ځینې وخت نقاش یو انځور په ذهن کې مجسم کړي او غواړي چې رسم یې کړي. په دې ډول د ادیب په فکر کې یو خیال یا کومه خبره رامنځ ته کيږي او غواړي چې ویې لیکي. شاید په نثر یا نظم کې یې وړاندې کړي.
دا چې انسانان هر څه ظاهراً یو شان ويني او شاید چې د ځینو په فکرونو کې یوه خبره رامنځته شي، په همدې ډول په ادب کې هم کله کله د ځینو موضوعاتو ورته والی پیښيږي. لږ داسې پیښيږي چې یوه ننداره څو ادیبان یو شان بیان کړي، دلته موږ نشو ویلی چې دا ادبي غلا ده ځکه چې خبره یوه وي خو د څو کسانو ورته پام شوی وي یا یې یو ډول بیان کړي وي.
یو وخت ما څو ځایه لوستي وو چې د رحمن بابا په اشعارو کې څو شعرونه د حضرت سعدي(رح) او شیخ عبدالله انصاري هروي اشعارو سره یو شان دي. له همدې امله پر رحمن بابا د ادبي غلا تور پورې کېده. که د رحمن بابا شخصیت ته پام وکړو، هغه یو صوفي شخصیت و او اکثره اشعار یې عرفاني او اخلاقي بڼه لري. بله دا چې هغه مهال د بوستان، ګلستان او نور د پارسي اشعارو کتابونه د پښتنو په مدرسو او جوماتونو کې تدریس کېدل او اکثرو خلکو به د سعدي صاحب اشعار لوستل، که رحمن بابا ادبي غلا کولای، نو له کوم بل نامشهور شاعر څخه به یې کړي وای، د بېلګې په توګه د رحمن بابا دا بیت چې د شیخ عبدالله انصاري له شعر سره ورته والی لري:
د خلیل تر کعبې دا کعبه ده لویه
که ودان کا څوک ویران حرم د زړه
د خواجه عبدالله انصاري بیت داسې دی:
دل به دست اور که حج اکبر است
زهزاران کعبه یک دل بهتر است
که پورته دوو بیتونو او دې ته ورته نورو بېلګو ته ځیر شو نو وبه وینو چې ځینې وخت د بېلابېلو شاعرانو په شعرونو کې ورته والی شته چې د یو شاعر شعر د بل شاعر شعر ته ورته کيږي چې دا کار معمول دی او دې ته ادبي غلا نشو ویلی. که څه هم دا ورته والی د شعر په وزن، قافیه، ردیف، آهنګ یا منځپانګه کې وي. دا مالومه خبره ده چې ممکن ځینې انسانان له یو بل سره ورته فکرونه ولري. د ورته فکرونو په اړه پوهان وايي چې هغه کسان چې یو شان فکر لري، دوی د معرفت په یوه پوړۍ کې دي.
لکه مخکې مو چې یادونه وکړه؛ د شعر ورته والی یا په مانا کې پيښيږي او یا د شعر په ظاهري بڼه او آهنګ کې لکه لاندې څو بېلګې:
کلیم کاشاني چې په ایران کې د پارسي ژبې د یوولسمې هجري پېړۍ شاعر دی، د شعر یو بیت یې داسې دی:
پیری رسید و موسم طبع جوان گذشت
ضعف تن از تحمل رطل گران گذشت
نظام وفا آراني چې د پارسي شعر د معاصر ادب یو ستر شاعر دی، داسې ویلي:
پیری رسید و فصل جوانی دگر گذشت
دیدی دلا که عمر چسان بی خبر گذشت
که پورته بېلګو ته پام وکړو، نو د لومړۍ مسرې مفهوم یې کټ مټ یو شان دی، په همدې ډول لاندې څو بیلګو ته هم ځیریږو:
مولانا جلال الدین بلخي وايي:
پنهان زدیده ها و همه دیده ها از اوست
آن اشکار صنعت پنهانم آرزوست
همدې مفهوم ته ورته خان علیین مکان خوشال خان خټک بیا داسې وايي:
په هر څه کې ننداره د هغه مخ کړم
چې له ډېرې پیداییه ناپدید شو
په معاصر ادبي پړاو کې د خان عبدالغني خان نظم داسې دی:
داسې حسن عجیبه دی
چې یې نه کیږي بیان
د هر چا له سترګو پټ دی
خو ښکاریږي هر زمان
که پورته دریو نظمونو ته ځير شو نو په آسانۍ پوهېږو چې د ټولو موخه یواځې د خدای د شتوالي په اړه ده چې نه ښکاريږي خو په هر څه کې یې تجلی کړي ده.
همدارنګه د حنظله بادغیسي شعر د خوشال بابا له یوه بیت سره داسې ورته والی لري:
حنظله بادغیسي:
مهتری گر به کام شیر دُر است شو خطر کن زکام شیر بجوی
خوشال بابا بیا داسي وايي:
که فلک دې د زمري په خوله کې ورکا
د زمري په خوله کې مه پرېږده همت
د پورته بیلګو منځپانګه سره ورته ده.
