نسيم الله دانش د افغان کرکټ بورډ اجرايوي مشر شو

 
د افغانستان کرکټ بورډ رسنیزه خبرپاڼه:
نسیم الله دانش د افغان کرکټ بورډ اجرایوي مشر شو
نن د افغانستان د مالي وزیر او د کرکټ بورډ عمومي مشر ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال د افغان کرکټ د سرنوشت پرېکړه وکړه او د دې دندې لپاره يې نسیم الله دانش  وټاکه.


 نسيم الله دانش د افغانستان د خوست ولایت د مندوزیو ولاسوالیو اوسیدونکی دی، نوموړی په کرکټ کې کافي معلومات لري، د ژورنالیزم په برخه  کې لوړې زده کړې لري، ښاغلی دانش د مختلقو شخصي ادارو مشر او مدیر پاتې شوی او د چارو په سمولو او اداره کولو کې ډېر پیاوړی دی.
ښاغلي زاخېلوال نن د کرکټ بورډ د ادارې ټولو کارکوونکو سره په ناسته کې وویل (( نسیم الله دانش زه تر نه پیژنم خو کوم معلومات او پلان یې په پیژند پاڼه کې لیکلی کې د نورو کاندیدانو ډېر پیاوړي و، په نورو کاندیدانو کې  نوموړی د ازاد رقابت له مخې غوره شوی دی، ښاغلی دانش به د دریو میاشتو پورې د ازموینې په څېر کار مخکې وړي کچېرې یې د کرکټ د ودې او پرمختګ لپاره ښه کار وکړو نو د مرستیال اجرایوي مشر له دندې څخه به نوموړی د کرکټ بورډ د اجرایوي رئیس په څېر ټاکل کیږي، نوموړی اوس ډیپوټي اجرایوي مشر دی او بریالیتوبونه ورته غواړم)).
همدارنګه ښاغلې زاخېلوال صېب نورې پرېکړې هم کړي چې سبا به یې خپله د کرکټ بورډ نوی اجرایوي مشر په خبري غونډه کې رسنیو ته څرګندې کړي.
 
ضروري خبرتیا: سبا ورځ د افغان کرکټ بورډ د ټولو رسنیو څخه هیله کوي چې ( ۲۰۱۰ز جنوري ۲۵ ) ۱۰:۰۰ سهار خبري غونډې ته خپل خبریالان راولیږي.
د کرکټ بورډ نوی اجرایوي مشر  نسیم الله دانش به په ټاکل شوې خبري غونډه کې خپل د کرکټ د ودې او پرمختګ پلانونه رسنیو ته وړاندې کړي.
د خبري غونډې په اړه دې شمېرې سره اړیکې ونیسئ ۰۷۹۹۱۳۵۰۵۰
 About us: The Afghanistan Cricket Board is the governing body for the game of cricket in Afghanistan and an Associate Member of the Asian Cricket Council and Affiliate Member of the International Cricket Council.
Media Contact:
Contact:  Ilham Yasini
Afghanistan Cricket Board Media Department
Email: acb.media@afghancricket.af  or  afg.cricket.media@gmail.com
+93 (0)794032340
Tel: +971509279870
+93 (0)789 067 729