کور ته مېلمانه راغلي و، دا چې په هیواد کې نظام بدل شوی، د ښځو کیسو هم سیاسي رنګ خپل کړی.
مېلمه چې د چایو پایله یې په خوند څکله، اوازې او شایعات یې داسې بیانول، لکه هرڅه یې چې په سترګو ليدلي وي.
خبره تر هوایي ډګره او ډالرو ورسېده، ویل یي زموږ خپلوان په هوایي ډګر کې کارمند دی، د نظام له بدلېدو دوه ورځې مخکې زیاتې پیسې لېدلې چې بهر ته په غلا ایستل کېدې.
ما له څو مثالونو سره ورته وویل، چې په ډېری هیوادونو کې د پیسو وړلو اندازه معلومه ده او چاته اجازه نشته زیاتې پیسې ولېږدوي، چې قناعت وکړي.
دا مې هم ورسره غبرګه کړه چې سیاست به سیاسونو ته پرېږدو موږ به خپل مجلس کوو.
د خبرو په اوږدو کې بیا هوایي ډګر ته خبره لاړه، وویل زموږ همدا خپلوان په دوهم پرواز کې بهر ته لاړه. پوښتنه مې ترې وکړه په اوله ورځ که په دویمه؟ اسناد او پاسپورت یې درلودل؟
مېلمه وویل: په اوله شپه له پرواز څخه نه و خبر نورو دوستانو یې له دوهم پروازه خبر کړ.
مېلمه په اول کې ویل خپلوان په هوایي ډګر کې دی او هلته یې له سقوط مخکې زیاتې پیسې ولېدې چې بهر ته وړل کېدې او په دویمه خبره کې وایي دوستانو یې د دویم پرواز څخه خبر کړ، ځکه شپږ میاشتې مخکې یې خپله قراردادي وظیفه پرېښې وه.
نو د دروغو، شایعتو مزل لنډ وي که په هغه ساعت رښتیا نشي. وروسته، وروسته هم رښتيا کېږي.
نو تل رښتیا و وایي.
وروستي