په آهنګ کې د شعر ورته والی په لاندې بېلګو کې کتلی شو:
د رحمن بابا او حمید بابا لاندې شعرونه:
د آشنا له لاسه ناست یم په زړه ستړی
په فلوس مې په کار نه دی درست وګړی
له احواله یې ورو، ورو پوښتئ یارانو
بېلتانه د رحمان وار دی خطا کړی
د حمید مومند نظم داسې دی:
د هجران د لاسه ناست یم ویرژړلی لکه بت په غټو سترګو دم ختلی
بې هوده په صورت روغ په زړه نتلی بېلتانه په مرګي حال یم رسولی
خدایه راولې آشنا په سفر تللی
په پورته بېلګه کې یوازې د شعر په آهنګ کې ورته والی شته خو د مفهوم له پلوه دومره ډېر ورته والی نلري.
عموماً د ادبي غلا تور په هغو اشعارو پورې لګول کيږي چې په مفهوم یا منځپانګه کې ډیر ورته والی لري.
هغه اشعار چې غلا شوي وي، خیانت له ورایه پکې ښکاريږي، د اشعارو د ورته والي بېلګې ډېرې دي خو دلته مو یواځې څو بېلګې ولیکلې.
بله موضوع چې په شعر کې غلا نه بلل کیږي هغه اقتباس یا پیروي ده، دلته بیا شاعر د کوم بل شاعر له شعر څخه یو څه نقل کوي او خپل شعر هغې ته په ورته بڼه وړاندې کوي.
په اقتباس کې شاعر بل شاعر ته ځواب وايي، یا یې خبره تائیدوي یا هم د هغه شعر مفهوم او آهنګ نقل کوي، ځینې وخت بیا یو شاعر د بل شاعر پر شعر تبصره کوي، همدارنګه په في البدیهه شعري مقابله یا فولکلوریکو شعري مخامخ سیالیو یا شوریو پر مهال هم شاعران د یو بل د شعر ظاهري بڼه یا آهنګ د اقتباس په بڼه خپلوي.
د شعر اقتباس هم کله وخت د شعر په ظاهري بڼه یا آهنګ کې پيښيږي او ډېر لږ لیدل کيږي چې د بل شعر له منځپانګې څخه اقتباس وشي. ځينې وخت داسې هم پيښيږي چې د شعر اقتباس په آهنګ او منځپانګه دواړو کې پېښ شي.
لاندې څو نمونې لولو:
د حمزه شینواري لاندې نظم:
پرېږده چې لوظونه د دروغو د رښتیا کړم
ته راته سبا، سبا کوه زه به بېګا کړم
ستا د توپاني نظر به ساه شي لنډه ګنډه
داسې نوي، نوي اسویلي به را پیدا کړم
استاد پیر محمد کاروان یې داسې اقتباس کوي:
لمونځ مې یې کافر به شمه څنګه دې قضا کړم
راشه چې د خپل زړه په خلوت کې دې اداء کړم
ډول به شم، اتڼ به شم، شغا به شم د څڼو
بیا به طالبان د جوماتونو به ګډا کړم
په پورته بېلګه کې یوازې د آهنګ اقتباس لیدل کيږي.
لاندې بېلګې ته هم ځیر شئ:
درویش درانی وايي:
چې د پي مخو په مخ باندې خوله وینم وایم
ګوره قدرت هم د شیدو سره اوبه ګډوي
او محمد علیم بسمل یې اقتباس کوي:
خوله د پی مخو چې خولې شي په رښتیا خوند کوي
خدای چې شودو سره اوبه ګډې کړي لا خوند کوي
دلته د درویش دراني پر شعر د بسمل له خوا تبصره شوي ده، خو د حمزه شینواري او خاطر اپریدي په لاندې اشعارو کې بیا یو بل ته ځواب لیدل کيږي:
خاطر وايي:
ته نقاب له مخ نه لرې کړه بس زه به درته ګورم
د نظر پروا ونه کړې خیبر ډک له سپېلنو دی
حمزه بابا ځواب ورکوي:
له نظره مه وېرېږه نظر ماتی دې هم زه یم
چې حمزه درنه لوګی شي سپېلنو ته څه حاجت دی؟
نو ویلی شو چې په ادب کې ورته والي ته ادبي غلا نشو ویلی ځکه چې ځینې مهال د بیلابیلو اشخاصو افکار یو شان وي. سربېره پر دې ریښتینی ادیب دا ځانته عار ګڼي چې د بل چا ادبي تخلیق دې غلا کړي او که چېرته ادیب داسې کوم کار ترسره کړي نو بې له شکه چې د ادب له لیکې وتلی دی ځکه چې کله ادب تعریفیږي نو په لومړي ګام کې د (بې عیبه یا مهذب) کلمې ته رجوع کيږي. همدې بې عیبۍ ته باید یو شخص تسلیم شي او بیا کیدای شي چې د ادیب نوم ورباندې کېښودل شي.
په اقتباس کې د اشعارو ترمنځ د آهنګ نقلول، تبصره کول، سوال او ځواب، منل او ردول یا نورې بیلګې ترسره کيږي. چې له ادبي ورته والي سره ډېر توپیر کوي او دلته بیا شاعر په خپله اقرار کړی وي چې په شعر کې یې اقتباس کړی.
پای
اخځلیکونه
۱. د عبدالرحمن بابا کلیات؛ اوډنه، سریزه او ویي پانګه د سر محقق سید محی الدین هاشمي
۲. د خوشحال خان خټک دیوان؛ د حبیب الله رفیع په سریزه او سمون
۳. چنار خبرې کوي؛ پیر محمد کاروان، دانش خپرندویه ټولنه ۲۰۰۹م چاپ
۴. د پنجشنبې ماسپښین؛ محمد علیم بسمل، د مکتبة الحرم چاپ
۵. فارسي ویکيپېډیا
وروستي