موږ ټول پوهېږو چې د یوې ټولنې د ثبات لپاره فکري او معنوي فقر پۀ دوامدارې مطالعې سره لۀ منځه ځي او د وګړو فکري سطحه ورسره لوړېږي.
د وروسته پاتې ټولنو لوی لامل د مطالعاتو او مالوماتو نشتوالی دی.
بدبختانه زموږ اکثریت وګړي او پۀ ټوله کې ټولنه هم لۀ دې درده و رنځه رنځیږي.
پۀ لنډ ډول:
د لیکوالانو بېلابیلې، مؤثرې او ګټورې لیکنې، چاپي او خطي اثار پۀ ژوره او دقیقه توګه لوستل او ذهن ته یې سپارل د مطالعې اصلي او ساده پېژند دی.
یوازینی شرط هغه دا چې د لیکوال پۀ ټاکنه کې لۀ پوره غور څخه کار اخیستل اړین دي.
د لیکوال فکر، شخصیت او شهرت باید وسنجول شي، د دې لپاره چې :
څوک دی؟
څۀ ډول دی؟
فکر یې زموږ لۀ اسلامي او افغاني ارزښتونو سره پۀ واټن کې دی او کنه؟
عالمان وايي:
هر لیکل شوی پۀ لوستلو ارزي؛ وروستی قضاوت د لوستونکو پۀ واک کې دی.
موخه داده:
خوند یې وڅکه؛ که خوند يې ښۀ او خوندور وو، نو د شهدو د راټولولو خاوند یې، که مزه یې خرابه وه نو لۀ مضاحمت او مضریت یې ځان او نور خبر کړه.
هم ثواب هم خرما
ارواپوهان لیکي:
که کله وخت چارې در لغاړې وې مثلأ دفتر یا کار ځای کې مو پۀ کمپیوټر کې کار کوئ، لۀ مودې ورورسته لۀ ذهني او جسمي نا راحتۍ شکایت کوئ نو پۀ پښو قدم ووهئ پارک کې لۀ ملګرو او دوستانو سره وګورئ دا هم یو کار دی.
که لۀ بېل او چارۍ ستړی شوې پۀ موبایل د دوستانو پوښتنه وکړه د دوستۍ د ټينګښت تار او کار دی.
یا پۀ فزیکي چارو بوخت یاست شېبې وروسته مو د ستړیا او ستومانتیا احساس وکړ نو کتاب را واخلئ او څو پاڼې مطالعه وکړئ.
مطلب او هدف دادی:
چې ستاسو ټول نعمتونه کوم چې الهی ذات در کړي تاسې ترې د بدیل پۀ توګه پۀ پوره ډول کار اخیستلی شئ، وخت به مو نه ضایع کېږي او ټولې ورځنۍ چارې به منظمې پرمخ ځي.
دلته یوه خبره ډېره اړینه ده، چې هغه د ورځني مهالوېش ده.
څوک چې ورځنی مهالوېش ونه لري، د کارونه د ګډوډۍ ترڅنګ به خپله هم نا ارامه، نا راحته او ناراضه وي.
که دغه مهالوېش کې د نورو کارونو ترڅنګ لږ تر لږه دوه ساعته د مطالعې لپاره وټاکو، نو ښکاره ده چې موږ پۀ یوه ورځ کې دوه ساعته لۀ نړۍ خبرېدو ته او پۀ بېلابېلو مسایلو د کوپړۍ او کپرۍ خلاصېدو ته ورکړي.
که پۀ کره او ښکاره ټکو ووایو:
مطالعه د انسان ذهن او فکر روزي، دوامداره لوستنه د ژوندي انسان حیثیت در بخښي، کتاب د غوره ملګري پۀ توګه د ملګرتیا لاس درکوي، ګونګ به وي خو لۀ مانا ډک دی لۀ ډېرو ګویاوو ملګرو ډېر څۀ درباندې ګوري چکرې درکوي او خوښ دې ساتي.
لوستل پۀ ټولنه او ټولنیز ژوند کې ځانکړی ځای درکوي، ستاسې افکار، اعمال، خبره او ژبه لۀ نورو توپیروي، پۀ ټولنه کې لۀ نورو سره ستاسو تفکیک او توپیر داسې ټاکي لکه پر ځمکه پاس اسمان؛ تاسې به تل جملې، کلیمې او کیسې وروئ، د یو غوره منځګړي پۀ توګه به فیصلې او مسلې حلوئ، او دا حق به تاسو ته ستاسو د علم او پوهې پۀ تله او ترازو تلل کېږي، ښکاره ده؛ علم او پوهه پۀ مطالعه او لوستنه ترلاسه کېږي.
پۀ مطالعه کې غوره مطالعه د هر اړخیزو اثارو ده، هڅه باید دا وي چې دیني،اسلامي او تصوفي، ادبي او فلسفي، سیاسي، اقتصادي، ساینسي، کلتوري او فرهنګي، تاریخي او دې ته ورته نورو موضوعاتو کې دقیق، کره او پوره اثار ولوستل شي.
د مطالعې پۀ کولو کې یوه خبره ډېره د پام او فکر وړ ده:
لۀ ډېرې خو برسېرنې مطالعې، کمه خو ژوره مطالعه غوره ده.
هڅه باید وکړو؛ لږ څۀ پۀ ژوره توګه ولولو، مګر تل یې ولولو.
دا د غوره لوستونکي ځانګړنه هم ده
یادونه:
که د مطالعې پيل درته سخت او ستړی وو نو کوښښ وکړئ چې لومړی ستاسو د ذوق اړوند لیکنې ولولئ، که زما منئ، پیل پۀ ملي، مینناکو او تاریخي ناولونو وکړئ، کرار کرار به د کتابونو نړۍ ته ورشئ او لۀ ډېرو مسایلو به خبر شئ.
د دوامدارې مطالعې یوه ورځ ترک پۀ فکري او معنوي لحاظ د څو ورځو د ټکان لامل کېږي.
مطالعه د ژوند مالګه!
وروستي