د څو تورو پاڼو ارزښت 

د خالد ځدران په پاڼه کې یو داسې نیک نظر سره مخامخ شوم: « رښتیا هم افغانانو جنګونه ګټلی خو تاریخ لیکل ترې هیر شوي، ځکه خو هر افغان بچی د انقلابونو شاهد دی. نو قلموال ځوانان که د تیر شل کلن انقلاب سرښیندنې په مستند ډول، د خپل قلم په زور د تاریخ په سینه کې ثبت نکړي د راتلوونکي نسل سره یې ستره جفاء ده او بچی به مو بیا د انقلابونو شاهد وي.»

ددې مثبت فکر دویمه برخه ښایي داسې وي: د تاریخ له درسونو څخه باید د ټولنې په اوسني ژوند کې عملي استفاده وشي، که نه تاریخ بیا د څو تورو پاڼو څخه زیات ارزښت نه لري. د افغانانو د ویاړلي جنګي تاریخ ډیر ثبت شوي لوستونه شته دي، چې همدا نن هم په عملي ژوند کې له پامه غورځول کیږي. د بیلګې په توګه: همدغه خبره، چې افغانانو همیشه د جګړې ډګر ګټلی، اما د سیاست ډګر یې بایلوی دی. د افغانانو د تاریخ دغه ویاړلی، اما غم لړلی درس په وار وار ثبت شوی او یاد شوی دی. اما دادی یو ځل بیا یې ژوندي ړانده شاهدان ګرځو- افغانانو د طالبانو په مشرۍ د امریکایي تیري په مقابل کې په بیساري میړانه مقابله وکړه او جګړه یې وګټله. 

راځئ، یو ځل د زړه په سترګو وګورو، چې طالبان همدا اوس د سیاست په ډګر کې ،که نه لږ تر لږه، په نړیوال سیاست کې د کومې ماتې سره مخامخ دی: په نړۍ کې تراوسه پورې یو دولت - اسلامي یا غیر اسلامي دولت نشته، چې اسلامي امارت یې  په رسمیت پیژندلی وي. د سیاست په ډګر کې ماته توره وي که سپینه!.. سره ددې چې ارسلا مفتون په خپله لیکنه کې « ولې اسلامي هیوادونه اسلامي امارت په رسمیت نه پیژني ؟» خپل ذهني عوامل راټول کړي، چې ځانته پرې قناعت ورکولای شي، اما د قناعت وړ عیني عواملو هیڅ څرک په کې نه تر سترګو کیږي.

واقعیت دادی، چې  متحده ایالاتو او ناټو د افغانستان د جګړې په ډګر کې شرمونکې ماته وخوړه، اما په دې بریالي دي، چې تراوسه پورې یې د نړۍ ټول دولتونه  د اسلامي امارت په رسمیت نه پیژندلو کې له ځان سره یو کړي دي. په دیپلوماسۍ کې بریالیتوب تور وي که سپین!.. امریکا په افغانستان کې خپله مخامخ جګړه ختمه کړه. دا رښتیا هم د امریکا له پاره یوه لاسته راوړنه ده. اما افغانستان اوس هم په اقتصادي او سیاسي بحران کې ډوب پاتې دی، د افغانانو لاسونه اوس هم پردیو مرستو ته اوږده  دي. دا په سیاست کې نه بریالیتوب دی او نه هم د ویاړ خبره ده.

د بلواکۍ، څوواکۍ او بې امنیتۍ ختم - سترې لاسته راوړنې دي، اما که په داخلي او خارجي سیاست کې دوامداره بریالي ګامونه پورته نه شي، هر څه په سیند لاهو دي. نژدې هر افغان او هر طالب ښه جنګیالی دی، اما هر  افغان او هر دیني عالم ملا ښه سیاستوال نه دی. د سیاست ډګر د شطرنج د لوبې تختې ته ورته دی، چې د ګوټکو جنګ یې یوه برخه ده، ټوله لوبه جنګ نه دی، نور ټول چالونه دي، چې څنګه مقابل لوري ته ماته ورکړي لکه امریکا، چې په افغانستان کې د خپل ګوډاکی حکومت په تلف کولو سره، طالبان داسې دیپلوماتیکې او اقتصادي مضیقې سره مخامخ کړل، چې اوس د جګړې د ډګر بریالی په خپله ورته د زاریو لاسونه اوږدوي.

که د بهرنیو ځواکونو په وتلو کې د طالبانو ټینګ دریځ د بریالیتوب باعث شو، د هماغه ګوډاګي حکومت سره جورجاړي ته نه رسیدل، په هر علت چې وُ، د طالبانو لومړي سیاسي ناکامي وه. د هیواد په داسې بحراني وضعیت کې د واک طالباني انحصار  دویمه نوبتي سیاسي تیروتنه ده. د دې  بحران دروند پیټی یواځې په اوږو اخیستل د هر پهلوان ملا ماتوي. دا د منلو وړ ده، چې د پخوانیو منفورو، فاسدو جنګسالارانو سره د واک ویش ټولنه نور هم بحران ته ټیل وهي، اما دلته د سیاسي، اقتصادي او ټولنیز بار د ویش مساُله مطرح ده. که د لومړۍ سیاسي تیروتنې اصلاح اوس ناممکنه ده، د دویمې تیروتنې سمون ته لا وخت دلاسه نه دی تللی. د اسلامي امارت د لومړۍ واکمنۍ د تشدد تیروتنې د ا.ا. د اوسني نړیوال مشروعیت د بحران یو له غوره عواملو څخه دی. د لرغوني یونان څخه تر ننه راپاتې حکیمانه خبره ده چې: هوښیاران د نورو له تیروتنو زده کړه کوي، کم عقلان یې په خپل ځان ازمایښت کوي.

هیواد لا د بحران څخه نه دی وتلی. د خوښۍ باټې بیا هماغه وخت خوند کوي، چې هیواد د اقتصادي او سیاسي بحران څخه وژغورل شي، لکه عبدالرحمان بابا چې وایي:
خپل صفت د خپلې خولې نه مزه نه کا
بلبلان به دې صفت کړي که ته ګل شې

د خپل تاریخ لیکنه خورا اړین کار دی، اما د تاریخ لیکنې موخه دا نه ده، چې د غمیزو او جګړو د سختو وختونو په زړه پورې کیسې د کاغذ پر مخ باندې وکښل شي. د تاریخ لیکنې هدف دادی، چې تیرو پیښو د عبرت درسونه غورچاڼ شي او د هغو په رڼا کې، په حال کې د ناخوالو او غمیزو د تکرار مخه ونیول شي.