د لوړ پوړو چارواکو د خپلوانو ناحیه

هوا ککړه و چاپیریال هم د کورونو له بیلابیل ناپاکیو ډک و ورځ تر بلې دغه ناپاکی او د هوا ککړټیا زیاتیده آن تر دې چې د سرک سر پورې رسیدلې خلک په تکلیف و هر یو له ولسمشر او د ښاروالي له کارکوونکو شکایت کول چې ولې پام نه کوي.

د کابل زیاتره ناحیو کې خلک له ورته ستونزو څخه کړيدل خو یوه ناحیه وه چې ډیره پاکه و کوڅی یې د نورو ناحیو حویلو په څیر ځلیدی د عمومي سرک په یو کونج کښی کثافت دانې کیښودل شوي و او چاپيریال یې دومره ککړ نه و لکه د نورو ناحیو د کوڅو په شان.

خلکو ته سوال پیدا شو ولې د دوي کوڅې زموږ په شان ککړ ندی؟ ایا د دوي سودا پاکه راوړی ناپاکی نه لري که څنګه ؟ آیا د دې ناحیي خلک د لوړپورو چارواکو خپلوان دی چې د ښاروالي مامورین ورته ښه پاک کار کوي؟

دغه آوازه ورو ورو په ښار کې خپره شو چې یوه ناحیه کې د لوړپورو چارواکو خپلوان اوسیږي دوي ته سم خدمت کیږی ځکه هلته د هوا ککړتیا لږ ده او د کثافاتو له مچانو هم خوندي دي.

دغه ګنکوسه د دې ناحیې اوسیدونکو غوږ ته ورسیده دوي تصمیم ونیو له هر ناحیه دوه مشران (صلاحیت لرونکي کسان) دعوت کړي، او د خپل بری راز دوي سره شریک کړي.

د دې ناحیي مشر چې په زده کړوسمبال ځوان و وویل د دوي ناحیه هم داسی ورته ستونزې درلودی او ورته مشکل سره مخ و، دغه ځوان نورو څو ځوانانو سره یو ځای شول د ناحیې سپین ږیري او د کورونو مشرانو سره یو ځاي شول او ددی په لټه کی شول ترڅو پدی اړه د نورو مشرانو سره یوه غونده ولری هماغه وه چه دکلی مشرانو سره یی مشوره وکړه، دوي څو وار د کوڅو وکیلانو سره هم خبري وکړ خو ځیني وکیلان د دوې خبرو ته ساده فکروکړه او زیاتره د کوڅو وکیلان ښه کار وکړ بیکاره وکیلان هم د سپین ږيرو او د کور مشرانو په مرسته سلب صلاحیت او پرځای یي با مسولیت کسان وګمارل شو.

دغه ناحیه کې کسبه کار او غریب خلک اوسیده خو د کوڅو پاکوالي له پاره مهال ویش درلود چې خپله خلکو پکې ونډه واخیستله او هریو خپله مخه او کوڅه د خپل کور پشان ګڼله او په پاکوالی کښی یی همیش وڼډه اخیستله نو ځکه زمونږ کوڅه او ناحیه د نورو د کورونو په شان پاکه ده زمونږه ښار زمونږه کور دی.