نجونې باید په ځان بسيا لویې شي

مور او پلار دواړه د خپلو اولادونو د روزنې مسوولیت لري، خو زمونږ ټولنه کې زياتره کورنۍ د خپل زوی غوښتنو، ښوونې او روزنې، زده‌کړو، حقونو او نورو اړتیاوو ته ډیر پام کوي، ځکه د دوی په انډ لوڼې يې نشي کولی، راتلونکې کې د دوی ساتنه وکړي او فکر کوي، چې لور یې د پردي کور امانت ده.

افغان ټولنه کې لوړه سلنه کورنۍ دغه ناسم باور سره خپلې لوڼې لويوي او تل د هغوی غوږ کې زمزمه کوي، چې میرمنې د کور عزت دي او که چېرې دوی له کوره بهر ووځي، نو خلک په هغوی او د دوی په کورنۍ نیوکې کوي، چې بیا د دوی د کور نوم‌بدۍ لامل کیږي، په داسې حال کې چې د تاریخ اوږدو او اسلام کې ډېرې اتلې ميرمنې تېرې شوي، چې دوی د خپلې کورنۍ د نوم روښانه کولو ترڅنګ د تاریخ په کچه د هېواد نوم ځلولو کې هم مهم رول لوبولی.

تر ټولو ښه بېلګه یې بي‌بي‌ خديجه ده، چې د حضرت محمد ص سوداګره وه، همداراز افغان ټولنه کې داسې نامتو ښځې شته، چې سمې روزنې سره یې د خپلې کورنۍ نوم روښنه کړی دی.

نو ویلی شو، چې د کور عزت ساتلو مسولیت یوازې د لوڼو مسوولیت نه دی، بلکې د یوې کورنۍ زامنو پورې هم تړاو لري او د لوڼو او خویندو تعلیم سره د کورنۍ او قوم نوم نور هم روښانه کیږي.

باید هڅه وشي، چې د اسلام په رڼا کې د خپلو اولادونو په نفس د باور درلودو کچه لوړه شي، اسلام د حق او عدالت دین دی، چې زده‌کړه یې پر نارینه او میرمنو فرض کړې ده.

پکاره ده چې د خپلو لوڼو ملاتړ وکړو، دوی د تعلیم په برخه کې وهڅوو، دوی ته وښيو چې ټولنه کې څه ډول لاره پیدا کولی شي، تر څو نورو خویندو ورونو سره مرسته وکړي او نورو ته بېلګه شي، چې مېرمنې هم د خپلې کورنۍ، د خپلې ټولنې، د خپل هېواد او د اسلام نوم روښانه‌ولی شي.

دغه‌راز په کار ده چې کورنۍ خپلو زامنو ته ورزده کړي، چې د خپلو خویندو او میندو ملاتړي ووسي، ترڅو د ژوند هره برخه کې ورته د پرمختګ زمینې برابرې شي.

یوه ټولنه کې د ښځو پرمختګ په برخه کې د کورنۍ د نارینه‌وو ملاتړ ډېر اړین دی، ځکه همدغه ملاتړ ښځې هڅوي چې له ستونزو، لوړو ژورو او ننګونو سره مبارزه وکړي.

یوې ټولنه کې ژوند کول د ځنځیر بڼه لري، چې هر وګړی د بل ملاتړ ته اړتیا لري، دا چې د یوه کور عزت خوندي ووسي، مسوولیت مو دی چې خپلو زامنو ته ووایو، چې د بل کور عزت ته په سپک سترګه ونه ګوري.

هغه پلار او ورور چې د خپلې لورې له حق څخه ملاتړ کوي، اصل کې د خپلې لور راتلونکې خوندي او مثبت لوري ته حرکت ورکوي او ټولنه مو هم د ميرمنو او نارینه‌وو ګډ کار ته اړتیا لري.