي ان ان تلویزیون لۀ دې امله د نړۍ تر ټولو ستره تلویزوني شبکه شوه چې د لومړي ځل لپاره یې د څلورويشت ساعته خبرونو د وړاندې کولو مفکوره ایجاد کړه.

لنډه دا چې:
شتمني به هلته متقي شي کله چې مغزو کې مفکورې غني شي.
د ابداع او نوښت لپاره اړینه نه ده چې تۀ دې هرومرو کارپوه يې!
هغه لومړنۍ فرېکونسي چې د تحت البحري مفاهیموي سیستم پر وړاندې اختلال محدودوي، د یوې اکټرې هېډوینګ کییسلر لۀ خوا اختراع شوه.

د مغازو د پیر او پلور ماشین یو داسې چا جوړ کړی چې چې پۀ یوۀ رسټورانټ کې د مشروباتو د پلورنځي مالک و.

د دغو دواړو او ډېرو نورو بېلګو پۀ راوړلو سره ثابته شوه چې د بې ساري توب یا نوښت لپاره حتمي نه ده چې یو څوک دې هرومرو کارپوه وي.

البرټ انسټاین هم عقلأ وروسته پاتې او متخلف و!
کله چې ترې د نوښتګر نبوغ او استعداد د سرچینې پۀ اړه پوښتنه وشوه، نو ځواب یې ورکړ: (( زما د نبوغ او استعداد سرچینه دا ده چې زۀ ذهنأ وروسته پاتې یم))

نسبتأ ټول د پینځو حواسو درلودونکي یو،  وینو، اورو، خورو او څښو لمس کوو او بویوو.  
ټول د ستر خالق خلقت یو، ټول کولای شو، موږ ټول نوښتګر زېږېدلي یو.

ابرهم ماسلو وايي: (( د نوښت قوه پۀ انسان کې يوه بنسټیزه ځانګړنه ده))
موږ ټول نوښتګر یو خو یو لۀ بله یوازې پۀ درجه او ډګر کې سره توپیر لرو، د نړیوالو د نوښت ډګر د انسان د هوساینې وسایل او زموږ بیا د انسان د وژنې وسایل دي.
بس توپیر همدادی:

دوی ژوند کوي او موږ یوازې ژوندي یو او یا هم پۀ اصطلاح ژوندي مړي یو.
زموږ د خلکو د نوښت کرل شوی تخم او زړي باید تغذیه شي، وروزل شي، وغوړول شي او همدارنګه د موجوده محیطي تاثیر پر ځای د موجوده محیطي تغیر لپاره مټې راونغاړو.

نوښت غوړول، یوازې د هنر لوبول دي!
هر نا ممکن ممکن کېدای شي، غر چې هر څومره لوړ وي پر سره یې لار شته.
د ستونزو لۀ یو مخه خلاصون لپاره باید نوښتګره هڅه وشي.

که چېرته د یو ځانګړي شي پۀ اړه پۀ فکر کې لوېږو، نو د ګاډۍ د اس پۀ څېر به یوازې مخامخ شیان راته ښکاري او ها خوا دېخوا به څۀ نه وینو.

د ناهیلي پر ځای ذهني جوش ته رجوع د نوښتونو د شروع پۀ مانا ده.
د قلم د څوکې خوځول د ذهني کهکشانونو پۀ مثال دی.
د فکر د قوې د قوت ثابتېدل ځان ته د خوښۍ د زیري پۀ برخلیک دی. مثلأ: وشو!!!، بریالی شوم!!!، ومې کړ!!!.او نور....

د بې ساريو روشونو، غښتليو او مثبتو فکري فکټورونو تنظیم او د سیده مسیر پر لور د حرکت زړور ګام اېښودل د نوښتګر هدف پۀ لور ارادي هڅه او هاند دی.

د ناکامۍ د غفلت پر ځای، ذهني کامیابۍ ته دقت او سرعت ورکول د نوي باب پرانستل دي.

د خوبونو لۀ ډېرېدو، د بریالیو فکرونو د زېږېدو هنر، د ويښېدو او ژوندي پاتې کېدو تعبیر دی.

پۀ چټک تفکر د ورځې سپما، ذهني ارامتیا او نوښت ته د چمتوالي خبراوی دی.
مکررأ ازمايښت، د مشاهدې مثبت قوت او ذهني تمرین او ترې تولید، هنر دی.

بې ځایه منفي افکار، وهمونه او عبس تشویشونه د خځلدانۍ پۀ تل کې تویول د نوښت نوی ور دی.

د نوښتیزو کیسو، فلمونو، مجلو، نوښتګرو شخصیتونو او کتابونو لوستل، اورېدل او تعقیبول ستاسو د نوښت کرلي زړي پۀ زرغونېدو راولي، بلاخره به د نوښتونو سیندونه وبهېږي او ترڅنګ به یې بډایه نوښتګر او اغېزناک شخصیتونه هم ترلاسه شي.
بس یوازې د ذهني طوفان او انقلاب ضرورت دی.
درنښت!