که خوشحال سادات بيا راستون شي! 

د خوشحال سادات له نوم سره به بلد ياست، دی په تېر حکومت کې هغه وخت شهرت ته ورسېد چې يو ځل يې د څرخي پله په سيمه کې د پارلمان د وکيلانو موټرې ودرولې او بيا يې د سنبلې اتسلمه چې د احمد شاه معسود د مړنيې ورځ ده او پلازمېنه کابل کې د مسعود ويرکوونکي په دې ورځ بشپړ بغاوت، خپلسري او زورواکي کوله، ده په ښه ډول مهار او قانون يې پرې پلی کړ. 

هغه وخت چې خوشحال سادات د کورنيو چارو وزارت ستر امنيتي معين وو، نو د مخالفينو کړۍ يې پراخه وه. ده پر ټولو د قانون د يو شان پلي کېدو اجرات کول خو د پارلمان وکيلانو او نورو زورواکو يې مخالفت کولو. هغه مهال چې  خوشحال سادات پلازمېنه کابل کې د احمد شاه معسود خپلسرۍ او باغي ويرکوونکي، د سنبلې پر اتسلمه  وځپل او اجازه يې ورنه کړه چې کابل ښاريان په فزيکي او روحي ناامنۍ کې واچوي؛ د قوم پاله او قوم پرست ټپې پرې ووهل شوې. 

د پارلمان وکيلانو پرېکړه ليک خپور کړ او ادعا يې کوله چې  خوشحال سادات له صلاحيت پورته چارې کوي، دوی د وخت پر حکومت او ولسمشر دا فشار راوړلو چې  خوشحال سادات بايد له دندې ګوښه شي او د غيرو مستقيمو فشارونو په پايله کې يې دی له دندې ګوښه کړ. 

په تېرو شلو کالونو کې افغانستان بيخي او له حد ډېر جنرالان چې ماشيني جنرالان هم ورته ويل کېدل پيدا شول. د دغه جنرالانو ډېره برخه يا په خپله جنګسالاران وو او يا هم د جنګسالارانو ملاتړي وو. دوی څخه ولس ښې خاطرې نه درلودې او په شتون کې يې هېواد بدبخته شوی وو، خو بيا په تېر نظام کې داسې کسانو هم شتون درلود چې هم يې وړتيا درلوده او هم هېوادنۍ مينه. 

افغان ولس له ډېر اوږد تېر راهيسې د سولې او امنيت ارمانجن وو؛ له ښه مرغه له تيرې يوې نيمې مياشتې راهيسې چې افغانستان کې اسلامي امارت واک ته رسېدلی دی، په امنيتي وضعيت کې د پام وړ بدلون راغلی دی. هغه امنيت چې د جنرال  خوشحال سادات غوندې کسان يې په لټه کې او هيلې يې ورته لرې، اوس يې عملاً شاهدان يو. 

د طاـلبانو رهبري تکراراً وايي چې عمومي عفوه او بخښنه يې کړې او د تېر حکومت هغه کسان چې پاک او سپيڅلي  دي د خپل حکومت برخه به يې کړي. که چېرې د طاـلبانو دغه وړانديزونه په پام کې ونېول شي، نو د جنرال  خوشحال سادات غوندې څېرو ته به اړتيا وي، چې افغان خاوره کې پاتې شي او دې خاورې ته چوپړ وکړي. 

څه وخت وړاندې د ځينو طاـلب چارواکو هغه خبرې هم رسنيزې شوې وې، چې د خوشحال سادات د بېرته راتګ يې ويلي وو او پر ټولنيزو رسنيو يې هم هرکلی شوی وو. طاـلبان د هېواد جوړونې ستر پلانونه او هيلې لري، دوی تېرو شلو کالونو کې چې څه تېر شوي دومره مهم نه نيسي څومره چې  ورته د افغانستان راتلونکی مهم دی. 

که چېرې طاـلبان په خپلې پراخه غيږ کې د جنرال  خوشحال سادات غوندې تجربه او زده کړې لرونکي کسان ولري نو لېرې نه ده چې د افغانستان د سوکالۍ، بشپړې سولې او امن خوبونه به ژر رېښتيا شي. دا څرګنده ده چې جنرال  خوشحال سادات نظامي وو او د طاـلبانو پر وړاندې مستقيمه جګړه کې به يې برخه اخېستې وي، د طاـلبانو پر وړاندې به يې توندې خبرې او ويناوې کړې وي، خو دا چې د اسلامي امارت په راتګ سره افغانستان کې يو نوی څپرکی پرانېستل شوی دی، ښايي اړتيا وي چې مسلکيتوب او وړتياوې ځای پر ځای شي. 

جنرال  خوشحال سادات به د حامدکرزي، ډاکټر عبدالله عبدالله، فضل الهادي مسلميار او نورو کسانو په پرتله د طاـلبانو ډېره دښمني نه وي کړې. نو اوس چې پورته ياد کسان او سلګونه نورې هغه څېرې چې په تېر حکومت کې په پوځي او ملکي برخو کې وو، راحت په افغانستان کې اوسي او شونې ده چې په راتلونکې کې د هېواد په اړوند برخو کې چوپړ وکړي، نو جنرال  خوشحال سادات او په څېر يې نورې ځوانې انرژۍ هم افغانستان کې د ښه خدمت هيلې ورکولی شي. 

د تېر شل کان نظام د سلګونه نارواوو، فسادونو او نېمګړتياوو سره - سره به داسې کسان هم هغه نظام کې وې، چې که چېرې اوس وخت کې د افغانستان اسلامي امارت په غېږ کې ځای ورکړل شي، نو هېواد لپاره به ګټور تمام شي او د بسيا افغانستان د چوپړ وړيا به ولري.