د ادبیاتو مصرف؛ د ام‌م بحث

پر افغانستان حاکم وضعیت کې افغان مودب او روڼ‌اندي انسان ته تر بل هر وخت ډېر مسوولیت ورغاړې وتی دی. هلته انسان‌ څلوېښت کلنې جګړې سخت اغېزمن کړی دی، د ټولنې عمومي افکار بې‌کچې خوږ شوي دي او سړی داسې انګېري، چې انساني عاطفې بېخي کډه کړې ده. په سیاسي لحاظ به یو وخت نه یو وخت موږ یو تفاهم ته ورسېږو او افغان انسان به آرام ژوند وکړي؛ د مطلقې لوږې کچه به راټیټه شي؛ خو د ټولنې عمومي افکار چې په جګړو کې سخت ټپي شوي دي دا ژر نه رغېږي، لکه یوه ښه بېلګه یې زموږ په ټولنه کې له ښځینه او ماشوم انسان سره ظلم او زیاتی دی، دا ظلم که هر ډول سیاسي وضعیت پر ټولنه حاکم وي شته دی؛ ځکه چې په افغاني ټولنې د عمومي وجدان د ښه کېدا لپاره هېڅ وخت په سیستماتیک توګه کار ندی شوی.
ادبیات په ښکلې بڼه د انساني سپېڅلو نازکو احساساتو، ظرافتونو، فکر او عاطفې تبین دی.
ادبیات د عیني واقیعتونو د تأثر په نتیجه کې منځته راځي او په لویه کې له هنر سره سروکار لري، هنر چې د تخیل زیږنده ده پېښو ته رنګ ورکوي، کله چې هنرمند او ادیب یوه پېښه انځوروي نو ظاهراً موږ ته واقیعت نه برېښي، پداسې حال چې هنرمند هم واقعیت بیانوي؛ د دواړو ترمنځ یوازې د بیان طرز فرق کوي؛ مثال؛ که ادبي داستان خودي واقعیت ندی له واقعیت اغېزمن دی، لیکوال د واقعیتونو په څېر کټ مټ یا ورته پېښې انځوروي.
له ادبیاتو سره د هر مسلک خاوند باید نږدې اړیکې ولري، ادبیات د انسان پر عاطفه مستقیماً تاثیرات لري، ادبیات له یو متشدد انسان سم انسان جوړوي. هغه څوک چې ډېر عاطفي داستانونه، شعرونه لولي یا پر ښو داستانونو، رومانونو جوړ فلمونه او سوریالونه ګوري، عاطفه یې قوي کېږي، بلاخره پر داسې انسان اوړي، چې مېږي ته آزار نشي رسولی.
موږ له ادبیاتو سره مستقیم او غیر مستقیم تړل شوي یو، ادبیات باید وپالو، موږ ټول ادب او هنر ته جدي اړ یو، که ادبیات نه وی، انسان به دومره لوړه عاطفه نه‌لرله. کله چې انسان ژبه اختراع کړه، د ښه انساني، عاطفي او له انسانیت څخه برخمن ژوند په موخه یې ظرافت او تخیل ته لاس واچاوه؛ که تخیل، سپېڅلي احساسات نه وي، انسان ممکن په ځنګلي موجود واوړي؛ ادبیات او هنر چې ونه پالو موږ به تر ټولو خشم انسانان وو.  زموږ په ټولنه کې چې ادب او هنر سرکوب دي، همدومره د دې ټولنې انسان خشن او زیږ دی، په یوې داسې ټولنې کې چې هنرمند ته «ډم» وویل شي، هلته به د هنر او ادب ارزښت څه وي؟ زموږ په ټولنه کې د ادبیاتو مصرف څومره د ټولنې د عمومي انساني شعور عاطفي‌کېدو کې رول لرلی دی؟ ولې هلته مودب انسان نه‌دی توانېدی، چې د خپلې ټولنې متحجر انسان را انسان کړي؟ ولې زموږ په ټولنه کې ادبیات نه‌دي توانېدلی، چې د دې ټولنې انسان معتدل انسان شي؟ زموږ پر ادبیاتو زموږ د ټولنې تاثیر ښه زیات دی، دا چې زموږ ادبیاتو د ټولنې پر عمومي عاطفه څومره تاثیر لرلی دی، د تامل وړ بحث دی.
پر ټولنې د ادبیاتو اغېز او متقابلاً پر ادبیاتو د ټولنې تاثیر یو داسې بحث دی، چې انکار نه‌شي ترې کېدای، پورتنۍ پوښتنې په همدې بحث کې حلېدای شي.
زموږ د ټولنې حاکم سیاسي پارډایم چې له مذهبه د دودیز برداشتونو پر بنسټ جوړ شوی دی او زموږ پر ټولنه حاکم شوی د راتلونکې افغان انسان په اړه لا ډېر اندېښنې راپاروي.
له بده‌مرغه زموږ په ټولنه کې ادبیات بې‌خي نادیده نیول کېږي، د ټولنې په سازګارۍ کې ادبیات څه رول لري. لا هم دا بحث د یو علمي بحث په توګه ندی مطرح شوی، پداسې حال کې چې په پرمختللو ټولنو کې د ادبیاتو ټولنپوهنه خورا علمي بحث دی. که د بشر تاریخ ته وګورو، مذهي اختناق، جبر، زور ظلم او زیاتی، تر عقلاني او علمي رویشونو زیات هنر او ادبیاتو یې مخه نیولې ده او له وحشي انسان یې په ټولنو کې منزوي کړی دی.
انسان‌محور معرفت د ادبیاتو د ټولنپوهنې په اړه په افغاني ټولنه کې یو نوی بحث پرانیزي، تاسو هم پدې بحث کې له موږ سره برخه واخلئ او خپل مسوولیت ادا کړئ. که تاسو علاقه لرئ، پر دې موضوع مقاله ولیکئ، زموږ پر برېښنالیک اړیکه وکړئ، موږ د لیکنو عمومي شرایط هم در استوو.