طاـلبان باید څه وکړي؟ (څو وړاندېزونه)

طالبان دوه ځله په افغانستان کې قدرت ته ورسیدل، طالبان د ملت په زور واکمن شول، دا هیڅکله نه شي توجیه کیدلای چې طالب د یوازې د څو زره جنګیالیو په مټ ټول افغانستان په یو څو ورځو کې ونیسي، په رښتيا چې د ولس زور د خدای زور دی او دا تجربې ثابته کړې چې د چا سره ملت ملګری وي، خدای یې هم ملګری وي.

طالب باید د دې فرصت څخه اعظمي ګټه پورته کړي او هیڅکله باید په لوی لاس افغانستان د خایېنو اقلیتونو په بیکاره حکومتوالۍ بدل نه کړي، دا تېر شل کاله دا خاینین د دولت په رأس کې وو، د افغانانو په عزت او ناموس یې لوبې وکړې، د افغانانو او په خاص ډول د پښتنو حقوق یې په رڼو سترګو خوړل، خو که چا به د دوی په مقابل کې غبرګون وښود، نو هغه به یې د القاعده او طالب په نوم د ناټو په زور ځپه، وروسته دغه ولس د طالب سره ودرید، پر طالب یې باور وکړ، دوی فکر وکړ چې طالبان خپل تېر نظام ته په کتو یو نوی متفاوت او پرمختللی نظام را منځته کړي، اداري او اخلاقي فساد به ختم شي، د ټولو خلکو حقوق به خوندي شي، د نړیوالو سره به متوازنې متقابلې اړیکې وپالل شي، واسطه او واسطه بازي به ورکه شي او لنډه دا چې د افغانستان د خلکو ټولې رواني او مادي ستونزې به حل شي، د طالبانو تحریک به د افغانستان د یو اتل او ملي حرکت په توګه د افغانستان د خلکو په سر کې ځای ولري، طالبانو هم د دوی سره همدا وعده وکړه.

اوس چې طالبانو یو سرپرست حکومت اعلان کړي، ور سره د ډېرو خلکو خوشبینۍ او بدبینۍ هم راپورته شوي دی، چې دا غبرګونه نه یوازې د هیواد په کچه بلکې د نړۍ په سطحه دي، ځینې افغانان وایي د طالبان حکومت یو ملي او ټول شموله دی، خو ځینې نور یې بیا دا حکومت یوازې طالب شموله، غیرمسلکي او د ملت د غوښتنو خلاف بولي، دوی وایي طالبانو قومي او مذهبي انډول په حکومت کې په نظر کې نه دی نیولی او داسې نظام به په افغانستان کې پایداره نه وي، دا حکومت به د زیاتو ننګونو او مشکلو سره مخ شي او بالاخره به افغان ملت په یو بل ناورین کې ښکېل شي، نړیوال او ګاونډي هیوادونه هم ورته خبره کوي، لکه پاکستان، تاجکستان، ایران، امریکا، روسیه، انګلستان، فرانسه، هند، جرمني،چین، عربي هیوادونه او نور ملکونه، ذکر شوي هیوادونه په افغانستان کې مسقیم او غیر مستقیم اغېز لري او په منفي حالاتو کې افغانستان د یو بد ناورین سره مخامخ کولای شي، چې دا به د افغانستان خلکو ته تر ابده د زغم او حوصلې وړ نه وي.

امریکا چې تر ډېره د افغانستان په مسأله کې جدي ده، وایي، که چېرته طالبان په نړیوال او افغان ملت د جوړښت د معیارونو په اساس یو حکومت را منځته نه کړي، نو د نړۍ غبرګون سره به مخ شي، ممکن دا غبرګون به پر افغانستان اقتصادي او سیاسي بندیزونه وي او یا هم په ځینو حالاتو کې ممکن په افغانستان کې د غرب لپاره د حملو پلمه هم برابره کړي، چې په دې توګه به دا کار د طالب او د افغان ملت لپاره یو نه جبرانیدونکی کار وي، ځکه داعش او د پنجشېر مقاومت جنګیالي تیار په مورچلونو کې ناست دي او ممکن د افغانستان وضعیت په یوه زړه بوږنوونکي وضعیت واړوي، د طالب لاسرسی به هم کم شي او ورو ورو به په افغانستان کې داعش او نورې وسلوالې ډلې یو لوی ځای پیدا کړي.

بل لور ته د افغانستان په لږکیو پورې تړلي سیاسي اشخاص د طالبانو د کمزورۍ انتظار باسي، دوی فکر کوي چې طالبان به د اقتصادي او سیاسي کمزوریو په وجود کې د افغانستان ملکي نظام قایم ونه ساتي، عامه خدمات به وړاندې نه کړای شي او بالاخره دا هر څه به ترې ویجاړ شي، په دې صورت کې به افغانان عکس العمل وښیي او نتیجه به یې د طالبانو سل فیصده ناکامي وي او بس؛ د افغانستان د اسلامي جمعیت ګوند یو مشر صلاح الدین رباني ویلي وو چې موږ ممکن د طالبانو سره جنګ ونه کړو، ځکه دوی د افغانستان د خلکو په وړاندې په یوه ازموینه کې دي کوم چې طالبان به په کې بریالي نه شي او بالاخره د افغانستان خلک به یې خپله رد کړي، امرالله صالح چې د طالبانو د یو ځانګړي دښمن په توګه پیژندل کیږي تل یې ویلي چې طالبان د افغانانو لپاره اقتصادي او سیاسي چوپړ نه شي وړاندې کولای، نو په دې توګه د طالبانو وجود داییمي نه دی.

پورتنیو توضیحاتو ته په کتو زه د یو افغان او مسلمان وګړي په حیث د طالبانو اسلامي غورځنګ ته لاندې وړاندیزونه لرم:
۱- طالبان باید د افغانستان د ټولو قومونو او مذهبونو والا سره نرم او متناسب چلند وکړي تر څو هر څوک د طالب په وجود کې خپل ځان مصئون او خوندی حس کړي او هیڅکله خپل ځان کم ونه ګڼي.

۲- طالبان باید په افغانستان کې یو ټول شموله ملي او اسلامي حکومت رامنځته کړي، تر څو د افغانستان دا حکومت خپل وګڼي او لازمه همکاري ور سره وکړي، دا غوښتنه نه یوازې د افغانانو بلکې د ټول جهان هم ده.

۳- طالبان باید د ملي او اسلامي قوانېنو په اساس ټولو ښځو ته د زده کړو او کار کولو اجازه ورکړي او د هغوی مادي او معنوي حمایت وکړي، چې دا هم د ټولو افغانانو او هم د نړیوالو غوښتنه ده.

۴- طالبان باید خلکو ته عامه خدمات وړاندې کړي، د کار ضامنه ورته برابره کړي، تېرې ویجاړۍ ورغوي او بغیر له کوم توپیره د افغانستان ټولو خلکو مشکلاتو ته لاسرسی وکړي، د چا په شخصي ازادیو لکه لباس، ږیره خریل، سټایل او همدارنګه مدني او ټولنیزو، د بیان، رسنیو او نورو فعالیتونو باندې بندیز ونه لګوي.

۵- طالبان باید د نړیوالو ځینې غوښتنې ومني، خپل سیستم د نړۍ د نورو اسلامي هیوادونو په شان عیار کړي، د نړۍ نورو ملکونو سره ښه روابط ولري، القاعده او نورو ډلو ته اجازه ورنکړي چې د افغان خاورې څخه د نړۍ په هیوادونو بریدونه وکړي.

په پای کې ویلای شو چې طالبان د افغان خاورې یو واقعیت دی او هيڅوک یې د منتفي کولو هڅه نه شي کولای او نه به یې څوک منتفي کړي، طالب باید خپل طلایي فرصت ونه بایلي او هیڅکله باید بیا پر افغانستان پخواني دړه ماران او ورانکاري واکمن نه شي، طالبان باید د افغانانو د غوښتنې مطابق راتلونکی اساسي قانون، نظام او ټول کړه وړه برابر کړي، د نړۍ او خپلو خلکو سره مسلکي چلند وکړي او دوی باید خپل ځانونه د افغانستان په معاصر تاریخ کې داسې ثبت کړي لکه احمدشاه بابا، امیرعبدالرحمن، امان الله خان او نادرخان، خو که چېرته طالبان یوازې د خپل ځان ومني او د افغانستان د خلکو او نړۍ غوښتنې ونه مني، نو طبیعي ده چې افغانستان به یو ناکام هیواد شي، د خلکو هیلې به بورې شي، خلک به مهاجرت ته مخه کړي، طالبان به ګوښه شي، د افغانستان خلک به په بدو شرایېطو کې ژوند ولري، خواري، فقر او نورې ډول ستونزې به دا وطن تباه او برباد کړي، چې په دې صورت کې به بیا نړۍد افغانستان اسلامي امارت په رسمیت ونه پيژني او د افغانستان خلک به هم طالبانو ته په ارزښت قایل نه شي.